لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر په باړه کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې دوه امنیتي عسکر وژل شوي دي


امنیتي سرچینې وایي د پښتونخوا په قبایلي ضلعه کې خېبر کې وسله والو سره په نښته کې د ملیشه ځواکونو دوه عسکر وژل شوي دي.

سرچینو وي او او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د ګل یا دوشنبې په ورځ د خېبر ضلعې د باړې تحصیل په سپاه غیبي نیکه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا دغلته نامعلومو وسله والو په یوه امنیتي پوسته ناتاره ډزې کړي اؤ په ځوابي توګه امنیتي ځواکونو هم تندلارو باندې ډزې کړې دي خو سرچینې وایي د وسله والو په ډزو کې دوه د ملیشه ځواکونو عسکر وړومبی سخت ژوبل شول اؤ بیا چې کله هغوي هسپتال ته ورسولی شول نو هلته یې ساه ورکړه.

د سیمې نه امنیتي سرچینې ډیوه ته د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلود ګل خان اؤ نور محمد په نومونو سره کړې ده.

سرچینې وایي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وسله والو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

تحریک طالبان پاکستان پخپل یو بیان کې ددې برید د ذمه وارۍ منلو په ترڅ کې ویلي دي چې برید یې د سیمې یوې وسله والې ډلې لشکر اسلام سره په ګډه کړی دی

سرچینې وایي له برید وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه پخپله ګېره کې اخستې اؤ د برید کوونکو د نیولو لپاره یې د لټونې عملیات پیل کړي دي خو وایي لا د برید په تړاؤ څوک نه دي نیول شوي.

تر دې یوه شپه وړاندې د خېبر پښتونخوا ډیره اسماعیل خان سیمه کې په چونډه پولیس څوکۍ هم ترهګرو د برید کولو هڅه کړې وه خو پولیسو ویلي وؤ چې په ځوابي ډزو یې دغه ترهګریز برید پشا تمبولی ؤ.

خو تر دغه برید مخکې تېره اوونۍ په ډیره اسماعیل درابڼ سیمه کې د پوځ په یو کمپ ترهګرو یو ستر خونړی برید کړی ؤ چې پکې پوځ د ۲۳ پوځیانو وژنه تایید کړې وه .

پوځ په سیمه کې د عملیاتو په مهال د دوؤ نورو پوځيانو اؤ ۱۷ ترهګرو د وژل کیدو هم ویلي وؤ.

د پاکستان طالبانو اړوند یوې وسله والې ډلې ډیره اسماعیل خان کې په پوځی کیمپ د شوي برید ذمه واري پغاړه اخستې وه خو پاکستاني چارواکو بیا دعوه کړې وه چې د برید پلان د افغانستان له خاورې ترهګرو جوړ کړی ؤ اؤ په اسلام اباد کې د افغان طالبانو دحکومت سفارتي استازي ته پاکستان په دغه برید سخت احتجاج هم کړی ؤ.

پاکستان پرله پسې دعوې کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه پاکستان کې د بریدونو منصوبې جوړوي خو په افغانستان د واکمنو طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع اوړمه ورځ د پاکستاني چارواکو دا دعوې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ افغانستان کې اوس هیڅ یوه وسله واله ډله شتون نه لري.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند په وړومبي ځل منلې وه چې دوي سره په زندانونو کې د ټي ټي پي له ۳۵ نیولي تر ۴۰ؤ پورې غړي پراته دي خو نه یې وه واضحه کړې چې دغه وسله وال یې کله نیولي دي ا‌ؤ په نیول شوؤ کې د ټي ټي پي کوم لوړ پوړي مشران هم شته اؤ که نه؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG