لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان اؤ بلوچستان کې په انتخابي امیدوارانو بریدونه: درې کسان وژل شوي او یو بل سخت ژوبل شوی


د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان اؤ د ناکراره صوبه بلوچستان کې عامو ټاکنو ته په ولاړو دوؤ امیدوارانو وسله وال بریدونه شوي دي چې پکې د یو امیدوار ملک کلیم الله په ګډون درې کسان وژل شوي اؤ بل امیداوار اسلم بېدي سخت ژوبل شوی دی.

د انتخاباتو نه وړاندې د ترهګرو لخوا سیوا شوؤ بریدونو ته خپل غبرګون کې د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي،ترهګر څلرویشت (۲۴) کروړه عوامو ته ماتې نه شي ورکولی اؤ دوي چې څومره خپل فعالیتونه چټک کوي دومره به ورته ریاست په شدت سره ځواب ورکوي.

د سېمې نه دپولیسو سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د شورو/چهارشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د میران شاه تحصیل په تپي کلي نامعلومو وسله والو د پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنو ته په ولاړ امیدوار ملک کلیم الله ډزې کړي چې په دې ډزو کې ملک کلیم الله اؤ د هغه نور دوه ملګري وژل شوي دي.

ملک کلیم الله داوړ په راتلونکو ټولټاکنو کې د حلقه پي کی 104 نه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته ازاد کاندید ؤ اؤ پولیس وایي تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې هغه په یوه بمي چاودنه کې ژوبل شوی ؤ.

پولیس سرچینې وایي ملک کلیم الله داوړ اؤ دهغه پلویان د انتخابي کمپاین نه وروسته کور ته ستنېدل چې په لاره کې پرې نامعلومه وسله والو برید کړی دی .

په برید کې د وژل شوؤ نورو دوؤ کسانو نومونه مسرور اؤ محمد سخي ښودل شوي دي.

ددې پېښې ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

امنیتي سرچینې وایي د ناکراره صوبې بلوچستان په تربت سیمه کې هم وسله والو انتخاباتو ته په ولاړ یو کاندید اؤ پخواني صوبایي وزیر اسلم بلیدي برید کړی چې پکې هغه سخت ژوبل شوی دی.

اسلم بلیدي دپاکستان د سینیټ پخوانی غړی دی چې راتلونکو ټولټاکنو کې د حلقه این ای 258 نه قامي اسمبلۍ ته د مسلم لیګ (ن) ګوند امیدوار دی.

سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې هغه تېره ورځ د تربت په میر عیسا خان پارک کې قدم وهنه کوله چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې اؤ په دغو ډزو کې میر اسلم بلیدي سخت ژوبل شوی اؤ په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوی دی.

پاکستاني رسنیو د تربت روغتون د سرچینو له قوله ویلي چې په برید کې اسلم بلیدي دوه ډزه په پښه اؤ په اوږه لګیدلی خو وایي وینه ترې ډيره زیاته بهیدلې ده نو له دې امله یې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

پولیس وایي چې له پېښې سمدستي وروسته سیمې ته رسیدلي اؤ برید کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي خو وایي لا یې ددې برید په تړاؤ څوک نه دي نیولي.

په پاکستان کې راتلونکې ټولټاکنې د فرورۍ په اتمه نېټه اعلان کړل شوي دي خو څومره چې انتخاباتو ته وخت رانزدې کیږي دومره د پاکستان خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې دامنیت وضعه په چټکتیا سره د خرابېدو په لور روانه شوې ده.

د ترهګرۍ وروستیو پېښو ته خپل غبرګون کې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلی چې ترهګر د ملک 24 کروړه ولس ته ماتې نه شي ورکولی اؤ څومره چې دوي خپل ترهګریز فعالیتونه چټک کوي دومره به ورته د ریاست غبرګون کې شدت پېدا کیږي.

د چهارشنبې په ورځ د کابینې د غونډې په مهال ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي چې ریاست د ترهګرو مخې ته په کلکه ولاړ دی اؤ هغوي نه شي کولی چې پخپلو بزدلانه فعالیتونو د قام اؤ امنیتي ځواکونو حوصلې ماتې کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG