لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتين د بدني ريمانډ وروسته په عدالتي ریمانډ زندان ته لېږل شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين نن د خالي- شنبې په ورځ اسلام اباد کې د ډيوټي مجسټرېټ عدالت ته وړاندې کړل شوی او زندان ته په جوډيشل ریمانډ لېږل شوی دی.

د منظور پښتين وکیل مصدق عزيز خټک وي او اې ډيوه ته وويل، پښتين نن د ترنول او مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) په دوو مقدمو کې په جوډيشل کمپليکس کې ډيوټي مجسټرېټ ياسر محمود چودري ته وړاندې کړی شوی، او عدالت هغه په جوډيشل ريمانډ اډياله زندان ته ولېږلو.

هغه وویل د ترنول په مقدمه کې به په دويمه جنورۍ د ضمانت په خواست اورېدنه کيږي او هم په هغه ورځ د اېف آی ای په مقدمه کې د ضمانت خواست جمع کوي.

خټک زیاته کړه، پرون په هايکورټ کې د منظور پښتين د ټولو مقدمو د ريکارډ معلومولو او رايو ځای کولو په خواست اورېدنه شوې او عدالت بیا د ریاست او د کورنيو چارو د وزارت نه ټول ريکارډ طلب کړی دی.

له دې وړاندې د منظور پښتين په دوو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي خو په بله مقدمه کې یې ګرفتاري ښکاره کړی شوې او بيا د ترنول تاڼې پوليسو ته د دوه ورځو په بدني ریمانډ ورکړل شوی وو.

پي ټي اېم د روان کال اګست په 18مه اسلام اباد کې يوه جلسه کړې د دغه جلسې پرضد دوه مقدمې، يوه په ترنول تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج شوې وه.

د پي ټي اېم ترمخه په دغو مقدمو کې منظور پښتين، علي وزیر او نور ګڼ کسان نومول شوي، علي وزير، ايمان مزارې او د پي ټي اېم ګڼ نور کسان پکې بيا نيول شوي خو وروسته هغوی ټول په ضمانتونو خوشي شوي وو.

منظور پښتين په څلورم دسمبر د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت ته د وینا وروسته نيول شوی، په پينځم دسمبر د خېبرپښتونخوا پوليس ته سپارل شوی خو په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی.

وروسته هغه په اووم دسمبر د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی، د اووه ورځو په بدني ريمانډ سي ټي ډي ته حواله کړل شوی او په 14م بيا په جوډيشل ريمانډ زندان ته لېږل شوی وو. په 26م دسمبر یې ضمانتونه منظور شوي وو.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياستوالو او مدني فعالو د منظور پښتين په نيولو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.

د پښتين د نيولو ضد پي ټي اېم د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG