لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ قامپاله ګوندونه: ملکي امنیتي ادارې د بلوڅو په لادرکه کولو او وژنو کې لاس لري خو چارواکي دا ردوي


بلوڅ قامپاله ګوندونه وايي، په بلوچستان کې اوس هم د انساني حقونو سر غړونه کېږي او ملکي امنيتي ادارې د بلوڅانو په لادرکه کولو او وژنو کې لاس لري.

دا خبره د انساني حقوقو د نړيوالې ورځې په تړاو د کوټې د مطبوعاتو په کلب کې د لادرکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز لخوا په یوې جوړه شوې غونډه کې وشوه.

د وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز تنظيم مرستيال مشر ماما قدیر دې غونډې ته په خبرو کې وویل،
"موږ له تېرو پيځلس کالو څخه پر احتجاج يو او تر هغه به پر احتجاج يو چې تر څو زموږ يو تن هم لادرکه وي."

تنظيم تور پورې کوي چې سږ کال ملکي ادارو تر څلور سوو زيات بلوڅ فعالان لادرکه کړي دي.

تنظيم تور لګولې چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۹ جعلي مقابلې شوې چې په کې تر اوسه 200 لادرکه کسان وژل شوي.

حکومتي چارواکي دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان ضد قوتونه داسې پروپېګنډې کوي چې د ملک د بدنامۍ سبب ګرځي.

بلوڅ قامپال/ پخوانۍ سنېټر مهیم بلوڅ وايي،

"دلته بې شماره خلک لادره کول کېږي، په نړۍ کې خو اصول دا دي، که پر چا دې شک دی، او تاسو هغه نيسی نو تاسو خو يو رياست يی، رياست سره ایين او قانون وي او د نړيوالو انساني حقوق پابند وي، نو هغه په عدالتونو کې وړاندې کړي."

دغه ډول پښتون قامپاله سياسي مشران وايي چې په ملک کې چې کوم خلک هم لادرکه دي هغه دې و موندل شي او عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي.

د نېشنل ډیموکرېټېک مومنت د بلوچستان صوبايي صدر احمد جان وايي،

"د دې ورځې په مناسبت موږ وايو چې په پاکستان کې بلوڅان او پښتانه او نور خلک د رياست له خوا لا درکه کړل شوي دي هغه دې وموندل شي او عدالتونو ته وړاندې کړې شي، نه چې په جبري توګه خلک لادرکه کړل شي."

د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير سرفراز بګټي او د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي بيا دا تورونه رد کړي او ويلي چې بلوڅ وسلوال د ملک د دوښمن قوتونو په لمسون د بلوچستان او ملک امنيت خرابوي او د خلکو په وژنو کې لاس لري.

د پاکستان د انساني حقوق کميشن په تيرو ورځو کې بيان خپور کړی او ويلي یې دي چې په بلوچستان کې د امنيتي ادارو له لوري د قانون ضد ګامونه هيڅ جواز نه لري.

کميشن په بيان کې د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې د خلکو پر لادرکه کولو او د وژنې د تورونو په اړه اندېښنه ښکاره کړی او ويلي یې دي چې د داسې پېښو دې په هر صورت مخنيوی وشي او پداسې پېښو کې له ښکېلو کسانو سره دې حساب وشي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG