بلوڅ يکجهتي کمېټۍ سبا د شورو- چارشنبې په ورځ (درېمه جنورۍ) په ټول ملک کې د بلوڅ نسل وژنې ضد کاربنديز اعلان، او غږ کړی چې د دوی د کاربنديز او په زوره د بې درکه شوو د خپلوانو د تحريک ملاتړ دې وکړی شي.
د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د احتجاجي پرلت مشرې ماه رنګ بلوڅ په يو ويډيویي پېغام کې ويلي، "د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ لخوا د بلوڅ نسل کشۍ ضد تحریک نن 39مه ورځ ده، دا تحریک هغه وخت پېل شوچې په کېچ کې بالاچ بلوڅ ووژل شو"
ماه رنګ بلوڅ زياته کړې، "دا تحریک په بلوچستان کې د لسيزو راهسې په زوره بې درکيو او عامو خلکو د وژنو ضد دی او دې تحریک ته د ټول بلوچستان ملاتړ ترلاسه دی".
هغې ویلي، تحریک په دې 39 ورځو کې نور 500 نوې قضيې رجسټرډ کړي دي. هغې تور لګولی د اسلام اباد پوليسو انتظاميې لخوا د دغه تحریک ختمولو دپاره د تشدد لاره خپله کړی شوې، او په بلوچستان کې نور 20 تنه په زوره بې درکه کړل شوي دي.
ماه رنګ بلوڅ ویلي، "غوښتنې یې دا دي چې د خپل ايين او قانون قدر وکړئ، بې درکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي، کوم خلک چې سي ټي ډي وژلي هغه دې ومنل شي".
هغې غږ کړی چې په درېمه جنورۍ دې د دوی په ټول پاکستان کې د کاربنديز ملاتړ وکړی شي.
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د سيوري لاندې د بلوچستان د تربت څخه په شپږم دسمبر د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ اسلام اباد ته لاريون روان شوی او د شورو/چارشنبې (20م دسمبر) په ماښام اسلام اباد ته رسېدلی، هلته یې ځينې کسان نیول شوي او بيا پرېښودل شوي او اوس د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ لخوا د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت دوام لري.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ پرون په لومړۍ جنورۍ لاهور کې مطبوعاتو سره خبرو کې، بلوچستان کې د جبري لادرکیو او د عدالت نه لرې وژنو په ضد اسلام اباد کې د بلوڅ مېرمنو او ځوانانو روان احتجاج د ترهګرۍ د ملاتړ په مانا بللی دی. هغه ويلي د ټول پاکستان نه ګیله لري چې تر اوسه په خبره پوهه نه دی.
ښاغلي کاکړ اسلام اباد کې د پولیسو لخوا په بلوڅو مظاهره چیانو شوی تشدد کومه اهمه پېښه نده ګڼلې، او زياته کړې یې ده، څوک چې د احتجاج په نوم د ترهګرو ملاتړ کوي، هغوي باید د دغو وسله والو لیکو سره یو ځای شي.
د بلوچستان صوبې په تربت سيمه کې په 23م نومبر د بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې وروسته د هغه د جسد سره په تربت کې احتجاجي ناسته پېل شوې وه. په نهم دسمبر د بالاچ مولا بخش د وژنې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس افسرانو پرضد درج کړل شوې او د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د حقیقت موندنې کمیټي هم جوړه کړې وه.
په 11م دسمبر د بلوچستان صوبې ستر عدالت (هايکورټ) د بلوڅ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې په تړاو د سي ټي ډي پوليسو څلور اهلکار معطل کړي، د مکران څخه د کوېټې پوليس کرايم برانچ ته منتقل کولو او عدالت د پېښې د منصفانه پلټنو دپاره د لوړ پوړو پولیس افسرانو د کمېټۍ جوړولو حکم کړی وو.
Forum