لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: د پولیو ضد ډلو په ساتونکو پولیسو په یوه ورځ دوه بریدونه شوي چې یو عسکر پکې وژل شوی، بل ژوبل شوی


د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د چهارشبنې په ورځ د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکو ټیمونو په حفاظت مامورو پولیسو باندې په یوه ورځ دوه وسله وال بریدونه شوي چې یو پولیس عسکر پکې وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د چهارشنبې په ورځ د بنو په منډان روډ موټر سایکل سپرو وسله والو د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې په ساتونکي یو پولیس عسکر ناتاره ډزې کړې دي چې پکې هغه ځای پر ځای وژل شوی دی.

پولیس سرچینې وایي دغه پولیس عسکر د دندې ترسره کولو لپاره روان ؤ چې وسله والو پرې برید کړی اؤ بیا تښتیدلي دي.

تر دې پېښې څو ساعته وړاندې وسله والو بنو کې د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې په دوؤ ساتونکو نورو پولیس عسکرو هم ډزې کړې وې چې یو عسکر پکې ژوبل شوی ؤ.

د دغه پېښې په هکله د بنو پوليس وياند حنظه الله وي او اې ډيوه ته ويلي وؤ، سهار وختي د پوليو ټيم په ساتنه مامورو دوو پوليسو باندې د بسي خېل تاڼې په حدودو کې نامعلومو وسله والو بريد کړی چې يو پوليس پکې ژوبل شوی دی.

تر دې دواړو پېښو وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ پولیس وایي په سیمه کې یې د هغوي د لټون لپاره عملیات پېل کړې دي.

تحریک طالبان پاکستان د دې پېښو ذمه واري پخپله غاړه اخستې ده.

په بنو کې د رامنځته شوؤ دې پېښو نه یوه ورځ وړاندې په قبایلي ضلعه باجوړ واړه ماموند سیمه کې هم وسله والو د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې په حفاظت مامورو پولیسو باندې برید کړی ؤ خو د باجوړ پولیسو وینا په دغه برید کې کومه مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې د یو تازه رپورټ له مخې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه په پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 806 پېښې مخې ته راغلي دي چې دې کې 246 پولیس په نخښه کړل شوي دي.

خېبر پښتونخوا کې د پولیو ضد پروګرام خلاف له یوې اوږدې مودې راهسې مقاومت اؤ پروپېګنډې کیږي اؤ د صوبې بیلابیلو سیمو کې وخت په وخت په پولیو ضد څاڅکو ورکوونکو ډلو اؤ د هغوي په ساتونکو پولیسو وسله وال بریدونه هم شوي دي چې پکې په شلګونو د پولیو ضد کمپاین کارکونکي اؤ پولیس عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG