لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم کاکړ:د ترهګرۍ خلاف به تر هغې جنګېږو تر څو چې  مو د دې نوغی نه وي ویستي


د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي د ترهګرۍ پرضد جګړه به تر هغې پرمخ وړل شي تر څو چې هیواد نه په بشپړ ډول د ترهګرۍ نوغی نه وي ویستل شوی.

ښاغلي کاکړ په ګلګت بلتستان کې د نامعلومو وسله والو لخوا د مسافرو په ګاډي شوي برید کې په رامنځته شوې مرګ ژوبله خفګان ښودلی اؤ ددغه برید یې په سختو ټکو غندنه کړې ده.

وزیراعظم ویلي د بېګناه وګړو وینه تویول د ترهګرو د بزدلۍ ثبوت دی خو هغه زیاته کړې ده چې حکومت به د ګلګت بلتسان د امن تالا ترغۍ کولو هڅې کامیابېدو ته پرې نه ږدي.

تېره ورځ [خالي/شنبې) د ګلګت بلتستان به چلاس سیمه کې نامعلومو وسله والو د مسافرو په یو بس ډزې کړې وې چې له امله یې دغه بس په سړک د یو بل ټرک سره ټکر شوی ؤ.

په دغه پېښه کې اته کسان وژل شوي اؤ د دیامر ضلعې ډپټي کمشنر عارف احمد رسنیو ته ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان دننه د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې چې د عامو وګړو تر څنګ په کې ګڼ شمیر امنیتي چارواکي هم وژل شوي دي.

د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي پرون د خالي/شنبې په ورځ د ټي وي یو پروګرام کې ویلي د تېرو اتوؤ میاشتو راهسې هیواد کې ترهګري 78 فیصدي زیاته شوې ده اؤ د ترهګرۍ په زیاتېدو کې بلوڅ بېلتون خوښې ډلې اؤ ټي ټي پي ستر چیلینجونه دي.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز هم پخپل تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د نومبر په میاشت کې رياست مخالفه پېښې سېوا شوي دي اؤ څېړونکي نظر لري چې د خپلو بریدونو زیاتولو له لارې ټي ټي پي په پاکستان فشار زیاتول غواړي.

د څېړنيزې ادارې پېکس شمېرې ښیي چې د نومبر میاشت کې دپاکستان دننه په 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنیتي اهلکارو او 33 ملکي وګړي په ګډون 83 کسان وژل شوي دي.

دا شمېرې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د پاکستان حکومت هم د ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه "افغانستان کې د مېشت" تحريک طالبان پاکستان پرضد د عملیاتو په غوښتنه د افغان طالبانو په رد عمل مايوسي څرګنده کړې ده.

د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ تېره ورځ ویلي ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټې ځالې لري او پاکستان د هغوي په مستقل موجوديت سنګينې اندېښنې لري او دغه ډلې په پرله پسې ډول پاکستان کې حملې کوي چې له کبله یې مرګ ژوبله اوړي.

خو په افغانستان واکمنو طالبانو بیا په پرله پسې ډول د پاکستاان دا تورونه رد کړي دي چې ګنې ټي ټي پي دافغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG