لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د جینکو جبري ودونه زیات شوي


په افغانستان کې د بیا رغونې دپاره د امریکايي هلوځلو د څار حکومتي ادارې سيګار د رپورټ تر مخه په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په کم عمر کې د جينکو په جبري ډول ودونه زیات شوي دي.

سيګار د ملګرو ملتونو له قوله په ايکس رسنۍ خپور کړي رپورټ کې ویلي چې د طالبانو د واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال ه ډیسمبر څخه راوروسته په افغانستان کې نه يوازې په کم عمرۍ کې د جينکو د ودونو کچه لوړه شوې بلکې جينکۍ په جبري توګه هم ودول کېږي.

په دغه صورتحال نظر لرونکي خبرياله اصليه احمدزۍ وايي هر څو چې په دې موضوع غږونه هم پورته شوې دي خو بيا هم په لرې پرتو سيمو کې کورنۍ ځېنې مجبورۍ له وجې خپل اولادونه ودوي.

افغانه خبریاله اصليه احمدزۍ وايي،

"په افغانستان کې د روزګار د کمي له وجې او بيا د جينکو په مکتب او پوهنتونو بنديز دی، چې کار روزګار نه وي او کومه وظيفه هم نه لري نو ځکه بيا په کم عمر کې جينکۍ ودول کيږي."

د " سیګار" د رپورټ تر مخه چې د ۲۰۲۱ نه را په دېخوا په افغانستان کې ۳۵ فیصده جينکۍ د اتلس کلونو نه په کم عمر کې او ۱۷ فیصده جينکۍ ۱۵ کلونو عمر ته د رسیدو وړاندې په جبري ډول واده شوې دي.

رپورټ زياته کړې "د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر او د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ترمنځ موده کې د جبري ودونو ۵۷۸ پېښې څرګندې شوې دي.

په افغانستان کې چې د کم عمرۍ او په جبري ډول د جينکو د ودونو قضيې وړاندې هم ليدل شوې دي خو د مدني ټولنې فعاله ناديه مومند وايي، چې افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو باندې پر ځای شوې محدودیتونو او په خصوصي توګه په تعليم بنديز هم يو له هغه علتونو څخه دی چې کورنۍ يې د جينکو په ودولو مجبوره کړې دي.

افغان مدني ټولنې فعاله ناديه مومند وايي،

"دغه رپورټونه چې سيګار نشر کړي د اندېښنې وړ دي او وړاندې هم ددې په تړاو غږونه پورته شوې دي او دغه مسله تر يو حده کمه شوې وه. تر دې وړاندې بيا د طالبانو سرپرست حکومت مشر يو فرمان هم جاري کړی وو چې هيڅوک نشي کولی په جبري ډول کم عمرۍ کې جونې واده کړي خو ډېر پرتو ولسواليو کې دغه ستونزه اوس هم جريان لري دغه ستونزه په شدت سره روانه ده ځکه چې دغلته قانوني حقونو ته جونې لاس رسی نه لري."

د بشري حقونو ادارو د رپورټونو تر مخه چې په افغانستان کې په وروستي دوو کلونو کې افغان میرمنې او جينکۍ له ډيرو بنديزونو سره مخامخ دي او د جبري ودونو تر څنګ له تعليه هم بې برخې پاتې دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر سهېل شاهين ياد رپورټونه رد کړی او وايي کېدای شي په لرې پرتو سيمو کې دغه د کم عمرۍ ودونه وي خو دا بيا د دغه خلکو خپل رواج دی چې د پېړو راسي هم داسې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ وروسته د بشري حقونو تنظيمونو او نړیوالې ټولنې په طالبانو دا نيوکې کړي چې ميرمنې او جينکۍ يې د بنيادي حقونو بې برخې کړي.

طالبان د مېرمنو په اړه د خپلو تګلاره دفاع کوي، وايي د اسلام او د افغان دود دستور سره سم به د جینکو د تعلیم او کار روزګار دپاره حالات برابروي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG