لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تربت کې د څلورو بلوڅ ځوانانو د وژنې خلاف پیل شوی احتجاجي لانګ مارچ کوټې ته رسېدلی


د بلوچستان له تربت سیمې د بلوڅ احتجاج کوونکو پېل شوی احتجاجي لانګ مارچ شپږ ورځې وروسته کوټې ته رسېدلی، دوی په خپلو سيمو کې د پاکستاني امنیتي ادارو د عملياتو او په هغه کې د ځوانانو د ممکنه وژنې د پېښې د پلټنو تر څنګ په صوبه کې د پوليسو د مقابلو د بندېدو او لا درکه بلوڅانو د موندنې غوښتنه کوي.

احتجاج کوونکو پر شپږم دسمبر لانګ مارچ را ايستلی وو چې د دوشنبې- ګل په ماښام د کوټې سریاب سیمې ته را رسېدلی دی.

د نورو اغېزمنو بلوڅو کورنيو د غړو تر څنګ په دې احتجاج کې تېره مياشت وژل شوي ځوان بالاچ بلوڅ کورنۍ هم شامله ده، دوی وايي انصاف دې ورسره وشي. د وژل شوي ځوان بالاچ پلار مولا بخش وایي:

"زه خپل حق غواړم، زما زوی خو لاړ، چا چې زما زوی او څلور واړه وژلي هغه د ايف سي والا ته دې د مرګ سزا ورکړل شي".

د ترهګرۍ ضد پوليس سي ټي ډي دعوه کړې وه چې د روان کال د نومبر د 22مې او 23مې په منځنۍ شپه یې په تربت کې "څلور ترهګر وژلي" وو.

په وژل شوو کسانو کې بالاچ بلوڅ هم وو، د هغه کورنۍ تور لګولی بلوڅ د اکتوبر په وروستيو کې پاکستاني عسکرو له کوره پورته کړی او پر 20م نومبر بيا د هغه ګرفتاري ښکاره کړل شوې وه.

پر هغه مقدمه درج کړل شوې او په 21م نومبر عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت بيا سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو لپاره په ريمانډ ورکړی وو، خو وروسته د هغه مړی وموندل شو.

سي ټي ډي هغه وخت بيان خپور کړی وو او پکې ويل شوي چې د بالاچ وسلوالو ملګرو د عملياتو پر وخت د پوليسو پر موټر په وړو او لويو وسلو بريد کړی چې د پولیسو په موټر کې ناست بالاچ پکې وژل شوی او د پوليسو په ځوابي ډزو د هغه درې بريدګر ملګري وژل شوي دي.

د بالاچ کورنۍ، بلوچ يکجهتي کمېټۍ او نورو سياسي مدني فعالانو دا جعلي پوليس مقابله بللې او له هغې پېښې راهیسې احتجاج کوي دي.

د بلوچستان حکومتي چارواکي دعوه کوي د بالاچ د وژنې د پېښې مقدمه يې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس چارواکو پرضد درج کړې او د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د حقیقت موندنې کمېټي هم جوړه کړې ده.

احتجاج کونکي وايي د بالاچ په وژنه کې لاس لرونکو ته د سزا ورکولو تر څنګ دې د دوی نورې غوښتنې هم ومنل شي.

د بلوچ يکجهتي کمېټۍ غړې فوزيه بلوڅ دوی له کوټې ښار هم د پرمختللو اراده لري، ځکه چې وایي‌ غوښتنې یې وړې ن دي چې د کوټې له ډپټي کميشنر يا بل چارواکي سره پرې خبرې اترې وکړي:

"زموږ غوښتنه ده چې ټول لا درکه بلوڅان دې وموندل شي، چې کوم لادرکه دي هغه دې ښکاره کړل شي، د سي ټي ډي پوليس چې کومې مقابلې شروع کړې دي دا دې بندې کړل شي".

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي ويلي د بالاچ بلوڅ د وژنې اړوند د احتجاج کوږنکو ټولې غوښتنې منل شوې نو ځکه هغوی اوس د احتجاج يا پرلت کولو جواز نه لري.

تر دې وړاندې جان اڅکزي د سي ټي ډي پوليس هغه مقابله جايز او په هغه کې وژل شوي څلور بلوڅ ځوانان يې ترهګر بللي وو.

د احتجاج کوونکو په وينا که حکومت د سي ټي ډي پوليسو پر ضد مقدمه درج کړې ده نو د مقدمې کاپۍ دې له دوی سره شريکه کړل شي.

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي په بلوچستان صوبه کې د عدالت لخوا د سي ټي ډي پوليس افسرانو پرضد مقدمې درج کېدو ته د "فکر لمحه" ویلي او زیاته کړې یې ده:

"مونږ ته به سوچ کول وي که دا جګړه مونږ د رياست په حېث کوو نو مونږ ټولو ته به دا جګړه کول وي دا نه شي کېدی چې د سي ټي ډي په افسرانو مقدمه درج کړی شي".

د بلوچستان هايکورټ د بالاچ د وژنې په تړاو د سي ټي ډي پوليسو څلور عسکر له ډيوټۍ معطله کولو او د پېښې د منصفانه پلټنو لپاره د لوړپوړو پولیس افسرانو د کمېټۍ جوړولو حکم کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG