لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د طالبانو حکومت نه د حافظ ګل بهادر د نیولو اؤ پاکستان ته د سپارلو غوښتنه کړې ده


دپاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې د نهې - سه شنبې په ورځ پخپل بیان کې ویلي په اسلام اباد کې د افغان سفارت استازی د پاکستان خارجه دفتر ته بلل شوی او اوړمه ورځ د بنو بکاخیل سیمه کې په امنیتي ځواکونو د یو افغان ترهګر لخوا په شوي ځانمرګي برید ورته سخت احتجاج شوی دی.
دپاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې د نهې - سه شنبې په ورځ پخپل بیان کې ویلي په اسلام اباد کې د افغان سفارت استازی د پاکستان خارجه دفتر ته بلل شوی او اوړمه ورځ د بنو بکاخیل سیمه کې په امنیتي ځواکونو د یو افغان ترهګر لخوا په شوي ځانمرګي برید ورته سخت احتجاج شوی دی.

پاکستان له افغانستانه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.

دپاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې د نهې - سه شنبې په ورځ پخپل بیان کې ویلي په اسلام اباد کې د افغان سفارت استازی د پاکستان خارجه دفتر ته بلل شوی او اوړمه ورځ د بنو بکاخیل سیمه کې په امنیتي ځواکونو د یو افغان ترهګر لخوا په شوي ځانمرګي برید ورته سخت احتجاج شوی دی.

دخارجه دفتر ویاندې ویلي چې د ټي ټي د وسله والو یوې ډلې چې د حافظ ګل بهادر ډلې په نوم یادیږي د دغه بريد ذمه واري قبوله کړې ده.

په افغانستان واکمنو د طالبانو حکومت یا په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د واکمنو طالب چارواکو استازو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

د پاکستان د خارجه دفتر بیان وایي د پاکستان لخوا د افغان سفارت استازي نه غوښتنه شوې ده چې د دغه پېښې بشپړې پلټنې وکړي اؤ پېښه کې د ککړو کسانو پرضد کوټلي ګامونه واخلي. بیان وایي پاکستان له افغانستانه غوښتي چې پخپله خاوره کې د ترهګرو د مرکزونو او ترهګرو پر ضد دې زر تر زره اقدام وکړي، حافظ ګل بهادر دې ونیسي او پاکستان ته دې یې وسپاري.

دغه راز د افغان سفارتي استازي نه غوښتل شوي چې دافغانستان خاوره باید ترهګر د پاکستان پرضد د بریدونو اؤ ترهګرۍ لپاره ونه کاروي.

د نومبر په 26مه د بنو په بکاخېل سیمه کې په موټر سایکل ناست یو ځانمرګي تن د امنیتي ځواکونو د کاروان ترڅنګ ځان الوځولی ؤ چې په دغه چاودنه کې دپوځ د وینا له مخې دوه ولسي وګړي وژل شوي او درې پوځيان او درې ملکي وګړي ټپيان شوي وو.

خو ازادو سرچینو بیا په دغه پېښه کې د ژوبلو عسکرو اؤ ملکي کسانو شمیره 21 ښودلې وه.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ايس پي آر ترمخه د سکيورټي فورسز په قافله يو موټر سائيکل سور تن حمله کړي ده ، دخودکش حمله کوونکي پېژندګلو یو افغان وګړي په توګه شوې ده چې تعلق یې د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې سره دی.

پاکستان په دې وروستیو کې پرله پسې تورونه لګوي چې د پاکستان دننه د کېدونکې ترهګرۍ پلانونه په افغانستان کې پټ د ټي ټي پي ترهګر تیاروي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي د افغانستان خاوره د هیچا پرضد کارروایۍ له نه ورکوي.

د روانې مياشتې (نومبر) په اتمه نېټه د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".

کاکړ زياته کړې وه، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو له بده مرغه داسې ونه شول".

کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".

خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزيراعظم دعوو او تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".

هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".

"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي"

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG