لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: د "ارتقا په نظريه" بحث کوونکي پروفېسر باندې معافي غوښتل شوې


شېرعلي بيا په فېس بک يوه خپره کړې ويډيو کې ويلي، هغه د ډومېل کانفرنس نه وو راجوړ کړی ځايي زده کوونکو راجوړ کړی او هغه پکې د نورو ويناوالو سره ګډون کړی وو
شېرعلي بيا په فېس بک يوه خپره کړې ويډيو کې ويلي، هغه د ډومېل کانفرنس نه وو راجوړ کړی ځايي زده کوونکو راجوړ کړی او هغه پکې د نورو ويناوالو سره ګډون کړی وو

د خېبرپښتونخوا په بنو سيمه کې ځايي علماو د اسټنټ کمشنر په دفتر کې په يو پروفېسر معافي غوښتې ده، نوموړي په يو کانفرنس کې د اسلام او پاکستان د ايين په رڼا کې د ښځو په حقونو خبرې کړې وې. سياسي او مدني فعالو د پروفېسر څخه د معافۍ غوښتو ته سخت غبرګون ويلی دی.

د زوالوجي اسټنټ پروفېسر شېرعلي چې د شمالي وزيرستان په ميرانشا کالج کې استاد دی، څو ورځې وړاندې یې د بنو په ډومېل کې د [ډومېل سټوډنټ سوسايټي] په راجوړه غونډه کې د [زنانوو حقونه په ايين او اسلام کې] د سرخط لاندې موضوع باندې وينا کړې وه.

نوموړي د نورو ويناکوونکو ترڅنګ د قران او حديثو، او پاکستان د ايين په رڼا کې د ښځو په حقونو او اړونده موضوعاتو خبرې کړې وې.

له دغې وروسته په بنو کې د [ختم نبوت] د سرخط لاندې د علماو يوه غونډه شوې او د شېرعلي په خبرو پکې بحث شوی دی. په غونډه کې ځینې علماو ويلي، شېرعلي د ډارون په نظريه درسونه ورکوي.

خو شېرعلي بيا په فېس بک يوه خپره کړې ويډيو کې ويلي، هغه د ډومېل کانفرنس نه وو راجوړ کړی ځايي زده کوونکو راجوړ کړی او هغه پکې د نورو ويناوالو سره ګډون کړی وو.

نوموړي ته نزدې يو تن چې نوم یې څرګندول نه غوښته، ويلي دي، "شېرعلي د ښځو په حقونو د قران، حديثو او پاکستان د ايين په رڼا کې خبرې کړي دي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د ډارون نظريه په نصاب کې شامله ده او شېرعلي په ځان لګېدلي تورونه رد کړي خو په هغه بيا هم په سټامپ پېپر په ليکلې بڼه معافي غوښتل شوې ده".

شېرعلي په معافۍ غوښتو په خپله د څه ويلو نه ډډه کړې او په فېس بک يې ویلي، "زه د ملکي او غېر ملکي ټي وي چېلنو نه په معذرت سره خواست کوم چې دا وخت زه ستاسو په سکرين [شيشه] نه شم راتلی چې موقعه راشي نو خبره به وکړم".

او نوموړي ته نزدې سرچينې ویلي، "نوموړي ځکه د څه ويلو نه ډډه کړې چې نور زيان ورته ونه ورسي".

په شېر علي روان کال يوه چاودنه هم شوې او د هغه يوه پښه پکې پرې شوې وه.

د نوموړي استاد نه د معافۍ غوښتو ويډيو هم په ټولنيزو رسنیو خپره شوې ده. او د هغه نه معافۍ غوښتو ته سياسي او د بشري حقونو فعالو سخت غبرګون ویلی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ ډلې مشر محسن دواړو په اېکس [پخواني ټویټر] ويلي،

"د بنو د ځايي مليانو دپاره رياستي عملداري ختم شوې ده چا چې پروفېسر شېرعلي د نظريه ارتقا ترک کولو ترڅنګ په سټامپ پېپر د نورو شقونو په نوملړ په لاسليک کولو مجبور کړی دی".

هغه زياته کړې، "په حېرانتيا سره دا پېښه د ډي سي په دفتر کې شوې دا ډېره د شرم وړ خبره ده".

ډي سي بنو په ياده پېښه څه نه دي ويلي.

په خېبرپښتونخوا کې د بشري حقونو کمېشن اکبر خان وي او اې ډيوه ته ویلي،

"د شېرعلي پرضد پروپېګنډا شوې او هغه مجبوره کړی شوی چې د مليانو ډلې ته تسليم شي او هغه په خپلو کړو ستومانه کړی شوی دی".

نوموړي زياته کړې، په بنيو کې يو ملا وړاندې د ښځو پارکونو ته تلو او نرښځيانو په حواله هم فعاله پاتې شوی او انتظامیې پرې سترګې پټې کړي دي.

هغه ویلي، "د جبر تشدد او انتهاپسندۍ لومړی ښکار بشري حقونه دي، د بشري حقونو کمېشن د انتهاپسندۍ غندنه کوي او د رياست نه د بشري حقونو د ساتنې غوښتنه کوي".

پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل قبله اياز وايي، دوی د دغه پېښې په جزياتو نه دي خبر، چې څه صورتحال جوړ شوی دی، "خو څو پورې چې د ارتقار نظريه ده هغه په نصاب کې شامله ده او دا په نصاب کې ښودل شوې تراوسه پرې کومه شخړه نه ده جوړه شوې".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "غوره لاره بحث يا خبرې اترې دي، رای دې واورېدل شي او په دليل دې ځواب وشي، زه په خپله هم د بنو کالج محاصل پاتې شوی يم او مونږ ته استازان ياديږي چې د ډارون تهيوري [نظريه] به یې ډېره په تفصيل محاصلينو ته ښودله".

د يادې پېښې په اړه ښاغلي قبله ایاز زياته کړه، "پکار دا دي چې د دليل په انداز خبرې وشي د يو بل خيالات واورېدل شي، پروفېسر داسې کومې خبرې خو نه دي کړي چې هغه د ارتقا د نظريه نه بالاتر وي". هغه وویل، "پکار وه چې د بنو انتظاميې دا مسله اسلامي نظرياتې کونسل ته لېږلی وی دوی به یې ښه حل راويستی وی".

تېر کال په بنو کې د ښځو يو پارک هم د ځايي علما د اعتراضونو وروسته بند کړی شوی وو، علماو تور لګولی وو چې د دغه پارک څخه فحاشي خوريږي، او انتظاميې دغه تورونه رد کړي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG