لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نا ارامه خېبرپښتونخوا  او بلوچستان کې د راتلونکو انتخاباتو "لاډلا" څوک کېدای شي؟


د پاکستان د راتلونکو ټاکنو نه د شک او بې یقینۍ د پردو لرې کېدو وروسته، د مذهبي ګوند جمیعت علما اسلام (جې یو آی) د مشر مولانا فضل الرحمن او د ښي اړخه مسلم لیګ-ن مشر نواز شریف ترمنځ انتخابي اېتلاف په نا ارامه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د آینده سیاست نقشه وړاندې کوي.

د دواړو مشرانو لوی سیاسي غلیم او پخوانی وزیر اعظم عمران خان په زندان کې دی. عمران خان او د هغه ګوند تحریک انصاف خپله په بدلو ټکو او بیانونو کې دا پېغام ورکوي چې ګویا د هېواد طاقتور پوځ یا اسټېبلشمنټ یې نور په واک کې نه غواړي.

او که داسې وي نو د مرکز نه بهر، افغانستان ته څېرمه، په امنیتي توګه نا ارامه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دا وخت پوځ سره په نزدې اړیکو لرلو تورن دوه لوی سیاسي لوبغاړي پاتې کېږي. یو مولانا فضل الرحمن او بل درې واره پاتې شوی پخوانی وزیر اعظم نوازشریف.

د دواړو په هکله ویل کېږي چې د چین سره اړیکو او لانجمن سي پېک باندې یو فکر لري.

د مسلم ليګ -ن او د جميعت علما اسلام-ف ګوند نزدې والي ته وتلی خبريال نصرت جاويد په يو بل نظر ګوري:

"زما په خيال د جميعت او مسلم لیګ-ن ترمينځه نزديوالې د سي پېک په سر نه بلکې سياسي عمل دی، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ملت پاله او د جماعت اسلامي په نسبت جميعت علما اسلام ګڼي چي د مسلم ليګ سره نزدېوالي ګټور دی. دواړه د ښي لاس نظريات لري، دواړه د کاروبار خوښوونکي هم دي، او يوځايي ځکومت کي هم پاتې شوي دي، او جميعت د جماعت اسلامي په څېر په اسلامي تشخص ډير ټينګار هم نه کوي".

انتخابي سیالي به بیا د چا تر منځ وي؟

څېړونکي فکر کوي چې د خېبر پښتونخوا پېښور، مردان، صوابۍ، ځېنې سوېلي او قبایلي ضلعو کې به په ظاهره انتخابي سیالي د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نېشنل پارټۍ (ای اېن پي) او جمیعت علما اسلام-ف تر منځ وي خو تيرو ورځو کې د دغه ممکنه مقابلې له وجې د دواړو ګوندونو مشران کېناستل او په قبايلي ضلعو کې يې يو بل ته په انتخابي چوکو د اميدوارانو نه ودرولو فېصله وکړه.

په خېبرپښتونخوا کې د جميعت او مسلم لیګ هم خبرې روانې دي. او سیاسي مېدان کې پاکستان تحریک انصاف، پیپلز ګوند او د پخواني وزیر اعلی نوی ګوند تحریک انصاف پارلېمنټېرین ډله به هم یو لوی چېلنج وي.

د خېبر پښتونخوا نګران حکومت کې د ګورنر په چوکې د جميعت د غړي حاجي غلام علي ناسته او د جميعت مشر مولانا فضل الرحمن ته پوره سرکاري پروټوکول ورکولو ته اولس د نوې "لاډلا" په نظر ګوري.

هم دغہ وجہ دہ چې د آی اېس آی د مشر جنرال حمید ګل زوی عبدالله ګل د پاکستان په دولتي الوتکه کې د مولانا فضل الرحمن د نومبر ۲۰۲۲ء د سفر ویډیو د شریکولو په ترڅ کې دا پوښتنه راپورته کړه چې که څوک حکومتي څوکۍ نلري نو بیا په حکومتي جهاز کې څنګه سفر کولای شي؟

سیاسي څېړونکي وايي په ملاکنډ او هزاره ډويژن کې د مسلم ليګ نون د پاره مېدان جوړول کيږي. خو اوس هم داسې ښکاري چې په اولسي کچه همدرديانې د عمران خان سره دي، او منظم ووټ بېنک د جميعت او د ای اېن پي په نظر راځي.

په جنوبي ضلعو کې د جمیعت (جې يو آی) يو تاريخي ووټ دی او په قبايلي ضلعو کې پخوا جمیعت مظبوط وو خو اوس اې اين پي هم هلته خپل ځای جوړ کړی دی. اې اېن پي البته اسټېبلشمنټ نه په ظاهره لرې ده.

د بلوچستان سیاسي وضعه بیا بل شان ده. هلته د جميعت او مسلم ليګ نون په حق کې حالات سازګار ښکاري. په بلوچستان کې خبريال او څيړونکی شهزاده ذوالفقار وايي چې ملت پاله ګوندونه د خپل مينځي اختلافاتو له وجې کمزوري شوي دي.

هغه وایي: "پښتونخوا ملي عوامي ګوند پنځوس کاله پس مات شوی دی، اوس به دغه او عوامي نېشنل ګوند د پښتنو په علاقو کې ووټ تقسيم کړي، د دې ښکاره ګټه به جميعت ته رسيږي. خو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان دارومدار به په جميعت او مسلم ليګ نون باندې وي. بيا مونږ ګورو چې ډير الېکټېبلز مسلم ليګ نون ته روان دي، بلوچ ملت پاله هم خپل مېنځ کې تقسيم دي، ډاکټر مالک او سردار اختر مېنګل د يو بل په مقابله کې دي، دغسې د نواب اسلم رئيساني او نور محمد دمړ په څېر د خلکو مسلم ليګ نون ته راتلل ښکاره نښې دي چې په دې وخت د مسلم ليګ نون او د جې يو آی انتخاباتو کې ګټه واضحه ده. زما په خيال په مجموعي توګه به مسلم ليګ نون په اول، جميعت په دويم او پښتون او بلوچ ملت پاله ډير روستو پاتې وي."

انتخابات او د چین-پاکستان "سی پېک"

پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په خپل انتخابی مهم کې د سي پېک خصوصې ذکر کوي. خو د جون کال ۲۰۲۳ کې د جميعت علما اسلام جنرل سيکرټري عبدالغفور حېدري ميډيا سره په خبرو کې په اول ځل دا دعوا کړي وه چې د سي پېک تجويز د ۹۰مې په لسيزه کې په اول ځل مولانا فضل الرحمان چين ته هغه وخت ورکړې وو کله چې مولانا د قامي اسمبلۍ د بهرنيو چارو مشر وو.

د چین سرہ د سي پیک په معامله کې د مولانا فضل الرحمن د اړیکو د احوال په هکله وېډیو:

ښکاري چې هم دغه وجه وه چې د مولانا خلاف ګوند تحريک انصاف په واک کې وو خو بیا هم د فضل الرحمان په کوښښونو د حلقه نه تر ډيره اسماعيل خان موټروې بنياد کېښودل شو.

د بلوچستان نه وتلي خبريال شهزاده ذوالفقار ډيوه ته وويل "زما په خيال د تحريک انصاف نه علاوه چا چې په سي پېک څه نيوکې کړې وې او د چين حکومت ترې پرې خفه شوی هم وو، د مسلم لیګ-ن او جميعت علما اسلام ګوندونه په سي پېک د اسټېبلشمنټ سره ولاړ دي. د نواز شريف په حکومت کې د مولانا سره په ګډه او دبلوچستان سياسي قيادت په اعتماد کې د اخستو روستو په مغربي لاره کار پېل شو کوم چې د ډيره اسماعيل خان نه تيريږي۔ او صرف دا نه پاتې لوی ګوندونه لکه پيپلز پارټي هم د سي پېک د پاره مثبته سوچ لري".

ټاکنې او د افغان کډوالو مسله

په بلوچستان کې د ابادۍ د اعدادو شمار په سر ځنې خلک یا سیاسي ګوندونه د افغان کډوالو د ويستلو په حق کې وو. په دې مسله د بلوچستان او خېبرپښتونخوا پښتون ملت پاله ګوندونو په تواتر سره د افغان کډوالو د ویستلو پر ضد اواز پورته کړی خو په افغانستان کې د طالبانو او د ديوبند مکتبه فکر روح روا او د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان لخوا کوم خاص هلې ځلي مخې ته نه دي راغلي. بلکه په دغه موضوع بېخي خاموش پاتې شوی دی.

وتلي خبريال نصرت جاويد ډيوه ته وويل: "د دې یوه وجه هغه حلقې يا علاقې دي چرته چې افغان کډوالو وتلو ملاتړ کيږي، جميعت اوس په هغه حلقو کې د ګټې لارې جوړوي او دغه بلوچ علاقې دي، ځکه مولانه فضل الرحمن نرمه تګلاره خپله کړي ده. جميعت په خېبر پښتونخوا او د بلوچستان نه علاوه په سند صوبه کې هم ځايې جوړوي. د ديوبند مشران، د مثال په توګه عبېدالله سندهي په نسل يو پنجاب سره تعلق لرونکی سیکهـ وو خو هغه دقام پرستۍ نظريه هم ورکړې وه. مولانا صېب په تاريخې حوالو سره د سند قام پرستو توجه هم ځان طرف ته راړوي".

جميعت د وسله والو په نښه ولې دی؟

د پاکستان د داخله چارو پخواني نګران وزير سرفراز بګتي په اسلام اباد کې د راتلونکو ټاکنو او امنیت په اړه خوشبینه نقشه راکښلې نه وه. هغه ویلي وو:

"په تېرو وختونو کې د ټاکنو په وخت سياسي قيادت د ترهګرو لخوا په نښه کړی شوی دی۔ دا داسې وخت وي چې سياستدانان د اولس ترمنځ موجود وي، او داسې بريدونه بيا نه شي ودرول کېدای ځکه ټولو ته يو عمومي خطر موجود وي۔ د دې ټاکنو په محال د جميعت علما اسلام په اړه خصوصي خطرې موجود دي."

ښاغلي بګټي د مولانا فضل الرحمن ځانګړې يادونه وکړه.

د جميعت په مشرانو په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې بريدونه شوي دي. روان کال په باجوړ کې د جميعت په غونډه ځانمرګي بريد کې د ګوند ګڼ شمېړ کارکونکې وژل شوي وو. او بیا دا پوښتنه کېدله چې دجميعت په شان مذهبي ګوند باندې وسله والې تندروه ډلې ولې بریدونه کوي؟

د دې بنيادي وجه د جمیعت او د ديوبند مکتبه فکر یو بل سره تړون دی. افغانستان کې د واکمنو طالبانو اکثريت هم د ديوبند مکتبه فکر مریدان دي. او دغه فکر د بلې مذهبي ډلې، داعش خراسان، د مفکورې سره مخالف دی.

د تېرې ډېرې مودې راسې په افغانستان کې د افغان طالبانو مخالف داعش خراسان ډله د حملو او بریدونو پړه منلې ده. د دې ډلې اکثريت د سلفي مکتبه فکر مننوکي دي. او کله چې د طالبانو لخوا د داعش خراسان په ضد عمليات کيږي نو په ځواب کې داعش په افغانستان او پاکستان کې د ديوبند مکتبه فکر علما په نښه کوي، هم دغه وجه ده چې د جميعت کارکنان او په خصوصي توګه د ګوند مشران د داعش لخوا په نښه کيږي.

په باجوړ کې د بريد روستو د داعش خراسان لخوا د جميعت علما اسلام په ضد يو خصوصي کتابچه هم چاپ کړی شوې وه ۔کتابچه د "جمیعتیان: د جمھوریت غوښتونکي" عنوان لري.

یاده کتابچه د داعش په استازیتوب د دوی د رسنیو پلیټ فارم العزایم لخوا خپره شوې وه. په دې کې د جمعیت علما اسلام عقیدې په نښه شوې دي. په ځانګړې توګه جمھوریت یو کفري نظام بلل شوی او ویل شوي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې جمعیت علماء اسلام څنګه د جمھوریت ملاتړ کولی شي؟

اوس چې کله په ګاونډ کې د طالبانو حکومت دی، پاکستان له اقتصادي او د امنیت له ستونزو سره لاس او ګریوان دی، نو کوم سیاسي ګوند به په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بریالی کېږي؟ د ټاکنو نتیجې به دا پرېکړه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG