امریکا او جرمني چې له اوکراین سره تر ټولو زیاته پوځي مرسته کوي په دې اونۍ کې یوځل بیا ژمنه کړې چې خپلو مرستو ته به دوام ورکوي
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي اعلان وکړ چې بنیادي هدف یې د راتلونکي کال لپاره د نړیوالو د مرستو راخپلول دي.
خو څېړونکي د احتیاط یادونه کوي او وايي امریکا او جرمني د روس په وړاندې جګړه کې له اوکراین سره ډېر نېږدې ګڼل کېدای شي.
د امریکا غږ خبریالې سېنډي سېن راپور درته مجاهد جواد وړاندې کوي.