لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د ټانک ضلعې په پولیس لاین وسله وال برید شوی، پوليس افسر او سپاهي په کې وژل شوي


فائل تصویر - ټانک ضلعه
فائل تصویر - ټانک ضلعه

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې په پوليس لاین وسله وال برید شوی، يو پوليس افسر (سب انسپکټر) او سپاهي په کې وژل شوي او بل سپاهي په کې ژوبل شوی دی.

د ټانک ضلعې پوليسو وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو معلوماتو کې ویلي، په پوليس لاين شوی دا بريد د شپې په مهال په دوه نیمې يا درې بجې شوی دی.

د پوليس ترمخه، وسله والو په پوليس لاين بريد کړی، چاودنې او ډزې اورېدل شوي، تراوسه پورې په بريد کې د يو پوليس افسر او يو سپاهي د وژل کېدو او يو سپاهي ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.

پوليس وايي يو حمله کوونکی هم وژل شوی دی.

د پوليس ترمخه ټوله علاقه په ګېره کې اخستل شوې او نور معلومات به وروسته شريک کړي. په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

دا بريد په داسې وخت کې شوی چې د ټانک سره په پوله پرتې ډېره اسماعيل خان ضلعه کې په 12م دسمبر په يوه پوځي پوسته ځانمرګی بريد شوی، 23 پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي وو. د جهاد پاکستان په نوم ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.

ټانک د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعه ده، پولې یې د ډېره اسماعيل خان، جنوبي وزيرستان، بنو او لکي مروت سره لګېدلي دي.

د خېبرپښتونخوا په یادو جنوبي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي. دغلته په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان مني.

د پاکستان وزيراعظم انوار الحق کاکړ د ډېره اسماعيل خان د بريد په مقابله د پاکستاني ځواکونو زړورتیا او قربانۍ ستايلي، د وژل شوو د کورنيو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ويلي یې وو، "د خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ د خاتمې پورې به زمونږ جګړه روانه وي".


(د ټانک د بريد په حواله نور معلومات به درسره وخت په وخت شريکوو)

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG