لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ وایي عملیاتو کې یې د مهم وسله وال کمانډر په ګډون څلور ترهګر وژلي


File Photo
File Photo

د پاکستان پوځ وایي دافغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د ترهګرو پر ضد عملیات کړي چې د ترهګرې ډلې د یو مهم مشر ابراهیم موسا په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې (آی ایس پي ار) دجمعې په ورځ خپل بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو دا عملیات د شمالي وزیرستان په خیسور سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي دي.

پوځ ویلي ،اطلاع ورته ترلاسه شوې وه چې په سیمه کې ترهګر موجود دي اؤ ددغه اطلاع په بنیاد یې د ترهګرو ځاله معلومه کړه اؤ د هغوي پر ضد یې بریالي عملیات وکړل.

پوځ دعوه کړې ده چې دې عملیاتو کې د ترهګرې ډلې یو مهم مشر ابرهیم چې په موسا مشهور ؤ هم وژل شوی اؤ دهغه ترڅنګ درې نور وسله وال پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې ابراهیم د لوړ هدف د ترهګر په نوم یاد کړی دی اؤ ویلي یې دي چې هغه قانون پځای کوونکې ادارې له زیات وخت راهسې په هغه پسې ګرځېدلې.

بیان کې ویل شوي چې وژل شوي ترهګر د ورانکارۍ په یو شمیر پېښو کې ککړ وؤ اؤ وایي د هغوي د ولکې نه امنیتي ځواکونو ته وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم په لاس ورغلي دي،

تر دې وړاندې په ۱۳م نومبر پوځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې وسله والو سره جګړه کې یې دوه عسکر او یو وسله وال وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګرو لخوا شوؤ بریدونو کې ګڼ شمیر عسکر اؤ ملکي وګړي وژل شوي چې دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

په ۱۱م نومبر د خېبر پښتونخواهپه جنوبي ضلعه ټانک کې د پولیسو په پارټۍ وسله وال برید شوی ؤ چې پکې د پولیسو د یو افسر یا ایس ایچ او په ګډون درې پولیس عسکر وژل شوي اوڅلور نور ژوبل شوي وؤ.

په 9م نومبر وسله والو د کرک ضلعې په خرم پولیس تاڼه د شپې راکټي برید کړی ؤ چې پکې د تاڼې ودانۍ ته یو څه زیان اوښتی ؤ خو مرګ ژوبله پکې نه وه اوښتې .

تر دغه برید دوه ورځې وړاندې په 7م نومبر په ډیره اسماعیل درازنده سیمه کې د تیلو اؤ ګیس په یوه ګمپنۍ د ترهګرو برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ.

په شپږم نومبر په قبایلي ضلعه خېبر کې ترهګرو سره په نښته کې د پوځ د یو افسر (لیفټننټ کرنل) په ګډون څلور عسکر وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي وؤ.

په څلورم نومبر له ډیره اسماعیل خان سره په پیوست د پنجاب په میانوالي ښار کې ترهګرو د هوايي پوځ په مرکز حمله کړې وه چې د پوځ په وینا د دغه حملې په مهال د پوځ ځوابي عملیاتو کې نهه ترهګر وژل شوي وؤ.

په میانوالي ښار کې د هوايي پوځ په مرکز د حملې نه مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له ترهګرو سره د نښتې په مهال دوه پوځي عسکر وژل شوي اؤ ډيره اسماعیل خان سیمه کې په بمي چاودنه کې یو پوځي ژوند د لاسه ورکړی دی.

دتېرې اوونۍ په پېل کې پوځ د بلوچستان ایالت په ګوادر ضلعه کې هم د وسله والو په یو برید کې د ۱۴ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو پخلی کړی ؤ.

په 3م نومبر د ډيره اسماعیل خان په ټانک اډه سیمه کې د پولیسو د ګاډي ترڅنګ بمي چاودنه شوې وه چې د چارواکو تر مخه 5 کسان پکې وژل شوي اؤ د دوؤ پولیس عسکرو په ګډون پکې 21 تنه نور ژوبل وؤ.

په 29م اکتوبر ډيره اسماعيل خان کې نامالومه وسله والو د پولیسو په یو مرکز یا کیمپ برید کړی ؤ چې د پولیسو په وینا یو پولیس عسکر پکې وژل شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG