لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرستيال کميشنر: د پښين په چاپيريال کې د پوليو وايرس موندل د اندېښنې وړ خبره ده


په بلوچستان کې له دوو کلونو وروسته په پښين ضلع کې له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی. د پښين په شپږ حساسه يونين کونسلونو کې د پوليو ضد کمپېن تر سره کېږي.

په بلوچستان کې له جنوري 2021 راهیسې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی او د تېرکال له اپريل مياشتې راهيسې له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې هم د پوليو وايرس نه وو موندل شوی، خو تېره اوونۍ د ايالت په پښين سيمه کې په خرابو اوبو کې د پوليو وايرس رپوټ شوی دی.

د پښين مرستيال کميشنر جميل احمد وي اوا ې ډيوه ته وايي، د ښار په حساسه سيمو کې د نړيوالو سازمانونو په مرسته د پوليو کمپېن کار په ښه توګه روان دی او کارکوونکي کور پر کور ګرځي، چې تر هر ماشوم پورې قطرې ورسېږي:

"دا اوس چې په چاپيريال کې د پوليو وايرس موندل شوی، تاسو ته مالومه ده، چې دا کډوالو د تېرېدو لاره ده، کېدای شي همدا يې وجه وي. په پښين کې 88 ګرځنده ټيمونه، اته فکسډ ټيمونه کار کوي او نهه ټرانزټ مرکزونه د کمپېن لپاره جوړ شوي دي. دا د هغه سيمو يا يونين کونسلونو لپاره دي، چېري چې پوليو وايرس موندل شوی دی".

مرستيال کميشنر زياتوي چې کمپېن د اړونده چارواکو تر سختې څارنې لاندې ترسره کېږي. وايي اساسي هدف يې همدا دی، چې وايرس له پاکستانه په تېره بيا له دې اغېزمنو سيمو ختم شي:

"د مرستيال کميشنر په حيث زه پخپله د کمپېن کار له نیژدې څارم او په دې ترڅ کې هيڅ غفلت د زغم وړ نه دی. موږ د روغتيا د نړيوال سازمان او له نورو اړونده ادارو سره په ګډه کار کوو، چې پوليو وايرس په پښين، چمن او کلا عبدالله سيمو کې ختم کړل شي. د دې لپاره موږ شپه ورځ کوښښ کوو".

په بلوچستان کې ځينې خلک له ويکسينه ځکه هم انکاري وي، او دا ګيله کوي، چې روغتيايي مرکزونه تړل شوي او يا هم روغتيايي اسانتياوې نه لري، خو پوليو قطرې په زور ماشومانو ته ورکول کېږي.

د پښين د سیول روغتون ايم ايس ډاکټر وکيل شېراني بيا وايي چې په دې لړ کې يې يو شمېر ګامونه اخيستي دي او په سیول روغتون کې د ټولو اسانتياوو د يقيني کولو ترڅنګ د ويکسين کار ته هم ډېره پاملرنه شوې:

"دلته هر زېږېدلي ماشوم ته د پوليو په شمول د درو ناروغيو وېکسين ورکول کېږي. کوم ماشومان چې په کمپېن کې له څاڅکو پاتې شوي وي او له ناروغه ميندو سره روغتون ته راځي هغو ته دلته جوړ پر فکسډ مرکز د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي".

پښين د کوټې او کلاعبدالله په منځ کې پرته سيمه ده او دا د پوليو له پلوه د کوټې بلاک په حساسه يا های رسک ضلعو کې ده. دلته په تېرو کلونو کې د پوليو مثبت کېسونه رپوټ شوي، خو تېره اوونۍ له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس رپوټ کېدل د اړونده چارواکو اندېښنې زياتي کړې دي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ښځو په ضد د تاوتریخوالی له مینځه وړلو نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG