لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده سره لېدنه کړې - رپوټونه


نړیوالې اؤ ځایي رسنۍ وایي د افغانستان په سفر بوخت د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د چهارشنبې په ورځ کندهار ته تللی اؤ هلته یې د طالبانو د مشر هبت الله اخند زاده سره لېدنه کې په مهمو چارو خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو حکومت اؤ جمعیت علماء اسلام ګوند لا ددغه لېدنې په اړه څه رسمي بیان نه دی خپور کړی خو برتانوي خبري شبکه بي بي سي پښتو وایي چې د طالبانو دحکومت یوې مهمې سرچینې ورته ددغه لېدنې پخلی کړی دی.

د "خراسان ډایري" په نوم پاکستاني رسنۍ ویلي چې د مولانا فضل الرحمان سره د کندهار په سفر تللي دخېبر پښتونخوا یو دیني عالم (چې نوم یې نه دی ښودل شوی) ورته ویلي د طالبانو د مشر اؤ مولانا فضل الرحمان تر منځ ګټورې خبرې شوې دي .

د جمعیت علماء اسلام د دغه مشر له خولې (چې ځېنو سرچېنو د مولانا محمد ادریس په نوم یاد کړی) خراسان ډایري ویلي، مولانا فضل الرحمان د طالبانو د مشر سره له شوؤ خبرو اترو مطمین دی اؤ "مونږ د یوې مثبتې پایلې په هېله یو".

مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د افغانستان په سفر پلازمینې کابل ته رسیدلی ؤ اؤ هغه دغلته د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو سره لېدنې ترسره کړې وې.

کابل ته له روانېدو وړاندې اسلام اباد کې میډیا سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان ویلي وؤ هغه ته دافغانستان د سفر بلنه د طالبانو حکومت ورکړې ده خو د پاکستان ریاست هم د خپلو غوښتنو اؤ دریځ نه خبر کړی اؤ په دې سفر کې به افغان طالبانو سره د ټي ټي پي په معامله هم وغږیږي.

په دې وروستیو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ بهیر یو وارې بیا چټک شوی اؤ پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې پاکستان مخالفو د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

په افغانستان واکمن دطالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي د پاکستان په ګډون د هیڅ یو هیواد پرضد خپله خاوره کارول کېدو ته نه ورکوي.

ډان ورځپاڼې پخپله اداریه کې لیکلي هر څو که د ټي ټي پي د بریدونو پسر د پاکستان اؤ افغان طالبانو د حکومت ترمنځ د تاوتریخوالي ختمولو په اړه د مولانا فضل الرحمان هڅې د ستایلو دي خو پوښتنه داده چې دا هڅې به په حقیقت کې د افراطیت یا انتها خوښۍ په خاتمه کې څومره سودمنې ثابتې شي؟

دغه اداریه وایي چې تر دې وړاندې په ۲۰۲۲م کال کې د یو مخور پاکستاني دیني عالم مفتي تقي عثماني په مشرۍ هم د پاکستاني دیوبندي علماو یوه پلاوي افغانستان ته په ورته سفر تللی ؤ او د افغان طالبانو او همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره یې لیدلي وو.

ډان لیکي چې هغه مهال هم په افغانستان کې دپاکستاني عالمانو تود هرکلی شوی ؤ خو ددغه سفر پایلو بیا پاکستان کې د ټي ټي پی د بریدونو مخه ونه نیول شوه.

اداریه لیکي افغان طالبان اؤ ټي‌ ټي پي که څه هم له فکري پلوه یو شان دي خو وایي دا دواړه جلا ،جلا تنظیمونه دي اؤ دواړه خپل ،خپل مشران لري نو که مولانا فضل الرحمان په دې وتوانیږي هم چې افغان طالبان پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو مخنیوي ته قانع کړي خو وایي بیا هم کیدای شي د ټي ټي پي ځينې وسله وال د افغان طالبانو فشار یا خبرې منلو ته غاړه کښېنږدي اؤ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG