لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: عمران خان د جېل نه د خپلې زړې بيانيې د لارې اوس هم اسټبلشمنټ چېلنج کوي


پاکستان کې د سياسي چارو کارپوهان وايي، پخوانی وزيراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په اکانومسټ مجله کې د مضمون د لارې نړۍ ته ويل غواړي چې هغه اوس هم مقبول دی او په هغه بيانيه ولاړ دی کومه چې هغه د تحريک عدم اعتماد په وخت لرله، او همدغه بيانیه خرڅيږي.

د کارپوهانو په خبره، عمران خان تورونه لګولي او د مضمون د لارې يې پېغام هم ورکړی چې د هغه دې اسټبلشمنټ سره خبرې وکړي خو داسې نه ښکاري.

په جېل کې بندي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د برتانیې په معتبره مجله (دې اکانومسټ) کې مضمون خپور شوی او عمران خان پکې په پاکستان کې په راتلونکو عامو انتخاباتو شکونه څرګند کړي دي چې دا انتخابات به وشي که به ونه شي.

د تحریک انصاف ګوند مشر ويلي، "که انتخابات کيږي او که نه کيږي خو په کومه طريقه چې زه او زما ګوند په نخښه کيږي دا خبره په ډاګه ده چې اسټبلشمنټ، د پاکستان پوځ، امنيتي ادارې او سېول بېوروکرېسي، دوی نه دي تیار چې مونږ ته په انتخاباتو کې برابر موقع (لېول پلېنګ فيلډ) راکړي، پي ټي آی ته دې هم زمينه ورکړی شي".

د سياسي چارو کارپوه ډاکټر توصيف احمد خان وايي، عمران خان د جېل نه خپله زړه بيانيه ورکول غواړي او د دغه لارې اسټبلشمنټ چېنلج کوي چې د هغه په خیالاتو کې بدلون نه دی راغلی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د دې مضمون "دا پېغام هم دی چې زه [عمران خان] نه ټيټيږم نو زما سره دې خبرې وشي کنه زه به هم په دې خبرو ولاړ يم او حالات به خرابيږي".

هغه زياته کړه، "په 2024م کې خو نه ښکاري چې عمران خان ته اسانتیاوې ورکړی شي خو د امریکې د انتخاباتو وروسته به څه حالات وي ځکه چې د روان کال په اخره کې په امریکا کې هم انتخابات کيږي د هغې وروسته به د نړۍ نقشه څنګه جوړيږي دا به هغه وخت معلوميږي".

عمران خان يو بيا ځل بيا تور لګولی، چې د ده حکومت د امریکې په فشار د عدم اعتماد لارې ختم کړل شوی او د نهې مې پېښې یې د پي ټي آی ګوند پرضد سازش بللی دی.

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

(دي اکانومسټ) مجلې مدير د مضون په اخره کې ویلي، د پاکستان حکومت او د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د عمران خان تورونه رد کړي دي، او د پاکستان حکومت د عمران خان پرضد د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې مقدمه چلوي.

د عمران خان ګوند د مضمون په حواله د څه ويلو نه ډډه کړې چې د زندان څخه د هغه مضمون څنګه لاړو او خپور شو، خو تاييد یې کړی چې دغه الفاظ د عمران خان دي.

عمران خان د "پي ډي اېم يا تېر اتحادي حکومت باندې هم د اقتصاد بربادۍ، ګرانۍ جوړولو او روپۍ بې قدره کولو نيوکې کړي دي".

خان په مضمون کې دعوه کړې، "اسټبلشمنټ پرېکړه کړې چې ما بيرته واک ته نه پرېږدي، او د سیاسي مېدان څخه زما د لرې کولو ټولې لارې کارول شوي"، او "دوه ځله زما د وژلو هڅه شوې"، زما د ګوند غړي تښتول شوي او تشدد پرې شوی دی.

په اسلام اباد کې د ساينس او ټېکنالوجۍ نيشنل پوهنتون کې د نړیوالو چارو کارپوهه استاده فرح ناز وايي، پاکستان کې په انتخاباتو کې د يو شان موقعو نه لرلو تورونه يواځې پي ټي آی نه، نور ګوندونه هم لګوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وویل، "د عمران خان د ګوند خلاف که زيات څيزونه ښکاري چې غړي يې نيول کيږي نو په هغو د نهمې مې مقدمې دي".

اغلې زياته کړه، "پي ټي آی ولې په هدف کيږي هغه ټولې دنيا ته ښکاري دي د نهمې مې پېښې مخې ته دي"، او پي ټي آی ته نه ښکاري خو د دوی د خپلو خولو د لاسه ورسره دا هر څه کيږي.

عمران خان دا تور هم لګولی، "زما د ګوند ځينې خلک مجبوره کړی شوي چې هغه په نورو ګوندونو کې شامل شي، نوي ګوندونه جوړ شوي او داسې کسان هم تيار کړی شوي چې زما خلاف بيانونه ورکړي".

عمران خان په نواز شريف هم تور لګولی چې د اسټبلشمنټ سره یې خبره شوې په هغه کېسونه ختم کړی شوي او په راتلونکو انتخاباتو کې یې په واک کې راولي.

پاکستان مسلم ليګ ن د عمران خان تورونو ته کوم ځواب نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې په عمران خان داسې تورونه لګولي چې عمران خان په ملک مسلط کړی شوی، هغه (عمران خان) د نوي پاکستان وعده کړې وه خو برباد اقتصاد، سېوا شوې بې روزګاري او تش خوبونه یې پرېښودي، او د پرمختګ په ځای یې پاکستان په قرضونو او اقتصادي بدحالۍ کې ډوب کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG