لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرکاري میډيا وایي سږکال پاکستان کې د ترهګرو په بریدونو کې د۲۶۰ پوځیانو په ګډون تر ۱۰۰۰ؤ زیات کسان وژل شوي


د پاکستان سرکاري خبري اژانس "ای پي پي" ویلي سږکال په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د پوځ د دوه سوه شپېتو (۲۶۰) افسرانو اؤ عسکرو په ګډون تر یو زرو (۱۰۰۰) زیات کسان وژل شوي دي.

په ډان ورځپاڼه کې خپور د ای پي پي د رپورټ له مخې په کال ۲۰۲۳م کې د ګرد هیواد دننه امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس اتلس زره اوه سوه و شپږ دېرش (۱۸۷۳۶) عملیات کړي اؤ په دې عملیاتو کې پنځه سوه شپږ شپېته (۵۶۶) ترهګر وژل شوي دي.

رپورټ کې دعوه شوې ده چې د روان کال په مهال د ګرد هیواد څخه پنځه زره یو سل او یو شپېته (۵۱۶۱) ترهګر نیول شوي هم دي.

رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې سیمه د ناامنۍ سره مخ وه اؤ په دغه نا امنۍ دقابو موندلو، د ملي امنیت اؤ دفاع باوري کولو لپاره ملکي ادرو د ترهګرۍ پرضد رغنده ګامونه پورته کړي دي.

په دغه رپورټ کې دعوه شوې ده چې په کال ۲۰۲۳م کې په بلوچستان صوبه کې د ترهګرو پرضد پنځلس زره اؤ دري شپېته (۱۵۰۶۳) عملیات شوي چې په کې یو سل او نهه (۱۰۹) نهه ترهګر وژل شوي دي.

خو په دې وروستیو کې د بلوڅانو د یووالي کونسل دعوې کړې دي چې امنیتي ادارو ګڼ شمیر عام وګړي یا خو په جبر بې درکه کړي اؤ یې د عدالت تر شا وژلي چې هغې ته وروسته پولیسو سره د مقابلې نوم ورکړل شوی دی.

دا مهال هم د بلوچستان په سلګونو مظاهره چیان چې زیات شمیر پکې د مېرمنو دی ، د عدالت تر شا د وژنو اؤ د جبري بې درکیو پرضد پلازمینه اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي.

په سرکاري رپورټ کې دعوه شوې ده چې سږکال په خېبر پښتونخوا کې په ترسره شوؤ عملیاتو کې ۱۹۴۲ ترهګر وژل شوي دي.

همدا شان پنجاب کې د ۱۹۰، ګلکت بلتستان کې د ۱۴، اؤ سیند صوبه کې د ۱۰ ترهګرو د وژلو دعوې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا پولیسو هم پخپل کلیز رپورټ کې دعوه کړې ده چې سږکال د پښتونخوا پولیسو اؤ امنیتي ادارو سره په مقابلو کې تردرې سوو (۳۰۰) زیات ترهګر وژل شوی اؤ ۹۱۷ بیا نیول شوي دي.

په دغه رپورټ کې ویل شوي چې په کال ۲۰۲۳م کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې په ترهګریزو بریدونو کې ۱۸۵ پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي اؤ خوا وشا ۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي د کله نه چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي دي نو په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي اؤ تور لګوي چې د پاکستان پرضد د بریدونو پلانونه د افغانستان په خاوره کې جوړیږي.

د افغان طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي.

پاکستان کې د ترهګرو په فعالیتونو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي د ترهګرو وروستیو بریدونو ته که وکتل شي نو واضحه کیږي چې هغوي اوس د ریاست پرضد خپله جنګي تګلاره بدله کړې ده اؤ مخکې چې به یې په بازارونو یا ولسي مقاماتو کې چاودنې یا ځانمرګي بریدونه کول اوس نیغ په نیغه امنیتي ځواکونه په نخښه کوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په روان کال کې پولیس د ترهګرو اسان هدف پاتې شوی ځکه چې ترهګرو ته اوس جدیدې وسلې په لاس ورغلي اؤ هغوي کولی شي چې د شپې په تیاره کې ډیر په اسانۍ سره په پولیسو بریدونه وکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG