پښتنې سياستوالې وايي، د ټولنې د پرمختګ دپاره ضروري ده چې د ابادۍ نيمه برخه (ښځې) په سياست، قانون سازۍ او فېصلو کې شاملی کړی شي، خو په پاکستان کې په عمومي او پښتنه ټولنه کې په خصوصي توګه ښځو ته تر اوسه دغه ځای نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه د راتلونکو 2024م په عامو انتخاباتو کې د برخې اخستو دپاره 3097 ښځو امېدوارانو د قامي او صوبايي اسمبليانو په جنرل او مخصوصو څوکيو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي، کومه شمېره چې د کال 2018م او کال 2013م د انتخاباتو په مقابله کې زياته شوې ده.
پښتنه سياستواله او د ملي جمهوري غورځنګ د خېبرپښتونخوا مشره بشرا ګوهر وايي، دا ډېره ښه خبره ده چې ښځې دومره ډاډ شوي دي چې سياست پله راځي ځکه چې په پاکستان کې سياست کول د سړو کار ګڼل کيږي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې اغلې وویل، د 2008م نه پس چې کوم قوانين جوړ شوي هغو ښځو ته اسانتیاوې برابر کړي چې په سياست کې برخه واخلي، خو بيا هم د ښځو برخه ډېره کمه ده.
هغې زياته کړه، "اوس هم ډېر سياسي ګوندونه ښځو ته په جنرل څوکيو ټکټونه نه ورکوي، زمونږ تراوسه پورې فېصله سازي کول د سړو په لاس کې دي او د هغو پوره کوشش وي چې ښځې پکې را نه شي".
د بشرا ګوهر په خبره، "په ښځو کې صلاحیت شته ښه سياست کوي اوس دا عمل شورو شوی دی په انتخابي قوانينو کې بدلون راوستی شوی دی د ښځو په حوالې سره، چې په انتخاباتو کې به برخه اخلي او ووټونه کې به هم پوره برخه لري، نو دا يو ښه قدم دی او دا سېوا کېدل پکار دي".
اغلې ګوهر وويل، "پښتنه ټولنه کې زيات ضرورت دی چې ښځې په سیاست کې، په قانون سازۍ کې او فېصله کولو کې برخه واخلي او که مونږ غواړو چې ټولنه مو په مخکې لاړه شي نو د ښځو د ژوند په هره شعبه کې برخه اخستل پکاري او زمونږ د ټولنې شاته پاتې کېدو يوه وجه هم دا ده چې مونږ ښځې شاته پاتې کړي دي".
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند فعاله وړانګه لوڼۍ وايي، په بلوچستان صوبه او په ځانګړي ډول پښتنه سيمه کې د ښځو سياسي فعاليت نور وروسته دی او که اوس هم ښځې په انتخاباتو کې برخه اخلي نو هغه د الېکشن کمېشن د قوانينو په وجه دی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وویل، د بلوچستان صوبې په "پښتنه سيمه (جنوبي پښتونخوا) سیاسي شعور ډېر زيات دی دا بیا بله خبره ده چې په سياسي کار کې ښځو ته مخه نه ده شوې او په سياسي ګوندونو کې ښځو ته هغه رنګه ځای نه دی ورکړل شوی، او په دې نرواکه ټولنه کې د ښځې ځای پېدا کول څه نا څه ګران کار دی".
هغې وويل، بيا هم د ښځو سياسي فعاليتونه پېل شوي "لکه عوامي نيشنل ګوند ښځو ته ځای لري په فېصله سازه ادارو کې ورته ځای ورکړل شوی دی، خو دلته نرواکي، او ټولنيز سټرکچر داسې جوړ دی چې ښځې شاته کوي او هغه دودونه اوس هم شته، خو هغه اوس ماتيږي".
د وړانګې لوڼۍ په خبره، "د خېبرپښتونخوا او جنوبي پښتونخوا سياست يو رنګ دی خو هلته (خېبرپښتونخوا) کې تعليم زيات دی او د ښځو فعاليتونه سېوا دي"، هغې زياته کړه، "د ښه ټولنې د جوړښت دپاره د ابادۍ نيمه برخه ښځې چې په فېصله سازۍ کې نه وي شاملې هغه ټولنه په مخکې نه شي تلی".
هغې وويل، بايد چې په فېصله سازۍ کې ښځې او سړي يو شان تګ وکړي دا ښه ټولنه جوړولی شي.
ثناء درانۍ وايي په بلوچستان صوبه کې یې د پاکستان پيپلز ګوند په ټکټ په جنرل څوکۍ کاغذونه جمع کړي دي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل، "بلوچستان صوبه او په ځانګړي ډول پوښتنه سيمه کې تعليمي کچه ټيټه ده او سياسي شعور هم کم دی".
هغې وويل، د ښځو په سياست کې راتلل به وخت واخلي خو دلته سياسي فعاليتونه سېوا کيږي او بلوچستان صوبه کې اوس ښځې په جنرل او مخصوصو څوکيو کاغذونه جمع کوي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وایي په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ټولو صوبو کې د هغو کسانو شمېر 21 میلینه زیات شوی چې د ملک په عمومي انتخاباتو کې به رایې یا ووټونه اچوي.
د پاکستان الېکشن کمېشن د ستمبر په میاشت کې په هېواد کې د زیاتو شویو ووټرانو فهرست خپور کړی، چې پکې ښکاري د 2018م کال د ټاکنو په وخت د رایو ورکوونکو شمېر تقریباً 106 میلینه وو او سږ کال دا شمېر شاوخوا 127 میلینه ته رسېدلی دی.
د انتخاباتو کمېشن د نوملړ له مخې په ټول ملک کې د ښځو رایو ورکوونکو شمېر د تېرو عمومي ټاکنو په نسبت له 46.7 میلینه څخه 58.5 میلینه ته رسېدلی دی، چې وایي دا د ټولو ووټرانو 46 فیصده جوړوي.
همدارنګه د نارینه ووټرانو شمېر چې په تېرو انتخاباتو کې 59.2 میلینه وو سږ کال یې شمېر 68.5 میلینه ته رسېدلی دی چې وایي دا د ټولو رایه ورکوونکو 54 فیصده جوړېږي.
Forum