لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې د افغان سفارتخانې سفارتکارانو امریکا اؤ یورپ کې پناه اخستې، سفارت خپل فعالیتونه وځنډول


په نوي ډيلي کې افغان سفارت خپل فعاليتونه ځنډولي دي ځکه چې پينځه ډېپلوماټان يې د هند څخه وتلي دي او په یورپ او امريکا کې يې سياسي پناه اخستې ده۔

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر سهیل شاهين ډیوه ته ویلي، د طالبانو د حکومت [چې دوی یې اسلامي امارت بولي] د ډیپلومېټانو په شتون کې د افغانانو قونسلي او نورې مسئلې حل کیدای شي او اړوند هیوادونو سره مثبتې اړیکې او اعتماد جوړېدای شي چې اوس ورته اړتیا ده هغه که هند سره وي او که نورو هیوادونو سره.

په هند کې د افغانستان سفارت کې موجود ډېپلومېټان د ډاکټر اشرف غني حکومت کې ګومارل شوي وو او په افغانستان کې په زور د طالبانو له واکمنېدو وروسته يې هم خپلو سفارتي فعاليتونو ته دوام ورکړی وو. .

د هندوستان د وتلې ورځپاڼې دي ټايمز اف انډيا د رپورټ تر مخه د افغانستان د سفارت د لګښتونو انتظام بيا دغه ډېپلوماټانو پخپله کولو چې له دوؤ کلونه وروسته اوس د مالي ستونزو سره مخ وو ۔

د عالمي اړيکو څېړنکار پروفېسر اعجاز خټک وايي، دا يو داسې پرمختګ دی چې د طالبانو او هند اړيکو ته يې لاره هواره کړې ده، ځکه چې وايي اوس به دغلته د پخواني حکومت پر ځاي طالبان خپل سفارتي مامورین ليږي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل په هند کې د افغانستان سفارت کې دغه له وړاندې موجوده سفارتي عمله د ډاکټر اشرف غني د وخت وه او د طالبانو دحکومت استازيتوب يې نه کولو:

"اوس چې دوي ډیلی پرېښودو نو دغه پرمختګ لکه چې د طالبانو دهند سره اړېکې د ښه کېدو لوري ته اشاره کوي، امکان دی چې طالبانو له خوا که سفير نه وي خو د سفير په ځای ناظم الامور وټاکل شي چې هغه به د طالبانو استازيتوب کوي".

په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې طالبانو په ملک بیا قبضه وکړه هند د کابل څخه خپل سفير بيرته راغوښتی ؤ او لکه د نورو هېوادونو يې د طالبانو حکومت نه دی تسليم کړی خو بيا په هند کې نه يوازې افغان تاجران او لوستونکي بلکې يوه غټه شمېره وګړي هم اوسېږي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG