لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: د پوځ اؤ تندلارو په نښته کې دوه عسکر اؤ دوه وسله وال تندلاري وژل شوي


فائل تصویر
فائل تصویر

د پاکستان پوځ وایي د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمه لکي مروت کې یې ترهګرو سره نښته کړې ده چې په دې نښته کې دوه پوځیان اؤ "دوه ترهګر"وژل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د شورو/چهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو غوښتل سیمه کې د ترهګرو یوه ځاله له مینځه یوسي خو وایي په دغه یې وسله والو سره سخته نښته وشوه چې پکې دوه عسکر اؤ دوه وسله وال وژل شوي دي.

پوځ نښته کې د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د محمد افضل اؤ ابرار حسین په نومونو سره ښودلې ده.

پوځ دعوه کړې ده چې نښته کې کوم دوه ترهګر وژل شوي هغوي افتاب عرف ملنګ اؤ مسعود شاه نومېدل چې د امنیتي ځواکونو پرضد یې د ترهګرۍ یو شمېر پېښو کې لاس درلودو.

د آي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې د وژل شوؤ ترهګرو نه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي خو په بیان کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د وسله والو تعلق د کوم تنظیم یا ډلې سره دی.

لکي مروت سیمه د تېرې څه مودې راهسې د سختې بدامنۍ او ناکرارۍ سره مخ ده او دغلته اکثره په امنیتي ځواکونو د وسله والو د بریدونو رپوټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راځي .

د لکي مروت ضلعې پولې د کرک، شمالي وزيرستان، ټانک، بنو، ډېره اسماعیل خان او پنجاب میانوالي ضلعې سره لګېدلې دي اؤ پرون د نهې په ورځ هم ددغه ضلعې د بیټني تحصیل دحسن خیل سیمې نه د سړکونو جوړولو د یوې کمپنۍ لس مزدوران نامعلومو وسله والو تښتولي وؤ.

همدا شان پرون د شورو یا چهارشنبې په ورځ د لکي مروت په تختي خیل سیمه کې د یو کور دننه په مرموز ډول د وژل شوؤ یوولسو (۱۱) کسانو مړي موندل شوي وؤ چې د پولیس په وینا دوه مېرمنې اؤ څلور ماشومان هم پکې شامل وؤ.

پولیسو دغه پېښه د شخصي دښمنۍ نتیجه بللې ده اؤ د وژنو ایف آي ار یې د نامدار نومې یو سړي پرضد درج کړی چې د وژل شوو کسانو د کورنۍ خېښ یا خپلوان ؤ.

خېبر پښتونخوا کې د روانې اوونۍ په مهال وروسته له هغې په پوځ اؤ پولیسو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې چې د پاکستان د یوې سیاسي مذهبي ډلې جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د ټي ټي پي د بریدونو پسر د پاکستان اؤ افغان طالبانو دحکومت تر منځ د سیوا شوي تاؤ تریخوالي کمولو په موخه د کابل په سفر دی.

په لکي مروت کې د پوځ اؤ وسله والو ترمنځ له دې تازه جګړې یوه ورځ وړاندې کوهاټ کې په ټول پلازه اؤ امنیتي پوسته هم ترهه ګرو ډله ییز برید کړی ؤ چې پکې درې پولیس اؤ یو عام تن وژل شوي دي.

همدا شان د نهې په ورځ په ډیره اسماعیل خان کې د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې په حفاظت مامورو پولیسو باندې هم د وسله والو برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي وؤ.

تر دې پېښو درې ورځې وړاندې قبایلي ضلعه باجوړ کې د پولیو ډلو حفاظت لپاره د پولیسو په روان ګاډي بمي برید شوی ؤ چې پکې شپږ پولیس عسکر وژل شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل شوي وؤ .

د مطبوعاتي رپورټونو نه مخې ته د راغلو شمیرو له مخې د نوي کال پېل کېدو راپدیخوا خېېر پښتونخوا کې یوازې په پولیسو د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې نولس (۱۹) پولیس وژل شوي دي اؤ ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

په امنیتي ‌ځواکونو د بریدنونو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې پاکستان کې د ټي ټي پي لخوا د کېدونکو بریدونو پسر دافغان طالبانو اؤ پاکستان ترمنځ اړېکې زیاتې تاوجنې شوي اؤ د دې تاؤ تریخوالي کمولو لپاره د فرورۍ د اوومې نیټې نه دپاکستان د سیاسي اؤ مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په دوره دی

پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې پاکستان مخالفو د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

افغان طالب چارواکي د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي د پاکستان په ګډون د هیڅ یو هیواد په ګډون خپله خاوره کارول کېدو ته نه ورکوي.

مولانا فضل الرحمان ته ددې سفر بلنه په افغانستان کې دطالبانو حکومت ورکړې ده خو کابل ته له روانېدو وړاندې هغه ویلي وؤ چې د پاکستان ریاست هم د خپل دریځ اؤ غوښتنو نه خبر کړی دی اؤ په دې سفر کې به افغان طالبانو سره د ټي ټي پي په معامله هم وغږیږي.

رپورټونه وایي مولانا فضل الرحمان تېره په کندهار کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده سره هم لیدلي اؤ ورسره یې په یو شمیر مهمو چارو خبرې کړي خو ددغو خبرو اترو تفصیلات د مطبوعاتو مخې ته نه دي راوړل شوي .

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د مشر جنرل فېض حميد د مشرۍ لاندې د ټي ټي پي سره په کال ۲۰۲۱م کې په کابل کې مذاکرات پېل شوي او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د کال ۲۰۲۲م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د تېر کال ۲۰۲۳م د نومبر په میاشت کې له ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ويلي وو، له ټي ټي پي سره "د مذاکراتو نه قطعاً انکار نه کوو، خو که هغه د رياست (پاکستان) سره سنجيده مذاکرات کوي نو لومړی به هغوی په غېر مشروط ډول وسله غورځوي. د هغې وروسته به بیا مذاکرات کیږي که د هغو خيال وي چې د ټوپک په زور به یې حکومت په مذاکراتو مجبوره کړي نو دا غلط فهمي دې لرې کړي".

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG