د پاکستان غټ اقتصادي ښار کې نيم پوځي ځواک رېنجرز دعوه کړې، د سي ټي ډي پوليس سره په ګډه یې عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د سوات څانګې درې ملزمان یې نيولي دي.
رېنجرز ځواک پرون په 17م دسمبر ويلي، د سي ټي ډي سره په ګډه یې د کراچۍ په قايداباد علاقه کې د ترهګرۍ، قتل، اقدام قتل او قلنګ په پېښو کې ککړ د فتنه الخوارج، تحریک طالبان پاکستان انتهايي مطلوبه درې ملزمان نيولي دي.
د نيول شوو کسانو پېژندګلو د محمد جاوېد سواتي عرف بايي جان، شاهد حسېن عرف عمر او اکبرزېب په نومونو کړې ده.
د رېنجرز خبر پاڼه کې ویل شوي، جاوېد سواتي په کال 2008م کې د ټي ټي پي په سوات ګروپ کې شامل شوی، انتهايي فعاله وو، دوه وروڼه یې شاهد او زاهد په سوات کې د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي، هغه بيا کراچۍ ته منتقل شوی، په 2012م کې په کراچۍ کې نيول شوی او بيا په سوات کې 14 مياشتې په بند کې پاتې شوی وو.
ويل شوي، هغه د خوشي کېدو وروسته بيا کراچۍ ته منتقل شوی، ملګري یې افغانستان ته تللي خو دی ورسره په رابطه کې وو.
ويل شوي شاهد حسېن په 2010م کې غلبه اسلام کې شامل شوی، په 2014م کې زکريا عرف انعام الله د طالبانو په سوات ګروپ کې شامل شوي، وسله وال تربيت یې ترلاسه کړی او څو ځله افغانستان ته هم تللي دي.
خبرپاڼه کې دعوه شوې او تفصيل وړاندې کړل شوی چې دوی په کراچۍ کې د ګڼو کسانو نه قلنګ اخستی دی.
د اکبرزېب په اړه ويل شوي، د يو ريټايرډ پوليس سپاهي په وژنه او بل په زخمي کولو او امنیتي ځواکونو ضد ترهګرۍ منصوبه یې کوله.
خبرپاڼه کې ويل شوي، د نيول شوو ملزمانو نه وسله او چاودېدونکي مواد ترلاسه کړل شوي دي.
په کراچۍ کې رېنجرز او سي ټي ډي وخت په وخت د وسله والو نيولو دعوې کوي.
کراچۍ کې د کال 2013م د ستمبر په میاشت کې د رېنجرز او پوليس په ګډه هدفي عملياتو منظوري ورکړل شوې، هغه وخت په ښار کې د هدفي وژنو، ترهګرۍ او قلنګ پېښې زياتې شوې وې.
د عملياتو وروسته په کراچۍ کې د هدفي وژنو، قلنګ او ترهګرۍ پېښې کمې شوي، خو بيا هم وخت په وخت د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې کيږي.
Forum