په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوو ضلعو په باب د توقعاتو او شکاياتو د سرخط لاندې د حقيقت موندنې رپورټ جاري کړی دی.
اېچ ار سي پي د رپورټ په حواله په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کړې خبر پاڼه کې ویلي،
" اېچ ار سي پي په ورګډو شوو ضلعو کې په پرمختيايي وسايلو کې په مبينه توګه ګډوډي، سیمه کې د توندروۍ بيا خورېدو، د آي ډي پيزو يا کډوالو بيرته خپلو علاقو ته بيرته ستنولو کې وروستو والی، په بنيادي ازاديو د بنديز، په جبري توګه د خلکو بې درکه کولو په پېښو او حراستي مرکزونو باندې د اندېښنې څرګندونه کوي".
په خبرپاڼه کې ويل شوي، د اېچ آر سي پي مشره حنا جېلاني د نورو غړو سره سوات، خېبر، پېښور او د بنو بکاخېلو کې د کډوالو کمېپ ته ورغلې، معلومات یې راټول کړي او په ورګډو ضعلو کې یې د منصوبو عملي کولو په وروستو والي کې په اېن ډي اېم اې د عدم اطمينان څرګندونه کړې ده.
په خبرپاڼه کې زياته کړی شوې، ځايي خلکو دا شکايت هم کړی چې د ضلعو ورګډولو په وخت د برابرۍ، د قانون لاندې د يو ډول تحفظ، او منصفانه پرمختيايي کارونو کومه ژمنه شوې وه هغه تراوسه نه ده پوره شوې.
د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو شوو قبایلي ضلعو د پرمختیا او سوکالۍ لپاره به مرکزي حکومت خېبر پښتونخوا صوبې ته هره هغه مرسته ورکوي چې په وس کې یې وي.
د خبري ادارې ترمخه پرون د نهې- سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا صوبې د چارو ارزولو په موخه د راجوړې شوې یوې مهمې غوندې د مشرۍ کولو په مهال نګران وزیراعظم اړونده چارواکو ته لار ښوونه کړې چې د پښتونخوا د مالي ستونزو هواري لپاره چټک او رغنده ګامونه واخلي.
اېچ آر سي پي ويلي، په ورګډو شوو ضلعو کې "د وسله والو ځواکونو پرله پسې موجودګۍ له امله پوليس ته د خپل واک لاندې د امنیت او قانون په ځای کولو او عادي حالاتو بيرته راوستلو کې خنډان ورمخې ته دي او د دې نه علاوه په زوره د بې درکه کولو او حراستي مرکزونو کې د خپلې خوښې ګرفتاريانو په تسلسل سره شواهد په نظر راځي".
ویل شوي، "د دغو کارروايانو په وجه خبريالانو او فعالو ته د ورپېښو خطرو له سببه د ملکي خلکو ازادي اغېزمنيږي، په خلکو کې یې ويره او بې باوري سېوا کيږي".
اېچ آر سي پي سپارښتنه کړې، "تر څو ممکن کېدی شي، پوځ دې پوليس ته خپل کردار کولو ته پرېږدي، پوليس ته دې مناسب وسایل ورکړی شي چې د زياتېدونکي توندروي قابو کړی شي".
د بشري حقونو کمېشن په سیمه کې د عدالتونو جوړولو او نورو اقداماتو سره د کډوالو مسلې هوارې کړي.
په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو څخه کډوال شوي ګڼ خلک اوس هم د بنو د بکاخېلو په کډوال کېمپ کې دي.
په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې هم سېوا شوي دي.
درې ورځې وړاندې اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې سږ کال (2023م) کې تراوسه پورې ټول 29 ځانمرګي بريدونه شوي، تر ټولو زيات 23 پکې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوي دي.
ويل شوي سږ کال په 29 ځانمرګو بريدونو کې 329 کسان وژل شوي او 582 ژوبل شوي دي. د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، خېبرپښتونخوا کې تر ټولو زيات 23 ځانمرګي بريدونه شوي، 254 کسان پکې وژل شوي او 512 ژوبل شوي دي.
ويل شوي په خېبرپښتونخوا کې زيات 13 ځانمرګي بريدونه په قبايلي ضلعو کې شوي دي.
د اې پي پي ترمخه نګران وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د مالي مسلو په سمدستي ډول هوارولو لارښوونه کړې، او زياته کړې یې ده د خېبرپښتونخوا ولس د ترهګرۍ ضد مبارزه کې قربانۍ ورکړي او نوموړي د صوبې د مالي مسلو هوارولو دپاره د يوې سيکریټيرل کمېټۍ جوړولو لارښوونه کړې چې په دغه حواله تګلاره جوړه کړي.
Forum