لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: که معلوماتو ته لاس رسی قانوني هم دی خو په پاکستان کې زوروه افسرشاهي دا د ولس حق نه مني


په اسلام اباد کې د پاکستان د قامي پارلمان ودانی
په اسلام اباد کې د پاکستان د قامي پارلمان ودانی
اسلام اباد- په پاکستان کې معلوماتو ته د لاس رسي نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې د پوهانو په وينا د کمزوري جمهوريت او د طاقتوره افسر شاهي له کبله عام خلک د دې قانوني او بنيادي حق نه یا خو بې برخې پاتې دي او یا ورته دا لاس ته راوړنه غټه ننګونه ده.

په اسلام اباد کې د پاکستان انفارمېش کمېشن د سیوري لاندې د ملګرو ملتونو ادارې يونېسکو او په اسلام اباد کې د نېدر لېنډ د سفارت په مرسته راجوړې شوې غونډې ته ګډون والو په خپلو څرګندونو کې معلوماتو ته په عامه کچه د لاس رسي په اهميت او په جمهوري ټولنه کې دې ته په اړتیا رڼا واچوله.

څېړونکي په دې حقله وايي تر څو چې ولس بنيادي سرکاري معلوماتو ته لاس رسی نه لري نو په دې پوهېدل ممکن نه دي چې جمهوریت څنګه کار کوي.

په دې اړه د قانوني چارو ماهر اسامه خيلجي وايي “دا تصور کول ګران دي چې جمهوريت به مضبوط شي او د جمهوریت د کمزورتيا لويه وجه هم دا ده چې مونږ د خپلو حقونو او حکومتي نظام په اړه معلومات نه لرو او دا وجه ده چې په پاکستان کې طاقتور قوتونه خپل اختيار پراخه کوي او خپل زور کاروي”.

معلوماتو ته د ولس د لاس رسۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې ده چې په پاکستان کې په راتلونکي کې د عامو انتخاباتو کولو تېارۍ روانې دي او کارپوهان وايي انفارميشن ته رسېدل که د ټولنې د چارو لپاره ضروري ده نو د جمهوریت د پياوړي کېدو لپاره هم خورا ارزښت لري.

په دې اړه قانون په کال 2002 کې جوړ شوی و او حکومت پدې قانون د موثره عمل لپاره بيا په کال 2004 کې قواعد جوړ کړل خو کارپوهان اوس هم شکايت کوي چې زياتره پاکستاني وګړي لا هم سرکاري معلوماتو ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ کېږي.

د قانون د شتون او د عمل نه کولو په حقله يو بل څېړنکار او د سېنټر فار پېس اېنډ ډوېلپمنټ انيشېټيو غړی مختار احمد علي وايي “زمونږپه هېواد کې غلط او ناسم معلومات ډېر زيات دي خو په حقیقت کې د واړو معلوماتو کمی دی هغه که سرکاري معلومات او دستاوېزات وي او که نور خو پټ ساتل کېږي کوم چې د خفيه ساتنې وړ نه وي.

د صحافيانو نړیوالې ادارې رپورټرز وداوټ بارډرز هم په خپل يو تازه بيان کې د پاکستان په سياسي ډلو غږ کړی چې په راتلونکو انتخاباتو کې دې په خپلو منشورونو کې د اظهار ازادي او د صحافيانو د تحفظ ژمنې او په هغې عمل کول باوري کړي.

د پښتونخوا صوبې چيف انفارمېش کمشنره وايي فرح حامد خان وايي معلوماتو ته د لاس رسي حق د پاکستان ايين ورکړی دی. هغه وايي “معلوماتو ته د رسېدلو حق قانون ورکړی او هر وګړي ته باور ورکوي چې هغه د سرکاري محکمو نه د هغوي د کار په اړه تپوس کولی شي.

د يادې غونډې ګډون والو وينا وه چې کله يو شهري معلومات لري نو په خپل ژوند کې د غورو فېصلو کولو وړ ګرځي.

قانون پوهان معلوماتو او اطلاعاتو ته رسېدل د جمهوریت مرکزى ستن بولي او وايي هم د دې قانون لاندې د واکدارانو نه ځواب غوښتل کيږي.

په دې لړ کې د دستور او جمهوري چارو کارپوه ياسر لطيف همداني وايي “بډې رشوتونه او خپلوي پالنه هغلته وده مومي چرته چې د هر څيز د پټ ساتلو رواج عام وي او زموږ په ملک کې د خفيه ساتلو کلتور دی چې هر څيز له خلکو پټ وساتل شي. ګني په جمهوري ټولنو کې د پټ ساتنې نه بلکې د روڼتيا کلچر عام دی او د روڼتيا لپاره معلوماتو ته د رسېدو په قانون او حق عمل کول ضروري دي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

امریکې تېره میاشت په پولېنډ کې مستقل پوځي اډه پرانیستې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG