لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کاکړ: ټول پاکستان په خبره نه دی پوهه، د بې درکه خلکو لپاره د احتجاج په ترڅ کې د ترهګرو ملاتړ کیږي


د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان کې د جبري لادرکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو په ضد اسلام اباد کې د بلوڅ مېرمنو اؤ ځوانانو روان احتجاج د ترهګرۍ د ملاتړ په مانا بللی دی اؤ وایي هغه د ټول پاکستان نه ګیله لري چې تر اوسه په خبره پوهه نه دی.

ښاغلي کاکړ اسلام اباد کې د پولیسو لخوا په بلوڅو مظاهره چیانو شوی تشدد کومه اهمه پېښه نده ګڼلې، اؤ ویلي یې دي څوک چې د احتجاج په نوم د ترهګرو ملاتړ کوي، هغوي باید د دغو وسله والو لیکو سره یو ځای شي.

د ګل/دوشنبې په ورځ لاهور کې میډیا سره د خبرو په مهال چې کله انوار الحق کاکړ نه اسلام اباد کې د بلوڅو مظاهره چیانو سره د شوي چلند اؤ د ده د بې تفاوتۍ په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه پرې سخت په قار شو اؤ ویې ویل: "څه وکړو؟ قانون سازي وکړئ چې د خرګوش، سپي اؤ پنجابي وژنه په بلوچستان کې جایز ده؟ که دغسې قانون سازي وکړئ نو تر هغې وروسته به مونږ هم غلي شو".

د وزیراعظم څرګندونو ته خپل غبرګون کې اسلام اباد کې په احتجاج د بوختو بلوڅانو مشري کوونکې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ په ایکس رسنۍ لیکلي زموږ د تحریک د پېل راسې زموږ غوښتنې په ډاګه دي.

د ماه رنګ بلوڅ وینا ده چې، "بلوچستان کې د انساني حقونو د هر رقم سرغړونو خاتمه اؤ د بلوڅانو نسل وژنه ودرول دا زموږ غوښتنې دي چې د میډيا له لارې مو ریاست ته اېښودې دي".

هغې ویلي "مونږ په دې غوښتنو ریاست سره مذاکرات کول غواړو خو نړۍ د ریاست د پرله پسې غیر ذمه دارۍ اؤ د خبرې نه منلو ګواه ده، په پرامنه مظاهره چیانو تشدد کیږي اؤ د ګرفتاریو سره مخ دي، میډیا ټرایل یې کیږي نن وزیراعظم د جبري بې درکیو اغېزمنې کورنۍ ترهګرې وګرځولې اؤ سپکاوی یې ورته وکړو."

ماه رنګ بلوڅ زیاته کړې ده، حکومت اؤ ریاست ته باور ورکوي چې د دوي د ظلم اؤ بربریت څخه به نړۍ خبروي.

د نګران وزیراعظم تند الفاظ

د بلوڅو مظاهره کوونکو په وړاندې د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ بیان، د سختو الفاظو او غټو الزاماتو ډک و.

هغه د بې درکه کسانو عدالتونو ته د وړاندې کولو د غوښتنې په اړوند وویل، "ولې دې خلکو ته معلومه نه ده څه چې دا ترهګر دي، وایي چې دوي عدالتونو ته وړاندې کړئ ، 90 زره کسان دلته ووژلی شول، خو نهو کسانو ته هم سزاګانې ور نه کړل شوې".

نګران وزيراعظم وویل چې د بې درکه کسانو خپلوانو پخوا هم احتجاجونه کړي دي اؤ راتلونکي کې به یې هم کوي، "مونږ احتجاج منو خو د لواحقینو (خپلوانو) ترهه گري نۀ منو".

انوار الحق کاکړ تور لګولی چې "دا خلک (بلوڅ تنظیمونه) د هند د را (استخباراتي ادارې) نه پیسې اخلي اؤ 80،90 وژنې کوي."

هغه ویلي ،98 فیصدي بلوڅان د پاکستان سره ولاړ دي، دا هسې یو ماحول جوړ کړی شوی دی چې وزیراعظم د بلوچستان د خلکو خبره نه اوري.

نګران وزیراعظم زیاته کړه: "په پنجګور کیمپ منظم بریدونه کیږي، په نوشکي کمپ کیږي، استاذان وژل کیږي، قانون پوهان وژل کیږي خو د چا له خولې یو ټکی نه را اوځي خو بیا وايي چې د بلوچستان وزیراعظم دی اؤ دوی په کوتکونو ووهل شول"

د هغه وینا وه "په دوؤ ډنډو تاسو ته دومره تکلیف درسېدل نه ؤ په کار، دا څلور زره کسان چې ووژلی شول، په دې شونډې پرانستل په کار وؤ که نه؟ زه خو د ټول پاکستان نه ګېله من یم چې تر اوسه په خبره نه پوهیږي، زه بیا وایم چې د دغو لواحقینو سره مې جګړه نه ده ، زما دې جعلي خواخوږو، دې دروغژنو خواخوږو سره ستونزه ده".

انوارالحق کاکړ اسلام اباد کې د بلوڅو روان احتجاج د نهم مې د احتجاجونو سره تشبیه کړو اؤ ویې ویل هر چا ته د احتجاج کولو حق دی خو دا بايد په آئين کې دننه ترسره شي، په نهم مئ هم د احتجاج کوونکو ستونزه دا وه چې هغوی د قانون له دایرې وتلي وؤ.

نګران وزيراعظم وويل، د پوليسو له مظاهره چيانو سره نښته په غزه پورې تړل کیږي، هغه څوک چې دلته حالات په غزې پسې تړي هغوی دې پخپلو ګریوانونو کې وګوري.

د هغه په وینا تر اوسه "چا پوښتنه وکړه چې وسله وال تنظيمونه په بلوچستان کې خلک وژني ولې داسې کوي؟ په کوسټل هائی وی ۱۴ کسان وسوځول شول، هیچا پوښتنه نه ده کړې چې قاتلان یې ولې نه نیول کېږي".

انورالحق کاکړ وویل، هغه کسان به ونه مني چې د احتجاج په ترڅ کې د ترهګرو ملاتړ کوي اؤ زیاته یې کړه هغه څوک چې د وسله والو تنظیمونو ملاتړ یې کوي باید د وسله والو له لیکو سره یو ځای شي.

د هغه وینا وه چې څوک د خپلو عزیزانو لپاره مظاهرې کوي هغوی د دې حق لري، نور یوازې نیوکې کوي. "دا د ریاست او وسله والو تر منځ جګړه ده، دغو وسله والو له ۳ تر ۵ زرو پورې کسان وژلي، دا خلک ترهګري مبارزه بولي".

انوارالحق کاکړ زیاته کړه چې بلوچستان کې وسله وال تنظيمونه د پاکستان د ماتولو لپاره په وسله واله مبارزه باور لري، "که ته هلته لاړې نو وژني دې، که زه په لاس ورغلم ما وژني اؤ دغه وسله وال تنظيمونو په عمل کې د خپل دريځ څرګندونه کړې ده".

نګران وزیراعظم وویل ترهګر هم د کورنۍ غړي لري، ډېر خلک د دوی لپاره مظاهرې کوي، "موږ د دوی دمظاهرو حق منو خو د ترهګرۍ حق یې نه منو، له ترهګرو سره به همداسې په قوت جنګیږو".

هغه وویل دا نه ۱۹۷۱ دی او نه به بنګله دېش جوړیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG