لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنډوله کې د سرحدي ځواکونو په قلعه د وسله والو برید،ځوابي ډزو کې یو وسله وال وژل شوی دی


پولیس وايي د خیبر پښتونخوا دجنوبي ضلعې ټانک پخوانۍ نيمه قبایلي سیمه جنډوله کې وسله والو د سرحدي عسکرو په قلعه برید کړی او د پولیسو په ځوابي ډزو کې د افغانستان سره تړاو لرونکی یو ترهګر وژل شوى دی.

د جنډولې تاڼې چارواکي وايي تیره ورځ د جنډولې تحصیل په کیرړۍ سیمه کې وسله والو د سرحدي عسکرو په قلعه برید کړی خو امنیتي ځواکونو دې برید ته چټک غبرګون ښودلی او د وسله والو برید کې امنیتي عسکرو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

تحریک طالبان پاکستان ددې برید مسولیت منلی او امنیتي عسکرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو په وینا د برید وروسته په سمدستي توګه پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د وسله والو د لټون پر مهال د سيمې څخه ديو افغان ترهګر مړى او د هغه د قبضې نه یو کلاشنکوف ترلاسه شوی دی.

دصوبې پولیس په ایکس (پخوانۍ ټویټر)رسمي پاڼه د وژل شوي تن عکس او شناخت پاڼه خپاره کړي چې پکې د وژل شوي تن پېژندګلو دسمیع الله په نوم شوې او ویل شوي چې تړاو یې د افغانستان کندهار ولایت سره دی.

که څه هم د پاکستان پوځ وخت په وخت په ملک کې د وسله والو خلاف د عملیاتو خبره کوي خو په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې د وسله والو په بریدونو کې اضافه لیدل کېږي چې په دې بریدونو کې د سوونو په شمیر امنیتي عسکر اؤ‌ عام وګړي وژل شوي دي.

دپاکستاني طالبانو وسله والې ډلې د وروستیو زیاتره بریدونو پړه پغاړه اخستې ده خو ددې ترڅنګ وسله واله ډله داعش هم اکثره په امنیتي عسکرو د کېدونکو بریدونو پړه پغاړه اخلي.

پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پي ای سي ايس ايس) تېره میاشت پخپل شپږ میاشتنی رپورټ کې ویلي وو، د کال 2022م په پرتله په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

‎پاکستاني چارواکي وايي تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره دپاکستان پرضد د بریدونو لپاره پکاروي خو افغان طالبان دغه تورونه ردوي او وايي دوي چاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG