لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کال ۲۰۲۳: پښتونخوا کې په ترهګریزو بریدونو کې ۱۸۵ پولیس  وژل شوي اؤ ۴۰۰ نور ژوبل شوي 


د روان کال په اوږدو کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې په ترهګریزو بریدونو کې یو سل او پنځه اتیا (۱۸۵) پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي اؤ خوا وشا څلور سوه (۴۰۰) نور ژوبل شوي دي.

د پښتونخوا پولیسو د کال ۲۰۲۳م پخپل کلیز رپورټ کې ویلي چې سږکال پولیسو اؤ امنیتي ادارو سره په مقابلو کې تر درې سوه (۳۰۰) ؤ زیات ترهګر هم وژل شوی اؤ نهه سوه اوولس (۹۱۷) بیا نیول شوي دي.

د کال په پای کې د خپور شوي رپورټ له مخې روان کال کې د پښتونخوا په پولیسو ټول دوه سوه دري څلوېښت (۲۴۳) ترهګریز بریدونه شوي خو دې کې یو سل او دري دېرش (۱۳۳) بریدونه پولیسو پشا تمبولي دي.

رپورټ وایي چې سږکال په صوبه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ۲۵۳۱ عملیات ترسره شوي دي اؤ په دې کې د ۳۰۰ ترهګرو د وژل کیدو تر څنګ ۹۱۷ ژوندي نیول شوي چې په دې نیول شوؤ ترهګرو کې د ۴۴ په سرونو انعامونه هم ویستل شوي وؤ.

رپورټ کې دعوه شوې ده چې د روان کال په اوږدو کې د داعش خراسان.ټي ټي پي اؤ نورو بیلابیلو ترهګرو ډلو په ضد عملیات شوي اؤ د سیکهانو،عیسویانو اؤ شیعه ګانو په وژنو کې ککړ یو شمیر ترهګر یا خو امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي اؤ یا هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په مهال د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډا پور ویلي وو چې ترهګرو ته عصري وسلې په لاس ورغلي دي اؤ هغوي ددغو وسلو په مدد سره په پولیسو بریدونه کوي.

دپاکستان حکومتي چارواکو هم بیا دعوې کړې دي چې ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې دامریکې اؤ نیټو نه پاتې شوې وسلې په لاس ورغلې دي اؤ اوس پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره ددغو وسلو نه استفاده کوي.

خو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت بیا دا دعوې ردوي اؤ وایي د امریکې نه چې ورته کومې وسلې پاتې شوي هغه دوي سره خوندي اؤ ددفاع وزارت په واک کې دي.

سیمه کې د امنیت په چارو اؤ دترهګرو په فعالیتونو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایس اف امریکا ډیوه ته وایي په روان کال کې پولیس د ترهګرو لپاره تر ټولو اسان هدف پاتې شوی ؤ .

هغه وایي وسله والو ډلو ته یو خو جدیدې وسلې په لاس ورغلي دي چې دهغې په مدد سره یې ډیر په اسانه پولیس په نخښه کولی شول اؤ‌ بل پولیس د ترهګرۍ پرضد جګړه کې هغه مسلکي زده کړې هم نه لري چې د ترهګرو مخه ونیول شي .

ناصر داوړ وایي د پولیسو تاڼې ،څوکۍ اؤ پوستې اکثره له ابادۍ بهر په شاړو سیمو کې وي اؤ دغلته ترهګرو ته په رسد کې دومره مشکل نه وي نو ځکه هغوي ډیر په اسانه پولیس په نخښه کولی شي.

ښاغلی داوړ وایي د ترهګرو وروستیو بریدونو ته که وکتل شي نو واضحه کیږي چې هغوي اوس د ریاست پرضد خپله جنګي تګلاره بدله کړې ده اؤ مخکې چې به یې په بازارونو یا ولسي مقاماتو کې چاودنې یا ځانمرګي بریدونه کول اوس نیغ په نیغه امنیتي ځواکونه په نخښه کوي.

د مېډیا رپوټونه وايي چې وسله والې ډلې اوس په شپه کې د خپل مخالف حرکت لیدلی شي ځکه چې هغوی عصري نایټ ګاګلز لري.

دغه شان د کلاشنکوف په ځای لېزر او شیشناکې ټوپکې لري او کولی شي مخالف د لرې نه په نښه کړي او دا هغه وسلې دي چې تر ډېره په ځايي بازار کې نشته.

خو د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډا پور بیا په دې وروستیو کې ویلې وؤ چې پولیسو ته د ترهګرو سره د مقابلې لپاره نه یوازې جدیدې وسلې اؤ سامانونه ورکړل شوي دي بلکې ضروري روزنه هم ورکړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG