لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ ویلي،د فلسطین خلکو ته د پاکستان بشپړه سفارتي اؤ سیاسي مرسته ترلاسه ده


د پاکستان پوڅ غزه کې د اسرایل له لوري د طاقت په استعمال کې د بېګناه وګړو په ځاني زیان سختې اندېښنې ښودلي اؤ پوځي سرلښکر وایي د فلسطین ولس ته د پاکستاني قام بشپړه سفارتي،اخلاقي اؤ سیاسي مرسته ترلاسه ده.

د آی ایس پي ار له مخې دپاکستان د پوځ د کور کمانډرانو 260مه غونډه د سه شنبې- نهې په ورځ د پوځ د سرلښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ شوې ده چې پکې د فلسطین په وضعیت،پاکستان نه دغیرملکیانو په ویستلو اؤ د سمګلنګ د مخنیوي په چارو غور اؤ بحثونه شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې پخپل بیان کې ویلي چې غونډې ته وینا کې جنرال عاصم منیر ویلي پاکستان به د فلسطین د کشالې د دایمي هواري اؤ د مسلمانانو په مقدسو مقاماتو د غیر قانوني قبضې ختمولو لپاره د اصولي دریځ خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د اسرایل اؤ حماس د جګړې پېل کېدو نه راپدیخوا چې پکې دواړو لوریو ته په زرګونو کسان وژل شوي اؤ په زرګونو نور ژوبل دي، په پرله پسې ډول پاکستان کې سیاسي اؤ مذهبي ګوندونه د اسرایل پرضد احتجاجي مظاهرې کوي اؤ د پاکستان له حکومت غوښتنې کوي چې د فلسطین په کشاله کې باید د یو پرېکړي دریځ سره مخې ته راشي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ تېره اوونۍ په ایکس(پخواني ټویټر) رسنۍ لیکلي وؤ چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله د دوو ریاستونو په جوړېدو کې ده چې په کې فلسطین یو باثباته، خپلواکه ریاست دی چې بنیاد یې 1967 کال څخه وړاندې پر سرحدونو دی.

د بهرنبو چارو نګران وزیر جلیل عباس جیلاني هم ویلي"موږ له فلسطينيانو سره ولاړ يو او د اسرايلي اشغالګرو ځواکونو له خوا د تاوتريخوالي او ظلمونو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوو"

آی ایس پي ار وایي، دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د کور کمانډرانو په غونډه کې پاکستان نه په غیر قانوني توګه د میشت بهرنیانو په درناوي اؤ خوندي توګه د بېرته ستنولو وینا کړې ده.

بیان کې راغلي دي چې د کور کمانډرانو غونډه کې د روان کال د وړومبي نومبر نه په ملک کې په غیر قانوني توګه د میشت ټولو بهرنیو وګړو د ویستل کېدو په اړوند د مرکزي حکومت د پرېکړې بشپړ ملاتړ ښودل شوی دی.

د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په درېيمه نېټه ويلي وو، په هېواد کې غېرقانوني مېشت غېر ملکيان د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ګواښ کړی وو که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او له خپل هېواده به یې په زوره شړي.

هغه دعوه کړې وه افغانان په پاکستان کې په ترهګرۍ کې ککړ معلوم شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، پاکستان باید ژر تر ژره افغانستان ته د ۱.۴ میلیونو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر ودروي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب هم د غېرقانوني افغان کډوالو د ور ستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.

پاکستان کې پښتنو ملت پالو سياسي او مذهبي ګوندونو هم د پاکستان دغه پرېکړې ته سخت غبرګون ويلی وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG