لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مولانا فضل الرحمان په قافله برید شوی خو هغه ته پکې زیان نه دی رسېدلی


د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په کاروان برید شوی چې پکې هغه خوندي پاتې شوی او کاروان ته هم کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.

د ګوند صوبایي وياند مولانا جليل خان ويلي دي چې مولانا فضل الرحمان ډيره اسماعيل خان ته روان و چې د سي پيک لارې سره نزدې د پارک په نوم سيمه کښې د هغه قافله باندې ډزې شوي دي۔

په پاکستان کې بیلابیلو سیاسي مشرانو په مولانا فضل الرحمان شوي برید باندې خفګان اؤ اندېښنه ښکاره کړې اؤ دا یې د انتخاباتو د پروژې ګډوډولو سازش بللی دی.

د اتوار په شپه د جمعیت علماء اسلام د خېبر پښتونخوا صوبې ویاند جلیل جان بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته ویلي،د مولانا فضل الرحمان په کاروان کې له لسو څخه تر ١٥ پورې ګاډي شامل ؤ اؤ د یارک په سیمه کې نامعلومو وسله والو په دغه کاروان ډزې کړې دي.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له خولې ویلي چې ددغه ترهګریز برید مخه یې نیولې ده اؤ په دغه بريد کې چاته ځاني زيان نۀ دى اوښتى اؤ فضل الرحمان اؤ دهغه کاروان خوندي پاتې شوی.
په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې خو په دې وروستیو کې چې دمولانا فضل الرحمان د ګوند په اړوند څومره مشرانو اؤ فعالینو بریدونه شوي نو هغې کې د زیاترو ذمه واري داعش خراسان پغاړه اخستې ده.

دا برید دوه وروسته له هغې شوی چې یوازې دوه ورځې وړاندې دپاکستان د کورنیو چارو وزارت په مولانا فضل الرحمان اؤ د عوامی نیشنل پارټۍ په صوبایي صدر ایمل ولي خان د ترهګریزو بریدونو خبرداری جاري کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې ترهګرو په هغوي د بریدونو پلان جوړ کړی دی.

د ج يو آي ګوند مرکزي وياند اسلم غوري پخپل یو بیان کې ويلي دي چې د مولانا فضل الرحمان د قافلې سره نزدې ډزې يو بزدلانه عمل دی او مونږ په وار وار خبرداری ورکړی دی چې حالات زمونږ د قيادت لپاره مناسب نه دي۔

هغه وایي انتظامیه هره ورځ د ګواښونو په اړه مکتوبونه ليکي خو د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه هیڅ عملي اقدام نه کوي.

د جی يو آي وياند غوښتنه کړې ده چې د پېښې سمدستي پلټنې دې وكړې شي او قام ته دې وويل شي چې څنګه د بلوچستان او خېبرپښتونخوا حالات ورځ په ورځ خرابېږي ولې ادارې خپلې ذمه واري نه ترسره کوي۔

په پاکستان کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو د مولانا فضل الرحمان په قافله شوی برید غندلی اؤ دا یې د انتخاباتو د پروسې ګډوډولو عمل بللی دی.
د جماعت اسلامي ګوند مشر ښاغلي سراج الحق په ایکس رسنۍ لیکلي ، د مولانا فضل الرحمان په کاروان شوی برید د غندنې وړ دی اؤ دا د انتخاباتو د تالا ترغۍ کولو هڅه ده.

هغه په نګران حکومت غږ کړی دی چې د امن د ټینګښت لپاره بیا په عاجل ډول عملي ګامونه واخلي.

د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر ایمل ولي خان هم په دې برید خفګان اؤ اندېښنه ښودلې اؤ ویلي یې دي د انتخاباتو نه وړاندې داسې پېښې ښیي چې مونږ په کراتو ویل ترهګر بیا منظم کیږي خو چا ورته غوږ نه اېښودو .

پخپل یو بیان کې ایمل ولي خان ویلي په پښتونخوا کې يوه تش په نامه سياسي ګوند څلوېښت زره جنګيالي مېشت کړل. مونږ د هغو کسانو پر ضد د محکمې دروازه وټکوله چې ترهګر یې ځای پر ځای کړل، خو زمونږ قضیه نه اورېدل کېږي.

هغه ویلي تر څو چې د ترهګرو د همکاران، خواخوږي اؤ او له زندانونو څخه د هغوي د خوشې کوونکو پر وړاندې اقدام ونه شي، سوله نه شي راتلای.

په مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم په مختلفو وختونو یو شمیر ځان مرګي بریدونه شوي چې هغه ترې روغ وتلی دی خو د ګوند شلګونو غړو ته یې په دغو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG