لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر سي پي په پاکستان کې د بشري حقونو په خرابېدونکي وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (ایچ آر سي پي) د نوي کال په رارسېدو سره په هېواد کې د بشري حقونو په خرابېدونکي وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او دې ته یې د سمدستي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د ګل/دوشنې په ورځ پخپله یوه اعلامیه کې دبشري حقونو کمیشن ویلي، تېر کال د ریاستي او غیر ریاستي عناصرو له خوا د غیر خوندي طبقو پر حقونو د نوي سره بریدونه شوي دي. د عیسویانو او احمدیانو د عبادتخانو په بې رحمانه توګه ویجاړول لیدل شوي دي.

ایچ ارسي پي ویلي، د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې په جړانواله سیمه کې په یوه ورځ تر ۳۰ زیاتو کلیساګانو ته سخت زیان رسول شوی و او د مذهبي لږکیو پرضد د مذهب د سپکاوي د قوانینو د سیوا شوي استعمال له امله ددغو ټولټو د مذهبي ازادۍ حق خو څه چې دژوند اؤ معاش حق هم خوندي نه دی پاتې شوی.

اعلامیه کې ویل شوي باید د جړانواله د پېښې د عدالتي پلټنو په اړه د مسیحي ټولنې جایزې غوښتنې ته درناوی ولرل شي اؤ ددغه پېښې ټولو اغېزمنو ته دې مناسبه معاوضه ورکړل شي.ایچ ار سي پي خپله اعلامیه کې د مذهبي لږکیو د حقونو په اړه د سپریم کورټ د کال ۲۰۱۴م د پرېکړې نافذولو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هیواد نه دافغان کډوالو ویستل هم د نړیوالو رواجي قوانینو خلاف بللي دي اؤ وایي په غیر خوندي توګه د افغان کډوالو اؤ پناه غوښتونکو خپل وطن ته په داسې حال کې بېرته لېږلو چې هلته دهغوي د امنیت امکانات هیڅ په پام کې نه دي نیول شوي، دګڼ شمیر افغان ښځو، ماشومومانو، بوډاګانو اؤ اؤ معذورانو ژوند د خطر سره مخ کړی دی.

اعلامیه کې په خېبر پښتونخوا کې د امنیت په وضعه هم اندېښنه ښودل شوې اؤ ویل شوي چې افراطیت په هیڅ توګه د منلو نه دی اؤ ریاست دې د پروسږکال په څېر د شکمنو خفیه مذاکراتو له لارې تندلارو ته یو وارې بیا د پیاوړي کېدو موقعه نه ورکوي.

اعلامیه کې دپاکستان په پوځ هم غږ شوی دی چې قانون پځای کوونکې ادرې خپل کردار ادا کولو ته پرېږدي .

اعلامیه وایي ،تر ټولو مهمه ستونزه د راتلونکو ټاکنو په بهیر کې ښکاره لاسوهنه ده، چې یو سیاسي ګوند پکې په منظم ډول دانتخاباتو د عمل نه بهر ساتل کیږي.

اعلامیه کې د کوم ګوند نوم نه دی اخستل شوی خو په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند د ګڼ شمیر امیداوارانو د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړل شوي دي اؤ دغه ګوند تور لګوي چې انتخاباتو کې یې د بري‌ مخه نیول کیږي.اعلامیه وایي د یو ګوند د کارکونکو او پلویانو نیول، پر هغوی مبهم تورونه، د ګوند د کارکونکو د سوله ییزو غونډو پر حق محدودیتونه، په د ګوند د مشرانو بې درکه کېدل، د ګوند پر مشرانو د فشار ښکاره نښې چې ګوند پریږدي او یا له سیاست څخه ووځي، او په دې وروستیو کې د نوماندانو د نوم لیکنې په ډله ییزه توګه ردول ددې پروسې برخه ده.

د بشري حقونو کمیشن ویلي ،ډیری نور ګوندونه هم په یو یا بل ډول د ورته تاکتیکونو سره مخ دي اؤ په اوس وخت کې ډېر کم شواهد شته چې وښيي راتلونکې ټاکنې به ازادې، رڼې او د باور وړ وي.

اعلامیه کې بلوچستان کې د جبري بې درکیو اؤ عدالت تر شا د وژنو پرضد اسلام اباد کې په احتجاج بوختو بلوڅ مېرمنو باندې د پولیسو لخوا د شوي تشدد غندنه هم شوې ده اؤ ددغو احتجاج کوونکو سره پیوستون ښودل شوی دی.

اعلامیه کې غوښتنه شوې ده چې ټول په جبر لادرکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي

د پاکستان حکومتي چارواکو لا د ایچ ار سي پي دې اعلامیې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تېره ورځ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ مطبوعاتو سره خبرو کې اسلام اباد کې په بلوڅ مظاهره چیانو د پولیسو لخوا د شوي تشدد نه دفاع کړې ده او د لادرکه خلکو دپاره احتجاج یې د ترهګرۍ د ملاتړ په مانا بللی دی.

نګران وزیراعظم ویلي د لادرکه خلکو عدالتونو ته د وړاندې کولو غوښنتنې کیږي خو هغه وایي بلوچستان کې ۹۰ زره کسان وژل شوي اؤ په دې کې نهو کسانو ته هم تر اوسه سزا ګانې نه دي ورکړل شوي.

نګران وزیراعظم تور لګولی چې بې درکه کسان ترهګر دي اؤ کورنۍ یې د هغوي لپاره احتجاج کوي خو ویلي یې دي چې ریاست به د ترهګرو پر وړاندې خپله جګړه همداسې په شدت سره دوامداره ساتي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG