د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس قاضي فايز عيسا ويلي، د خلکو د جبري بې درکيو مسله د تل دپاره هوارول غواړي خو وایي دغه مسله دې سياسي نه کړی شي دا سنجيده مسله ده. نوموړي ويلي، ټولو ادارو ته په خپلو حدودو کې پاتې کېدل پکار دي.
د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د جسټس محمدعلي مظهر او جسټس مسرت هلالي د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ نن د نهې- سه شنبې په ورځ په زوره د بې درکیو په خواست اورېدنه وکړه. اورېدنه په ټيليويژن چېنلو په ژوندۍ بڼه خپرېده.
د اورېدنې په سر کې خواست کوونکي خوشدل خان ملک دلايل وړاندې کړل او عدالت ته یې خواست وکړو، چې په زوره د بې درکه کولو په حواله دې د قانون جوړولو حکم وکړي.
خو چيف جسټس قاضي فايز عيسا وويل، "هرې ادارې ته په خپله حدودو کې پاتې کېدل پکار دي، مونږ پارلیمان ته حکم نه شو کولی چې قانون سازي وکړي".
او جسټس محمد علي مظهر وويل، "عدالت د قانون جوړولو واک نه لري يواځې قانون کالعدم ګرځولی شي".
وروسته د اعتزاز حسن وکیل شعېب شاهین عدالت ته دلايل وړاندې کړل او وې ويل، د بې درکه کسانو دپاره جوړ کمېشن خپل کار نه دی کړی او نه یې کولی شي.
چيف جسټس وویل، دا کمېشن کله جوړ شوی او د چا حکومت وو؟ شعېب شاهين وويل، کمېشن په 2011م کې جوړ شوی او د پيپلز پارټۍ حکومت وو.
په کمېشن د بحث وروسته، شعېب شاهين وویل، د کمېشن په رپورټ کې ویل شوي اوس هم 2200 کسان لا درکه دي، او بيا جسټس محمد علي مظهر وويل، په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې څومره کسان مالوم کړی شوي دي.
شعېب شاهین په نورو دلايلو کې د شېخ رشيد، صداقت علي عباسي او تحریک انصاف ګوند د نورو غړو ذکر وکړو، خو چيف جسټس وويل، دغه کسان دې په خپله عدالت ته وړاندې شي او خواست دې وکړي.
قاضي فايز عيسا وویل، "که تاسو (شعېب شاهين) دا معامله سياسي کول غواړئ نو دا فورم نه دی".
شعېب شاهین بيا وويل، "په زوره د لا درکيو په حواله د پاکستان تحريک انصاف په حکومت کې د بشري حقونو وزیرې يوه قانوني مسوده وړاندې کړې او هغه سېنېټ ته لېږل شوې خو بې درکه شوې وه".
چيف جسټس بيا وويل، "چې هغه (شيرين مزاري) وزيره وه او قانوني مسوده یې بې درکه شوې هغې به استعفا ورکوله"، "د پاکستان مسله دا ده چې يو تن په څوکۍ وي خپله زمه واري نه پوره کوي په بل زمه واري اچوي".
په قانوني مسوده او نور بحث وروسته چيف جسټس وویل، "تاسو د يو ګوند د خلکو يادګېرنه کوئ، هغوی ټول د ګوند څخه تللي دي زمونږ سره د هغې حل نشته، مونږ دا معامله سنجيده اخستل غواړو، دا دې د سياست دباره ونه کارول شي د بې درکه کسانو قضيه سنجيده ده".
په بحث کې د عمران رياض، مطيع الله جان او اسد طور د بې درکيو په حواله هم خبرې وشوې.
د نورو دلايلو او بحث وروسته چيف جسټس قاضي فايز عيسا وويل، "دا ډېره مهمه قضيه ده، دا مسله به هغه وخت هواريږي چې مونږ یې په شريکه وکړو، دا قضيه دې سياسي جوړه نه کړی شي".
وروسته چيف جسټس شعېب شاهين ته لارښوونه وکړه چې د سبا پورې دې نور کوټلي دلايل تیار کړي، د امنه مسعود جنجوعه سره دې پرې خبرې وکړي، او اټارني جنرل دې هم سبانۍ اورېدنه واوري او د سبا (شورو/چارشنبې) د ورځې پورې اورېدنه وځنډول شوه.
پاکستان کې د اوږدې مودې راهسې د بلوڅ بې درکه کسانو دپاره مبارزه کوونکی تنظيم (وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز) او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوې کوي چې د زرګونو په شمېره کې په زوره خلک بې درکه کړل شوی او بيا پکې ځينې وژل شوي او مړي یې ترلاسه شوي دي.
د لا درکه کسانو خپلوان، د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه اکثر په جبري توګه د خلکو د لا درکۍ تورونه د پاکستان د پوځ په خفيه ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.
په زوره د بې درکه کسانو د قضيو هوارولو دپاره جوړ کمېشن په وېب پاڼه تېر کال د 2023م د 31مه جنورۍ پورې د ورکړی شوو شمېرو ترمخه، کمېشن ته د ټول ملک څخه د 9294 بې درکه کسانو قضيې وړاندې شوي، 3804 بيرته کورونو ته ستانه شوي، 977 په انټرم يا حراستي مرکزونو کې دي، 623 په جېلونو کې دي، د 241 مړي یا جسدونه ترلاسه شوي، 5645 کسان مالوم کړی شوي، 1393 قضيې ختم کړی شوي او 2256 قضيو پلټنې روانې دي.
Forum