لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان حکومت د بالاچ مولابخش د وژنې د پېښې د پلټنو دپاره کميټي جوړه کړې


د پاکستان د بلوچستان صوبايي حکومت د وژل شوي بلوڅ ځوان (بالاچ مولابخش) د وژنې د پېښې د پلټنو دپاره کميټي جوړه کړې ده، د بلوچستان سي ټي ډي پوليس د نومبر د 22مې او 23مې په مینځنۍ شپه کې په تربت سيمه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه کړې وه، د وژل شویو کسانو شناخت د بالاچ مولا بخش، سېف الله، ودود او شکور په نومونو شوې وه.

د بالاچ د وژنې پرضد د هغه کورنۍ او علاقې خلکو د هغه د جسد سره احتجاج پېل کړی، د سي ټي ډي پوليس پرضد د مقدمې درج کولو او پېښې د پلټنو غوښتنه کوي.

پرون د بالاچ جسد يا مړی خاورو ته سپارل شوی خو احتجاجي پرلت دوام لري.

د بلوچستان حکومت د اعلامیې ترمخه، په 27 نومبر د سيکرټري فشريز، د کوټې د ډي آی جي، د کېچ د مرستیال کمشنر او ګوادر د اېس ېس پي ګډه کميټي جوړه کړی شوې او کميټي به د بالاچ مولا بخش د وژنې د پېښې پلټنې کوي.

ویل شوي کمیټي به په 15 ورځو کې پلټني ترسره کوي.

د بالاچ کورنۍ وايي هغه د اکتوبر په وروستيو کې د شپې په مهال په ساده جامو کې کسانو د کوره پورته کړی، د بې درکۍ وروسته یې په 20م نومبر بيا د هغه ګرفتاري ښکاره کړې، مقدمه پرې درج شوې په 21م نومبر عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت د سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو په ريمانډ ورکړی وو.

د بالاچ مشر ورور اجمل وایس اف امریکا ته ويلي وو، خوشحاله وو چې ورور یې راڅرګند شو، خو دوی ته نه وه معلومه چې بله ورځ به بالاچ په جعلي مقابله کې ووژل شي.

سي ټي ډي د نومبر د 22مې او 23مې ترمنځ شپه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه کړې وه.

د وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز ترمخه د وژل شویو څلورو واړو کسانو شناخت په هغو کسانو کې شوی چې بې درکه وو او معلومات يې د تنظیم سره موجود وو. خو سي ټي ډي دا خبره رد کړې ده.

سي ټي ډي د وژل شویو کسانو پېژندګلو د بالاچ مولا بخش، سېف الله، ودود او د شکور په نومونوکړې وه.

د بالاچ خپلوانو، مدني او د سیاسي ډلو فعالانو بيا احتجاجي پرلت پېل کړی او غوښتنه یې کړې، چې د هغه د وژنې د تحقیقاتو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي او د سي ټي ډي خلاف دې مقدمه درج شي.

د بلوچستان بار کونسل یا د وکیلانو اتحاد د نومبر په 23مه د عدالتونو نه بایکاټ کړی او د مسلسل احتجاج وروسته جج د جسټس اف پيس اختیار استعمال کړی وو، پولیس ته يې د سي ټي ډي خلاف د اېف ايي ار د درج کولو حکم کړی خو د رپورټونو ترمخه د سي ټي ډي خلاف مقدمه نه ده درج شوې.

سي ټي ډي دعوه کړې چې بالاچ د بلوچستان لېبرېشن ارمي، بي اېل ای، نومې تنظیم غړی وو.

د سي ټي ډي ترمخه د تفتیش په مهال بالاچ اعتراف کړی وو چې هغه هدفي وژنې او بمونه ښخ کړي او چاودېدونکي مواد یې خپلو ملګرو ته وړلي وو چې هغوی ترې په موټر سایکل کې لګېدونکی بم تیار کړي وو او په تربت ښار کې یې ترهګري کول غوښتل.

د سي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې چې د بالاچ په انکشاف سي ټي ډي ټیم جوړ کړی او د پېښې ځای ته په رسېدو ترهګرو ډزې شروع کړې او بالاچ د ترهګرو په ډزو کې وژل شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG