پاکستان
د موسمي بدلون کلنۍ غونډه د نومبر 30م څخه په دوبۍ کې پیل کيږي
د ملګرو ملتونو د موسمي بدلون کلنۍ غونډه چې د (COP 28) کانفرس په نوم پیژندل کیږي، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د نومبر 30 م نه پیل کيږى او د دسمبر 12م پوري به روانه وي.
د مطبوعاتى رپوټونو له مخې، دا کانفرس په داسې مهال تر سره کيږي چې لوړپوړو ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې نړۍ د موسمياتى بدلون اهدافو له پوره کولو څخه لرې ده.
ټاکل شوې چې د برتانیه پاچا چارلس III په ګډون د نړۍ 167 مشران به په دي کانفرس کي برخه اخلي. خو
د امريکا صدر جو باىډن، د چين صدر شى جن پنګ او د روس صدر ولادي مير پوټن به دي مهم کانفرس کى ګډون نه کوي٠
په دې کانفرس کې د نړۍ ترټولو مهمې غونډې کیږي چې د موسمى بدلون سره د مبارزې څرنګوالي په اړه بحث کوي.
د کېتولېک عیسایانو مشر پوپ فرانسېس تېره میاشت خبرداری ورکړی وو چې "هغه نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو د سقوط په حال کې ده٠"
د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتېریش د نړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې د موسمى بدلون سره د مبارزې لپاره عملي ګامونه واخلي٠
د پاکستان نګران وزير ا عظم انوار الحق کاکړ هم د موسمياتي بدلون ستونزه د پاکستان قامي سلامتيا ته يو خطر ګرځولې او ټاکل شوې ده چې هغه به د نومبر په ديرشمه نيټه په دوبۍ کې د موسمي بدلون په اړه د کوپ-28 په کانفرنس کې ګډون کوي۔
د فوسېل فیول « د انرجۍ د غیر تجدید وړ سرچینو لپاره عمومی اصطلاح » او په کاربن اخراج باندې قابو موندل به د 13 ورځنۍ سرمشریزې غونډې د ايجنډې مهم ټکي وي.
د موسمي بدلون سره د موافقت لپاره د هېوادونو سره د مرستې لپاره نړیوال فنډونه به هم په بحثونه وشي ځکه چې مخ پر ودې هیوادونه د پرمخ تللي او صنعتي هېوادونو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
د زیانونو او تاوانونو یو مهم فنډ تیر کال موافقه وکړه چې د بې وزلو هیوادونو سره مرسته وکړي ترڅو د موسمى بدلون د منفي اغیزو اداره کولو کې مرسته وکړي.
د نړۍ مشران د (COP 27) کانفرس وروسته فنډ جوړولو سره موافقه شول، خو دوی د ټولو مهمو پوښتنو چې کوم هېوادونه به په دی کي مالى مرستې کوي او د موسمى بدلون څخه سخت اغيزمن هېوادونو ته به څومره پيسې ورکوى، په دي اړه موافقې ته رسیدو کې پاتې راغلي٠
تمه ده چې COP28 به د اوږدې مودې لپاره د نړۍ د تودوخې لوړوالی کچه د 1.5 سینټي ګریډ ته محدوده کړي، کوم چې د ملګرو ملتونو د اقلیم ساینس اداره وايي د اقلیم د بدلون د ناوړه اغیزو مخنیوي لپاره خورا مهم دی. خو دا به د زهرجن ګېسونو په اخراج کې سخت کمولي ته اړتیا ولري ، دا وايي - د 2019 کچې څخه تر 2030 پورې 43 فیصدي کمښت.
د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وي او اې ډيوه ته ویلي چي موسمياتي بدلون يوه نړيواله مسله ده او تېر کال د موسمياتي بدلون له کبله د نقصان د ازالې لپاره په نړيوال مالي فنډ کې پرمختګ شوی او هيله لري چې دغه فنډ به د پاکستان مالي ملاتړ وکړي.
زهره بلوچ وایي حقيقت دا دی چې په نړيواله کچه څومره هم موسمياتي بدلون کيږي په هغه کې د وروسته پاته هيوادونو برخه ډيره کمه ده او د پرمختللو هيوادونو برخه زياته ده، هغه وایي:
"په دې اړه شمار شمېرې ډېرې واضح دي ولې موږ په دې بحث کې نه پرېوزو چې څوک د نړيوالې تودوخې او د ماحول د خيچنوالي زيات زمه دار دي خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د موسمياتي بدلون د سېوا کيدو مخه به څنګه نيول کيږي".
ماهرين وايي دا خبره په ډاګه ده چې پاکستان د اوبو د کمي اړخ ته په توندۍ سره روان دی او که چېرې دلته اوبه کميږي نو د دې ژور اثر به د پاکستان دننه د خوراک په تحفظ کيږي او د دې امکانات ډېر سنګين دي او سملاسي توجه غواري.
په 2022م کال کې د طوفاني بارانونو او سیلابونو لکبله د پاکستان زرعي څانګې ته سخت زيان رسېدلې وو او حکومتي شميرې ښايي چې د سيلاب لکبله درې دريشت مېلينه خلک هم متاثره شوې دي او اقتصاد ته يي د دريشت بلينه ډالرو نقصان اړولې دې ۔
د موسمياتي بدلون په اړه کار کوونکي وايي په پاکستان کې 90 فيصده اوبه په زراعتو کې کارول کيږي او په کومه توندۍ سره چې ګليشېر ويلي کيږي نو داسې ښکاري چې په راتلونکو شلو کلونو کې د اوبو دا کچه به نيميايي کمه شي او ابادي به زياتيږي.
د ماحولياتي چاره ماهره عايشه خان وي او اې ډيوه ته ویلي "پاکستان ته د موسمياتي بدلون د مقابلې او دې سره د خپل ځان د موافقت ضرورت دی خو د دې ټولو څيزونو لپاره پيسه پکاره ده کومه چې پاکستان سره نه شته او بايد دا ملک د دې لپاره پیسې راپيدا کړي".
لکه څنګه چې پاکستان روانه اونۍ په دوبۍ کې د نړیوال موسمى بدلون کانفرس (COP28) کې دوامداره او پراخ نړیوال ملاتړ غواړي، نړيوالې مالياتي ادارې د پاکستان حکومت ته ویلي چې د مالي کال 2024-25 لپاره بجټ کي باید په عملي توګه ګامونه پورته کړي.
See all News Updates of the Day
د چین ځانګړی استازی: په افغانستان کې تر 20 ډېرې ترهګرې ډلې فعالې دي
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شاویونګ په افغانستان کې د «20 ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه» ښودلې او له دې پلوه چین او د سیمې نورو هېوادونو ته د ور پېښ ګواښ په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
نوموړي د بیجینګ د خبرو اترو د مرکز سره په مرکې کې وویل: «د امریکا تر حضور مخکې په افغانستان کې د ترهګرو یوه یا دوې ډلې وې، خو اوس څه باندې ۲۰ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالیت لري.»
د چین دغه ځانګړي استازي د کومې ځانګړې ډلې نوم وانخیست، خو چین په افغانستان کې د "شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ" د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه. تېرکال د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي وو: «طالبان په لیکلې بڼه ژمنه کوي چې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو تروریستي اعمالو او فعالیتونو ته به اجازه نه ورکوي. »
طالبان دا نه مني چې په افغانستان کې دې ترهګرې ډلې وي او وايي چې چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو په ضد ګټه واخلي. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د چین د دغه دیپلومات د څرګندونو په اړه ویلي: «دا اندېښنه چې په افغانستان کې خپلسرې ډلې شته، په ځای نه ده. اوس افغانستان امن دی.»
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي دي چې هېواد يې په افغانستان کې د نفوذ او یا کنترول په لټه کې نه دی. وايي چين یو سوله ییز او با ثباته افغانستان غواړي او «د معتدل او همه شمول حکومت» په جوړېدو یې ټېنګار وکړ.
په 2021 کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو څخه وروسته، د متحدو ایالتونو یو شمېر چارواکو اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د چین نفوذ مخ په زیاتېدو دی. د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا هم ویلي وو، چې د باګرام هوايي اډه، چې یو مهال د امریکايي ځواکونو مرکز و، اوس د چین په لاس کې دی.
خو د چین استازي وویل: «چین په افغانستان کې د تلپاتې سولې، دوامداره ثبات او بیا رغونې د چارو ملا تړي. په دې کې د یو ملي سیاسي چوکاټ جوړېدل، د یو معتدل او همه شمول حکومت تشکیل، د بشري او انکشافي مرستو دوام او د امنیت ښه والی- په ځانګړي ډول د سایبري امنیت او د دوه اړخیزو همکاري- شامل دي.»
د افغانستان لپاره د چین دغه ځانګړي استازي وویل چې هېواد یې په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره ۶۴ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
چین د هغو څو هېوادونو په ډلې کې و، چې په افغانستان کې یې د جمهوریت د سقوط پر مهال په کابل کې خپل سفارت بند نه کړ او بیا یې د طالبانو د دیپلوماتانو باور لیکونه هم ومنل، خو لا یې د نورو هېوادونو په څېر، د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
نوموړي په افغانستان کې بشري حقونه او د ښځو تعلیم یوه فرعي ستونزه وبلله. ملګري ملتونه او د لویدیځ هېوادونه دا مسئله جدي ګڼي او له طالبانو سره د تعامل لپاره بشري حقونو ته درناوی، د ښځو تعلیم او د همه شمول حکومت جوړېدل شرط ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې طالبان باید په افغانستان کې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلام اباد اندېښنه جدي وګڼي او د پاکستان د خلکو زغم دې نه ازمايي. خو طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.
يادونه: د وي او ای اشنا په مننه
د پاکستان او افغانستان تاجران: د پښتونخوا حکومت ټېکس لګول د افغانستان سره سوداګري اغېزمنوي
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکي وايي، د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا د صوبې څخه افغانستان ته په وړونکو سوداګریزو توکيو دوه فيصده ټېکس، ماليې لګول کېدو سره د دواړو ګاونډي هيوادونو تر منځ سوداګري اغېزمنيږي.
دوی وايي د نړيوالو اصولو ترمخه بايد پاکستان د ټېکس خمتولو ترڅنګ د ټرانزټ په وړاندې ټول خنډان لرې کړي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري وده وکړي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د افغانستان او منځنۍ اسيا ترمنځه دوه اړخيزه او ټرانزيټي صادراتو کې په لوی کچه کمي باندې ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د ګډې خونې خبرپاڼه کې ويل شوي، د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا لګول شوی دوه فيصده ټېکس او نور اقتصادي خنډان د پاکستان اقتصادي سيالي او سيمه ييز اقتصادي ثبات اغيزمنوي.
افغان تاجران وايي د پاکستان له خوا په ټرانزيټي توکيو او صادراتو ټېکسونه لګول او وخت په وخت د لارو بندېدو په نتيجه کې سوداګر په بدلو لارو تجارت کولو ته اړ شوي دي.
د پاک افغان د سوداګرۍ ګډې خونې اجراوي رييس نقيب الله ساپی وايي، "دې ټېکس مسايل جوړ کړي دي د پاکستان او افغانستان په تجارت کې يعنې د افغانستان او پاکستان تجارت دې زيانمن کړی دی او اوسمهال د کراچۍ د لارې څخه افغان تاجران اغېزمن کېږي او دوی نورو لارو ته لکه بندر عباس ته، ټرانزټ په هغه لاره راځي، د تورخم او غلام خان لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځه مهمه لارې دي نو په دغې لارو هم تجارت ختمېږي".
سوداګر وايي د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا دوه فيصده ټيکس لومړی پړاو کې د پاکستان په صادراتو لګول شوی وو، بيا د افغانستان په صادراتو چې د پاکستان نه ټرانزټ کېږي او اوس په نومبر مياشت کې د کراچۍ لارې څخه راتلونکي ټرانزيټي توکيو باندې هم ولګول شو.
دوی وايي د پاکستان په صادراتو د دې ټېکس لګېدو وروسته په افغانستان او منځنۍ اسيا کې د پاکستاني مالونو قيمتونه هم لوړ شوي دي چې دواړو اړخونو ته يې توان رسېږي.
په جلال اباد کې د سوداګرۍ د خونې غړی او تاجر زلمی عظيمي وايي،"مونږه د پاکستان سره چې کوم اپټا قرارداد لرو د هغې مطابق دا مونږه سره ظلم دی، ټرانزټ باندې چې دوی کوم دوه فيصده ټېکس کراچۍ پورټ کې اخلي دا په څلورو کنټېنرو لکه يو جي ډي باندې څلورنيم لکه پاکستانۍ روپۍ ټيکس اخلي چې د کراچۍ نه دا کنټېرونه افغانستان ته راځي".
تاجران وايي تېر کال د پاکستان حکومت لخوا څه باندې 200 ټرانزيټي توکيو باندې بندېز، په ځينو اجناسو لس فيصده ټېکس لګولو او د بېنک ګرانټۍ لازمي کولو په نتيجه کې شاوخوا 70 فيصده د افغانستان ټرانزټ بندر عباس ته واوړېدو.
دوی د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه کوي چې په وروستيو کې کومې قاعدې وضع کړل شوې او ټيکسونه لګول شوي هغه دې واپس واخلي.
نقيب الله ساپی وايي، "د پاکستان حکومت دې دغه ايس ار اوز واپس واخلي، زوړ چې کوم اپټا قرارداد په منځ کې لرو په هغې کار مخې ته روان شي او د دې ترڅنګ دغه دوه فيصده ټيکس يا حکومت چې بل کوم ټيکس لګوي دا بايد ختم کړل شي، د اسلام اباد او کابل په منځ کې يوه موافقه وشي او په هغې مخکې لاړ شي چونکې هغه موافقه د اپټا شته دی نو هم هغه تمديد شي او هغې ته رای ورکړي".
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ترمخه د دواړو هېوادونو ترمنځه تجارت چې يو وخت یې حجم دوه اعشاريه پينځه ميليارده ډالره وو او تمه کېده چې پينځه ميليارده ډالره ته ورسېږي، د هغې په ځای د پام وړ کموالي سره مخ شوی دی.
د بنو جاني خېلو کې په وسله وال بريد کې د دوو قامي مشرانو په ګډون څلور کسان وژل شوي
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د جاني خېل په سیمه کې د نامالومه وسله والو لخوا د يو قامي مشر حاجي شودي خېل په ګاډي برید شوی، په نتیجه کې یې د دوو سیمه ییزو مشرانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه، او ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.
پولیسو ویلي، پېښه د بنو د بکا خېل سر په پوله د جاني خېل سپین تنګي سیمه کې هغه وخت شوې، کله چې حاجي شودي خېل د خپلې کورنۍ سره په خپل شخصي ګاډي کې بنو ښار ته روان وو.
د پوليسو په وينا، وسله والو ورته د وړاندې نه کمین نیولی وو، د هغه په ګاډي یې ناتاره ډزې کړي دي. په ډزو کې حاجي شودي خېل، یوه ښځه، او دوه نور کسان په ځای وژل شوي، او څلور کسان ژوبل شوي، بنو ښار کې روغتون ته وړل شوي دي.
د بنو روغتون چارواکو ویلي، په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي. د ډاکټرانو په وینا، د ټپیانو حالت نازک دی، او هغوی ته بېړنۍ طبي مرسته ورکول کېږي.
پولیسو ویلي، د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي، او د حاجي شودي خېل د کورنۍ په وینا، نوموړي له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده. پولیسو د نامالومو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده. د سیمې د چارواکو په وینا، بریدکوونکي له پېښې وروسته د موقعې څخه تښتېدلې دي.
د جاني خېل مشرانو او د پی ټي ایم فعالو د دې پېښې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د جاني خېلو د قامي جرګې غړي او پی ټي ایم فعال لطیف وزیري وویل، په دې سیمه کې د ناامنۍ کچه په تېرو څو کلونو کې په بې ساري ډول لوړه شوې ده، او یواځې په تېرو څو میاشتو کې د 100 نه زیات کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.
هغه وویل په وژل شويو کسانو کې قامي مشران، زنانه، تنکي ځوانان او په ایف سي ځواک کې دنده کونکي کور ته په رخصتيو راغلي اهلکار شامل دي.
نوموړي زياته کړه، په علاقه کې په هر لور د پوځ چيک پوستې دي، خو بیا په پټه کسان راشي وژنې وکړي او وتښتي.
د لطیف وزیري په وینا دا پېښې بیخي نورې د زغملو وړ نه دي. او د متاثره کورنۍ سره صلاح کولو وروسته به اینده تګلاره جوړوي.
د سیمې یوه بل مخور مشر، ملک مویز د حاجي شودي خېل وژنه د علاقې لپاره یوه لویه ضایعه وبلله. د هغه په وینا، حاجي شودي خېل د یو تکړه او دلیل لرونکي مشر په توګه پېژندل کېده، چې تل یې د خپل قوم لپاره مبارزه کوله.
هغه وویل علاقه یې د اوږدې مودې نه د ناامنۍ ښکار ده په کال 2009م کې دغلته عملیات شوي خو د ناامنۍ پېښې پکې بیا دوام لري.
د سیمې اوسېدونکي د ناامنۍ د پېښو د دوام په اړه اندېښمن دي او په ورستیو کې پرله پسې د ناامنۍ پرضد یې لویې ولسي غونډې کړي، او غونډو ته په وينا کې یې د حکومت نه غوښتنې کړي، چې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره کلک اقدامات وکړي.
د دوی په وینا، په سیمه کې د پوځیانو موجودګۍ باوجود دا ډول پېښې د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.
په 25مه جولايي د صوبې وزیراعلا علي امين ګنډاپور یوې احتجاجي ولسي غونډې ته په وينا کې ژمنه کړې وه، چې دا سيمه به د هر ډول ناامنۍ څخه پاکوي.
خو ځايي خلک وايي ناامني ورځ تر بلې سیوا کې کیږي مرکزي او صوبايي حکومتونو له خوا دې ناامنۍ ته سنجيدګي نه ښودل کیږي.
ټانک کې د پوليو رپوټ شوې، پاکستان کې سږ کال د پوليو پېښې 50 ته ورسېدې
پاکستان کې د پوليو نوې پېښه د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې رپوټ شوې، په روان کال 2024م کې پاکستان کې د پوليو د پېښو شمېره 50 ته ورسېده.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، د ټانک ضلعې په مولازي يونين کونسل کې د 20 مياشتو ماشومه پوليو وهلې ده.
ويل شوي، پاکستان کې د صحت د قامي ادارې ليبارټرۍ په ماشومه کې د پوليو وايرس تاييد کړی دی.
د تازه پېښې سره سږ کال خېبرپښتونخوا کې د پوليو د پېښو شمېره 11 ته ورسېده.
پښتونخوا کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو درې پېښې په ډېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت او کوهاټ کې دوه دوه، مومندو او نوښار کې يوه يوه پېښه مخې ته راغلې ده.
پاکستان کې سږ کال د تازه پېښې سره د ټولو پېښو شمېره 50 ته ورسېده.
سږ کال په ملک کې د پوليو تر ټولو زياتې پېښې بلوچستان صوبه کې 24 رپوټ شوي دي.
په سيند صوبه کې 13، خېبرپښتونخوا کې 11 او پنجاب او پايتحت اسلام اباد کې يوه يوه پېښه معلومه شوې ده.
د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او ) په دې وروستيو کې پاکستان کې د پوليو پېښو زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.
د دوی په وينا، د افغان کډوالو د زیات شمېر راستنېدو او په پاکستان کې د پوليو ټيمونو ته د امنیت ګواښونو له امله د دې ناروغۍ مخنیوی له لویو ستونزو سره مخ دی.
په پاکستان کې 1994 کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
وسله والو خېبر کې اته پاکستاني پوځيان وژلي، بنو کې یې اووه پوليس تښتولي
پاکستاني چارواکو د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي، وسله والو د افغانستان سره پولې ته نزدې د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې د امنيتي ځواکونو په قافله بريد کړی لږ تر لږ اته پاکستاني پوځيان یې وژلي دي. بله پېښه د صوبې په جنوبي ضلعه بنو کې شوې، وسله والو اووه پوليس اهلکار تښتولي دي.
د پاکستان پوځ تراوسه پورې د خېبر ضلعې د پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
امنيتي سرچینو وي او اې ته ويلي، پوځيان د عملياتو وروسته خپل کېمپ ته ستنېدل، په لاره کې پرې بريد شوی دی.
چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، برید کې درې پوځيان ژوبل شوي، د يو ژوبل روغتيايي حالت سخت ښودل شوی دی.
ويل شوي، د بريد وروسته د وسله والو سره نښته کې څو وسله وال هم وژل شوي دي.
پرون د خېبر ضلعې ځايي خلکو وي او اې ډيوه ته ويلي وو، په تيرا سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمينځ نښته شوې او دواړو خواو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې وې.
د ځايي خلکو په وينا د تيرا د ملک دين خېلو په باغ مرکز کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د درنو او سپکو وسله والو نښته شوې وه.
بل اړخ ته صوبې په جنوبي ضلعه بنو کې پرون د 18م نومبر په ماښام ګڼو وسله والو په امنيتي پوسته برید کړی، وسله په لاس اووه پوليس یې تښتولي دي.
پولیس چارواکو ويلي، په سيمه کې یې د لټون عمليات پيل کړي دي.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو او افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو کې په وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي، د زیاترو زمه وارۍ يې تحريک طالبان پاکستان منلي دي.
خېبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان صوبه کې د بلوڅ بېلتون خوښو لخوا د پاکستان په امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.
اسلام اباد کې د غېر دولتي ازادي څيړنيزې ادارې [سي آر اېس اېس] ترمخه سږ کال تراوسه پورې د 1100 نه زیات امنيتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو تحریک طالبان ترهګره ډله ګرځولې ده، او امریکې بلوڅ لبرېشن ارمي [بي اېل اې] ډله بهرنی ترهګر تنظيم ګرځولی دی.
بي اېل اې تېره اوونۍ د دوو بریدونو زمه وارۍ منلې، په دغو بریدونو کې يو په کوټه کې په رېلوی سټېشن کې شوی ځانمرګی برید شامل وو، په دغو بريدونو کې 34 پوځيان وژل شوي وو.
د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
د افغانستان د بيا رغونې د چارو څارونکې امریکايي ادارې سيګار روانه مياشت ويلي، دا تر اوسه نه ده څرګنده چې طالبان دې ته رضا دي او وړتيا هم لري کنه، چې افغانستان کې د ترهګرو ځالې ختمې کړي او د بهرنيو ترهګرو د ورتګ مخه ونيسي.
سيګار کانګرس ته په خپل درې میاشتني رپوټ کې د ملګرو ملتونو د رپوټ په اساس ويلي، القاعده په افغانستان کې اته تربيتي کېمپونه لري، او دا کېمپونه د تحریک طالبان پاکستان جنګيالو ته تربيت او اسانتياوې هم برابروي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارنې ډلې خبرداری ورکړی، د القاعده اړوند ډلو او تحریک طالبان پاکستان تر منځ همکاري کېدی شي او دا همکاري د سیمې او نړیوال امنیت لپاره جدي خطرونه جوړولی شي.
Forum