په پاکستان کې څيړونکي وايي، "د اولې ورځې نه چې د پاکستان د ښو او بدو طالبانو کومه پاليسي وه هغه غلطه پاليسي وه"، د څېړونکو په خبره، "په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره د پاکستان اړیکې خرابې دي او که په پاکستان کې حملې کيږي نو د دواړو اړيکې خرابېدو پله تلی شي او دا دواړو دپاره ښه خبره نه ده".
پاکستان د خېبر پښتونخوا ډيره اسماعیل خان سیمه کې د نهې- سه شبنې په ورځ د امنیتي ځواکونو په پوسته شوي ځانمرګي برید وروسته په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت ته سخت احتجاج کړی دی او بیا یې ټینګار کړی چې دافغانستان په خاوره مېشت د ټي ټي پي مشران باید ونیسي او اسلام اباد ته یې وسپاري.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان احتجاج ته تراوسه پورې رسمي غبرګون نه دی ویلی خو له دې وړاندې طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي.
د ډېره اسماعیل خان په بريد کې پوځ په خپله د 23 پاکستاني پوځيانو وژل منلي وو. د جهاد پاکستان په نوم ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.
د ښو او بدو طالبانو پاليسي
څيرونکی خبريال نوید حسېن وايي، د پاکستان لخوا "په افغانستان کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان د موجودګۍ تورونو کې صداقت شته، ځکه چې د طالبانو د حکومت نه وړاندې هم پاکستان په ګوته کړې وه چې ټي ټي پي هلته ځالې لري".
خو په افغانستان کې موجوده واکمنو طالبانو او له دې وړاندې حکومتونو د پاکستان دا تورونه تل رد کړي دي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نويد حسېن وویل، د اولې ورځې نه د پاکستان د ښو او بدو طالبانو کومه پاليسي چې وه د ده په وینا هغه غلطه پاليسي وه، ځکه چې وایي هغه وخت د پاکستان د امنیتي تګلاره جوړوونکو دا خیال وو چې طالبان په افغانستان کې په حکومت کې راشي د اشرف غني حکومت لاړ شي، نو هغوی به د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) باره کې د پاکستان اندېښنې ختمې کړي:
"خو زما خیال دی دا غلطه پاليسي وه هغوی د ښه او بدو ترمنځ فرق کړی وو خو دا نه وو پکار، ځکه طالبان، که تحریک طالبان پاکستان دی او که تحریک طالبان افغانستان دی هغه يو شی د يوې سيکې دوه مخه دي، دا تګلاره زمونږ غلطه وه. اوس مونږ څنګه دا ویلی شو چې د ټي ټي پي هاغه مشر چې د طالبانو د مشر هېبت الله په لاس یې بيعت کړی دی نو هغه به څنګه د ټي ټي پي خلاف اېکشن (اقدام) کوي".
د پاکستاني وزيرانو بيانونه
پاکستان کې د مودو نه وخت په وخت د ښو او بدو طالبانو په موضوع بيانونه مخې ته راغلي دي.
په کال 2021م کې په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت یو صوبايي يو وزير هشام انعام الله خان په اسمبلۍ کې ويلي وو، "ښه طالبانو په افغانستان کې روس او امریکا ته ماتې ورکړه، د پاکستان پوځ او دغو طالبانو ته دعا پکارده".
هشام انعام الله د 2018 په انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا د لکي مروت سيمې نه د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ کامياب شوی وو.
او هم د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد د ګوډ او بېډ طالبانو يا د ښه او بدو طالبانو په اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو، دوی پوهه دي چې ګوډ او بېډ طالبان څوک دي؟ زمونږ منصوبه بندي د شلو، شلو کلونو ده او پاکستان به پرمختګ کوي.
دغه خبره نوموړي د عمران خان په حکومت کې د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په مهال کړې وه. ياد مذاکرات بيا ناکامه شوي وو.
د پاکستان او افغانستان اړیکې
د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې استاز پروفېسر عبدالشکور وايي، "په افغانستان کې روان حالات يا د افغانستان مسله چې څو پورې نه وي حل شوي، دا حالات به داسې روان وي. بل دا چې په افغانستان کې د واکمنه طالبانو سره د پاکستان اړيکې ښې نه ښکاري په هغې کې يوه د افغان کډوالو مسله ده، ښکاري چې طالبان په هغې غصه دي".
د نوموړي په خبره په "افغانستان کې د واکمنو طالبانو په وړاندې احتجاج کول هم دومره معنا نه لري ځکه چې افغان طالبان تراوسه پورې په رسمي ډول پېژندل شوي نه دي،او چا هم نه دي منلي".
هغه وويل، دا ټول هر څه چې رايو ځای شي نو مسلې نورې ګرانې شي، او ورسره پاکستان کې دانتخاباتو خبرې هم کيږي چې انتخابات دې وروسته شي نو د هغې اثرات هم کېدی شي چې دلته حالات خراب دي.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ د انتخاباتو کولو اعلان شوی خو ځینې سياسي ګوندونه وايي په ملک کې امنیتي حالات ښه نه دي.
په طالبانو باندې د پاکستان اثر
په اسلام اباد کې د ساينس او ټېکنالوجۍ نيشنل پوهنتون کې د نړیوالو چارو کارپوهه استازه فرح ناز وايي، "د پاکستان که په افغانستان کې په طالبانو کوم اثر يا واک اختیار وو هغه د امريکې د پاليسيانو په نتيجه کې وو ځکه امریکې غوښتل چې د طالبانو سره یې ښې اړیکې وي".
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل، "چې کله امریکا د دلته نه ووتله، اول یې ويل، چې طالب یې اول ملاتړی وو نن یې دښمن شو، نو د پاکستان سره بله لاره نه وه پاتې په ګاونډ کې یې ځان ته دښمن جوړولو، پاکستان کله هم دا نه غوښتل. او په افغانستان کې یې داسې حکومت غوښتو د کوم نه چې پاکستان ته مسله نه وي".
د څيړونکو په نظر پاکستان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو دپاره هر ځای وکالت کړی.
د ناز په خبره، "پاکستان تل د امریکې پاليسيانې مخ په وړاندې بوتللي دي، که مونږ د طالبانو او پاکستان د حکومت خبره وکړو د دوی په مینځ کې د ګاونډيتوب اړیکې خو کېدی شي خو که د هلته نه په پاکستان کې حملې کيږي نو د دواړو اړيکې خرابېدو پله تلی شي او د دواړو دپاره ښه خبره نه ده".
Forum