په افغانستان کې واکمنو طالبانو د کوم هيواد نوم نه دی اخستی خو ويلي يې دي، هغو "هيوادونو چې کلونه کلونه یې افغان مهاجرينو ته ځای ورکړی"، اوس ترې دوی هيله لري د کډوالو "موضوع ته دې د سياسي ليدلوري ونه ګوري"، په دوی دې "فشار" وا نه چول شي، هسې نه دغسې کول "د هېوادونو ترمنځ د کرکې سبب ونه ګرځي".
د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.
خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند ویلي، کومو هيوادونو چې کلونه کلونه هېوادوالو ته ځای ورکړی دوی یې مننه کوي.
هغه ويلي، "اوس زمونږ هیله دا ده چې د مهاجرينو لویی او بشري موضوع ته دې له سياسي ليدلوري او د فوري ګټو او فېصلو له زاويې نه کتل کيږي، د فشار په ډول دې نه کارول کيږي".
اخند زياته کړې، "د کډوالو د بيرته ستنولو عمل دې په عزت او تدريجي توګه وي، هسې نه دا د بشري الميې او په اوږدو کې د هيوادونو ترمنځ د کرکې او بدبينۍ (بداعتمادۍ) سبب ونه ګرځي".
د پاکستان نه د افغانانو ویستلو په شا يوه وجه د زیاتیدونکې ترهګرۍ هم ده، خو خیال پاکستان په دې ګام سره په افغان طالبانو فشار زیاتول غواړي.
د تېرې مياشتې (نومبر) په اتمه نېټه د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزيراعظم دعوو او تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".
هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".
د خوراک نړیوال پروګرام ویلي، "د پاکستان څخه د 280,000 نه زيات خلک بيرته ستنېدو ته اړ کړی شوي او دوی ته د نړیوال پروګرام لخوا نغدې مرستې ترلاسه شوي دي".
د خوراک نړیوال پروګرام ویلي، "بيرته په تلونکو کډوالو کې ډېرو ته نه ده معلومه چې چرته لاړ او نه پوهيږي چې د افغانستان په سخت ژمي کې به څنګه ژوند وکړي".
ملا محمد حسن اخند ويلي، د مهاجرينو مرستې کوي، د سرمايه دارو او شتمنو هېوادوالو یې د مرستو دوامداره ساتلو هيله څرګنده کړې او ويلي يې دي، "د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت مونږ پر ټولو اړخونو، د نړۍ په هېوادونو او د ملګرو ملتونو اړونده سازمانونو باندې غږ کوو، چې په افغانستان کې د مهاجرینو موضوع له پامه ونه غورځوي".
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (رېډيو پاکستان) پرون خبر ورکړی، د پاکستان نه تراوسه پورې څلور لکه 35152 افغانان بيرته لېږل شوي دي.
Forum