لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس په غزه کې د سمدستي ډزبندۍ غوښتنه کړې، خو نېتنیاهو وایي د حماس تر تباه کېدو پورې په جنګ کوي


د فرانس خارجه وزیره کټېرین کولونا د اسرایل د پوځ له ترجمان سره په یو خبري کنفرانس کې - تل ابیب، اسرایل
د فرانس خارجه وزیره کټېرین کولونا د اسرایل د پوځ له ترجمان سره په یو خبري کنفرانس کې - تل ابیب، اسرایل

د برطانیې، جرمني او فرانس مشرانو په غزه کې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده، مګر د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو نن [د اتوار/یکشنبې په ورځ] ژمنه څرګنده کړې چې تر اخیره به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

په داسې وخت چې د حماس په ولقه کې ګیر اسرایلي وګړو د خلاصو لپاره تازه خبرې شورو شوي، د ذرایعو له قوله رایټرز خبرې اداره لیکي چې د اسرایل او حماس ترمینځ جګړه کې مینځګړتوب کوونکې هیواد د قطر وزیراعظم سره د اسرایل د استخباراتي چارو مشر لیده کاته کړي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د کابینې اوونیزه غونډې ته وینا کې د وژل شوو اسرایلي پوځیانو د کورنیو لخوا ورلیږل شوی خط ولوستلو او ویې ویل: "د وژل شوو عسکرو وصیت مونږ ته لارښوونه کوي. مونږ به تر اخیره جنګیږو او مونږ به خپل تمام مقاصد ترلاسه کوو چې په هغې کې حماس له مینځه وړل، د خپل تمام قیدیانو خوشې کول، او دا به یقیني کول وي چې غزه به بیا د ترهګرو لپاره مرکز نه جوړیږي چې د اسرایلي ریاست په ضد راولاړ شي او د اسرایلي ریاست په ضد بریدونه اوکړي. مونږ به تر اخیره پورې جګړه کوو. د خپل وژل شوو عسکرو لپاره او دلته د خپلو ژوندونو د یقیني کولو لپاره."

په اسرایلي مشرانو د برمته شوو اسرایلي وګړو د خلاصولو لپاره داخل کې فشار سیوا شوی. په تل ابیب کې د تښتول شوو اسرایلیانو د خپلو خپلوانو راخوشې کولو لپاره مظاهره شوې ده.

د اکتوبر په اوومه حماس لخوا حمله کې دوه نیم سوه اسرایلیان تښتول شوي وو. د حماس ترمخه د اسرایل لخوا ځوابي حملو کې تر اوسه نزدې نولس زره فلسطینیان وژل شوي دي.

د امریکه دفاع وزیر لایډ اسټن د خالي/شنبې په ورځ ویلي وو چې دی به اسرایل ، بحرین او قطر ته سفر کوي او په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره به د امریکې ژمنې څرګندوي.

د قطر له اړخه د خالي په ورځ بیانیه کې ويل شوي د بشري مرستو رسولو لپاره د یوې بلې دمې یا د ډزبندۍ لپاره يي خپلې هسې دوامداره ساتلي. خو حماس ویلي تر څو چې په مکمله توګه د دوی د خلکو په ضد روانې حملې ودرول شوي نه وي، دوی د اسرایلي قیدیانو د خوشې کولو په اړه داسې کوم هیڅ قسم جوړجاړی نه غواړي.

د یورپي مشرانو دريځ

د فرانس خارجه وزیره کیترین کولونا اسرایل تازه سفر کړی او هلته یې په خبرو کې، د سمدستي او دایمي ډزبندۍ لپاره غږ کړی. د فرانس خارجه وزیرې په دې خبره ټینګار وکړ چې ډیر عام خلک اووژلی شول.

مېرمن کولونا زیاته کړه: "زه دلته دې لپاره هم راغلې یم چې د بشردوسته لوظنامې د اهمیت خبره بیا تکرار کړم. مونږ ته په کار ده چې یوې دایمي لوظنامې ته ستانه شو، یوې داسې لوظنامې ته چې ډزبندۍ لپاره کارکولو ته مونږ جوګه کړي او د یو بشر دوسته ډزبندۍ اړخ ته لاړ شو."

د یو بل خبر ترمخې، د برطانیې او جرمني خارجه وزیرانو هم په زیات شمیر کې د عام ملکي وګړو د وژلو خبره کړې او د یوې دایمي ډزبندۍ غږ یې اوچت کړی دی.

د برطانیې خارجه وزیر ډېوېډ کمېرون او د جرمني خارجه وزیرې انالېنا بېئرباک په سنډي ټایمز مجله کې د روانې جګړې په اړه خپل دریز په یو مشترک مضمون کې خپور کړی دی. د هغو په دې لیکنه کې د سمدستي ډزبندۍ خبره نده شوې، مګر ویلي یې دي دوی په هغه صورت کې د ډزبندۍ ملاتړ کوي چې دایمي وي، او د دوي یقین نشته چې سمدستي ډزبندي وشي.

بلخوا د اسرایل پوځ نن د اتوار/یکشنبې په ورځ هم په غزه پټۍ باندې تازه بمبارۍ کړې دي. د حماس د صحت محکمې چارواکي وايي د اتوار په ورځ د غزې په دارالبلا ښار کې د اسرایل په بمبارۍ کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

عیني شاهدانو په خان یونس ښار کې هم د اسرایل جنګي جازونو د لارې د بمباریو راپورونه ورکړي دي. دوی وايي چې د غزا په جبلیه کیمپ باندې د اسرایل لخوا بمبارۍ کې څلورویشت فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمیر لا هم د ملبو لاندې ګیر پراته دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG