لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو پلاوي د پاکستان نګران خارجه وزیر سره لیدلي او دواړو د ستونزو هواري لپاره د خبرو په دوام ټینګار کړی


د پاکستان په سفر تللي د افغان طالبانو د حکومت د استخباراتو مرستیال مشر اؤ د کندهار ولایت والي ملا شیرین په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د نګران وزیر جلیل عباس جیلاني سره لیدلي اؤ ورسره یې د دوه اړخیزه اړیکو په ګډون د ګډې خوښۍ په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان دولتي خبري شبکه ای پي پي وایي، په دې لیدنه کې د پاکستان خارجه وزیر کابل سره د پرله پسې تماسونو اؤ د خپل منځني سودمندو اړیکو لپاره د پاکستان ژمنه تکرار کړې ده.

د افغان طالبانو د حکومت دې مهم پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د پاکستان دننه د ټي ټي‌ پي د بریدونو په سر د اسلام اباد اؤ کابل اړیکې زیاتې تاوجنې شوي دي.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس ( پخواني ټویټر) د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني لیکلي چې د کندهار د والي د افغانستان د دفاع د وزارت د اسټریټجک استخباراتو له مرستیال مشر ملا شیرین اخند سره یې لیدنه ګټوره وه.

هغه ویلي دې لیدنه کې د تجارت اؤ تماسونو د ټول توان نه په کار اخستو د ستونزو د هواري په ضرورت هم ټینګار شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي چې د افغان پلاوي اؤ د نګران خارجه وزیر تر منځ د چهارشنبې په ورځ ترسره شوې دې لیدنه کې د ګډې خوښۍ ،امن اؤ د ولسونو ترمنځ دتماسو په دوام خبرې اترې شوې دي.

ویاندې ویلي دواړو خواؤ د سیمه ییز تجارت اؤ بشپړه صلاحیت نه د استفادې کولو په خاطر د اندېښنې وړ د ټولو ستونزو د هواري په ارزښت ټینګار کړی دی.

د خارجه دفتر د بیان له مخې د کندهار والي په دغه موقعه د تېرو څلورو لسیزو راهسې د لکونو افغانانو په میلمه پالنه د پاکستان ستاینه کړې خو په بیان کې بیا نه ده واضحه کړل شوې چې ایا د طالبانو د حکومت پلاوي پاکستان نه دافغان کډوالو د ستنولو په عمل هم څه ویلي که نه؟

په دې وروستیو کې پاکستان د خپل هیواد نه د هغو ټولو افغان کډوالو په ویستلو پیل کړی چې پاکستان کې د استوګنې لپاره قانوني اجازت نه لري اؤ د سرکاري شمیرو تر مخه تر دې مهاله له پینځوو لکو زیات افغانان د پاکستان د بیلا بیلو برخو نه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو اؤ دطالبانو حکومت په بېړه کې پاکستان نه د افغان کډوالو په ویستلو اندېښنې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي د جنګونو اؤ ناامنۍ له وجې پاکستان ته د پناه په خاطر د ورغلو افغانانو په دې یخ ژمي کې بېرته ستنولو سره د هغوي ژوند ته بیلا بیل ګواښونه سر راپورته کولی شي.

پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو اؤ د افغان کډوالو د ستنولو په موضوع کې د اسلام اباد اؤ کابل اړیکې زیاتې تاوجنې شوې دي اؤ په نزدې وختونو کې څو کرته د دواړو هیوادونو ترمنځ پولې هم د هر رقم تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

د پاکستان د خارجه دفتر په بیان کې ویل شوي چې د افغان پلاوي اؤ دپاکستان د نګران خارجه وزیر ترمنځ شوې لیدنه کې د دوه اړخیزه تعلقاتو د لا پیاوړي کولو لپاره په لوړه کچه د تماسونو اؤ خبرو اترو په دوام اتفاق شوی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG