لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انوار الحق کاکړ: وفاق به د قبایلي ضلعو پرمختیا اؤ خوشحالۍ لپاره خېبر پښتونخوا صوبې سره کوټلې همکاري کوي


د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو شوؤ قبایلي ضلعو د پرمختیا اؤ خوشحالۍ لپاره به مرکزي حکومت خېبر پښتونخوا صوبې ته هره هغه مرسته ورکوي چې په وس کې یې وي.

اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا صوبې د چارو ارزولو په موخه د راجوړې شوې یوې مهمې غوندې د مشرۍ کولو په مهال نګران وزیراعظم اړونده چارواکو ته لار ښوونه کړې ده چې د پښتونخوا د مالي ستونزو هواري لپاره چټک اؤ رغنده ګامونه واخلي.

څېړونکي وایي پاکستان کې مدام د وسیلو په منصفانه ویش کې وړې صوبې له نظره غورځول شوي اؤ د قبایلي ضلعو د پسماندګۍ ختمولو کومې ژمنې چې حکومت په تېرو وختونو کې کړې وې هغه نه دي پوره کړل شوې.

په ډان ورځپاڼه کې د خپور رپورټ له مخې په دې غونډه کې پښتونخوا صوبې ته د ورپېښې مالي ستونزې اؤ ضرورتونه ارزول شوي اؤ نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي چې مرکز به د صوبې د ستونزو په هواري کې صوبې سره کوټلی لاس امداد کوي.

هغه ویلي چې د خېبر پښتونخوا ولس د ترهګرۍ پرضد جګړه کې نه هېرونکې قربانۍ ورکړې دي اؤ حکومت یې د دغه صوبې د ستونزو نه بشپړه اګاهي لري چې د هواري لپاره به یې ګامونه واخستل شي.

رپورټ کې راغلي چې په دې موقعه نګران وزیراعظم اړوند چارواکو ته امر کړی چې خېبر میډيکل کالج اؤ د ایبټ اباد ایوب میډيکل کالج ته د پوهنتون د درجې ورکولو لپاره خپل کار نور هم چټک کړي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی اؤ د پیپلز ګوند یو صوبایي مشر احمد کنډي وايي تر اوسه د اېن اېف سي اېوارډ د لاندې چې د کوم درې فيصدي فنډ قباېلي ضلعو ته د ورکولو ژمنې شوې وې هغه نه دي پوره کړی شوي.

په پخوانیو قبایلي سيمو کې اصلاحاتو لپاره په کال 2016 کې د سېنېټر سرتاج عزيز په مشرۍ کې اصلاحاتي کمېټۍ ژمنې کړې وې چې د قامي مالياتي کمېشن اېوارډ د لاندې به د راتلوونکو لسو کلونو دپاره قبایلي ضلعو ته هر کال یو سل ارب روپۍ ورکول کيږي چې دغه جنګ ځپلې او وروسته پاتې سيمو کې زر تر زره پرمختګ وشي او د صوبې د نورو ضلعو سره د ترقۍ، پرمختګ او سهولتونو په سفر کې برابر شي.

ډيوه سره خبرو کې احمد کنډي ویلي د قبایلي سیمو پسماندګي ختمول د وخت ضرورت دی ځکه چې دا سیمې د افغانستان سره په پوله پرتې دي اؤ وړاندې نه ترهګرۍ ځپلې دي که اوس ددې سیمو خلک د پسماندګۍ نه را ونه ویستل شي نو په راتلونکي کې به له دې امله نور جنجالونه راپورته شي.

خبریال اؤ د ګڼو کتابونو مصنف ښاغلی عقیل یوسفزی وایي په پاکستان کې د وفاق اؤ صوبو ترمنځ د وسیلو د منصفانه ویش ستونزه د څو لیسزو راهسې راروانه ده اؤ یو عام تاثر دادی چې وړو صوبو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا سره دې لړ کې زیاتی کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د پښتونخوا بیلابیلو حکومتونو اؤ سیاسي ګوندونو وخت په وخت د صوبې د وسیلو اؤ‌ حقونو لپاره غږ پورته کړی دی اؤ مرکز هم زیاتره وخت صوبې ته زباني تسلۍ ورکړي دي چې خپل ټول حقونه اؤ په قامي وسیلو کې حقیقي برخه به ورکوي خو وایي له بده مرغه په عمل کې بیا دغسې څه نه دي لیدل شوي.

د عقیل یوسفزي په خبره د پښتونخوا څلور لویې د اوبو ډیمونه اؤ درې هایډل پاور اسټشنې خواوشا شپږ زره میګا واټه بجلي پیدا کوي اؤ د صوبې خپل دبجلۍ ضرورت ۱۷۰۰ نه ۲۰۰۰ میګاواټو پورې دی خو بیا هم د پښتونخوا خلکو ته بجلي په ګران نرخ ورکول کیږي ، لوډ شیډنګ دلته زیات وي اؤ حتی چې مرکز د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې صوبې ته دخپلې برخې پیسې هم نه ورکوي.

هغه وایي پښتونخوا نه پیدا شوی ګیس دومره پریمانه دی چې د پنجاب کارخانې پرې روانې دي خو دلته بیا د صوبې خپل خلک ګیس اؤ د هغې د ګټو نه محرومه دي.

همدا شان نوموړی وایي د تیلو اؤ‌ کاڼو په مد کې هم پښتونخوا صوبه تر ټولو غني ده خو له بده مرغه ددې نه صوبې ته تر اوسه هغه ګټه نه ده ترلاسه شوې کومه چې د صوبې حق جوړیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG