پاکستان د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳ اربه او ۵۲ کروړه ډالره پور اخېستی
پاکستان د اقتصاد وزارت تر مخه د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو پاکستان ۳ اربه او ۵۲ کروړه ډالره قرض اخېستی چې پکې د ايي اېم ایف ۱.۲ اربه او د عرب اماراتو ۱ ارب ډالره قرض نه دی شامل.
اقتصاد پوهان وايي، پاکستان د قرضونو ورکولو له ستونزو سره مخ دی او د هغو ورکولو لپاره نورې قرضې او د بجټ لویه برخه کاروي چې د پرمختیا کارونو لپاره پکې هیڅ نه پاتې کیږي.
تفصیل د ریاض حسین په راپور کې.