لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه بلوچانو د پاره په اسلام اباد کې خاموش احتجاج په 13مه ورځ هم روان دی


د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې له تېرو ديارلسو ورځو راهيسې د لادرکه شويو بلوڅانو د کورنيو خاموش احتجاج روان دی.

مظاهره کوونکي په سخت ژمي کې د نيشنل پریس کلب مخې ته په خیمو کې ناست دي، په لاسونو کې یې ليکلې لوحې يا پلې کارډونه نیولي او د هغو ورکو بلوڅانو د راپيدا کولو غوښتنه کوي چې د دوی په وينا د حکومتي ادارو لخوا په زوره لادرکه کړی شوي دي.

دا احتجاج کوونکي وايي غږ اوريدلو ته یې څوک هم تيار نه دي او تر اوسه لا دوی سره هېڅ يو حکومتي چارواکي اړیکه نه ده نیولې.

دوی ژمن دي تر څو چې یې بې درکه عزیزان خوشي شوي نه وي د خپلو غوښتنو او احتجاج نه به په شا نه شي.

سایره بلوچ چې دوه وروڼه يې، اصف او رشيد بلوچ د تېرو شپږو کلونو راهيسې لادرکه دي وايي د بلوڅانو خبره اوريدلو ته په پاکستان کي هيڅوک تيار نه دي.

سايره بلوچ وي او ای ډيوه ته وايي، "زمونږ عزيزان دې بازياب کړی شي او بلوچستان کي چې کومې د بشري حقونو سرغړونې روانې دي د دې په ضد دې ګامونه پورته کړی شي، که پاکستان دا کار نه شي کولی نو نړيوالې ادارې ولې په دې هر څه غلي دي".

د سایره بلوچ په وينا د غزې پټۍ نه "زياته نسل کشي" په بلوچستان کي کيږي. هغه وایي‌ د غزې د بشري حقونو سرغړونو بانېي خو دا ادارې خبرې کوي خو د بلوچستان لپاره ولې غږ نه شي پورته کولی.

خو د پاکستان پوځ او امنيتي ادارې پرله پسې د لادرکه خلکو د کورنيو دا تورونه ردوي او وايي دا بې درکه کسان کېدای شي د بلوچ بېلتون خوښو په ډلو کې ورګډ شوي او امنيتي ادارو سره وخت په وخت په نښتو کې وژل شوي وي او يا افغانستان او ايران ته تښتېدلي وي.

په دې وروستيو کې د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي اسلام اباد هايکورټ ته ويلي وو چي په لادرکه خلکو کې هغه کسان هم شامل کړی شوي دي څوک چې د کور نه مرور وي او يا افغانستان ته تللي دي.

د اسلام اباد په احتجاجي کېمپ کې ناسته د لادرکه جهانزيب مور وايي، د تېرو اتو کلونو راهيسې په سړکونو لوغړيږي خو اواز یې څوک نه اوري. هغه وي‌ او اې ډیوه ته وايي:

"زما زوی د اتو کلونو راهيسې لادرکه دی او مونږ د کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په سړکونو لوغړېږو خو غږ مو څوک هم نه اوري. په دې ميندو خويندو او ماشومانو باندې رحم وکړئ او زمونږ خلک بازياب کړئ".

د لادرکه بلوڅانو د کورنيو غړو د پاکستان په ټولو ادارو بې باوري څرګنده کړه او ويې ويل چې چرته نه ورته هيله وه هغه دروازه یې وټکوله خو چرته نه ورته هم انصاف ور نه کړل شو.

د يو بې درکه تن راشد حسين ورېره ماهزيب بلوچ وايي "تره مې د تېرو شپږو کلونو راهيسې لادرکه دی او دې وخت کې مونږ هر هغه دروازه وټکوله چرته نه راته د انصاف لږه ډېره هيله هم وه خو تر اوسه پورې مونږ ته دا پته نشته چې راشد ژوندی دی او که مړ".

د بلوچستان د لادرکه خلکو غږ پورته کوونکی تنظیم وایس فار بلوچ میسینګ پرسنز او د پښتون ژغورنې غورزنګ مشران دعوه کوي چې د زرګونو په شمېر بلوڅان او پښتانه په زوره لادرکه کړی شوي دي.

خو په دي اړه جوړ حکومتي کميشن او چارواکي بيا د دې شمېرو سره اتفاق نه کوي او وايي حکومتي کميشن ته په دې اړه 8696 د لادرکه خلکو درخواستونه راغلي وو چې پکې 6513 حل کړی شوي دي او 2219 اوس هم تر څارنې لاندې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG