لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: پاکستان کې په مطبوعاتو بندېزونه اؤ د اقلیتونو له حقونو سرغړونې دوامداره دي


د بشري حقونو د څار نړيوال تنظیم هيومن راېټس واچ ویلي چي په پاکستان کې په مطبوعاتو د بندېزونو او پرضد یې د ګامونو له کبله خبريالان د سنسرشپ سره مخ پاتې شوي دي او حکومت د هغو لکونو بې وزله خلکو په مرستې کولو کې پاتې راغلې چې تېر کال د اقتصادي بحران لا امله د غربت له کرښې لاندې تللي دي.

د بشري حقونو د نړيوال سازمان په تازه رپورټ کې د مذهبي اقليتونو د صورتحال ذکر هم شوې او ویل شوي چې پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون کې بدلون نه دی کړی چې له کبله یې مذهبي لږکي د نقصان سره مخ کېږي او نيول کېږي.

رپورټ زياتوي د پاکستان د مذهب د سپکاوى قانون کې د مرګ سزا هم شامل ده او د کال 2023 پورې لسګونو کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

په یاد رپورټ کې راغلي چې په پاکستان کې په خصوصي توګه احمديان د مذهب د سپکاوي د قانون له خطر سره مخامخ دي.

په پاکستان کې د احمدي ټولنې وياند وايي کال 2023م کې د احمديانو عبادتخانې په منظم ډول په هدف کړی شوي او دې دوران کې د د دوي عبادتخانو ته د زيان رسولو 41 پېښې ثبت شوي او د احمديانو شا و خوا 105 قبرونه هم نړول شوي دي.

د احمدي ټولنې وياند عامر محمود وي او ای ډیوه ته وایي، همدا ډول د عقيدې په بنياد احمدي طالب علمان له سکولونو ويستل شوي او احمدي استاذان او سرکاري ملازمين ويرول شوي دي او ددې يوازينی سوب دا ؤ چې هغوى احمدي عقيده درلوده.

د پاکستان حکومت د بشري حقونو تنظیم هيومن راېټس واچ دې تازه رپورټ ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې دا ډول رپورټونه رد کړي دي او دعوه یې کړې چې په هېواد کې د اقلیتونو په ګډون د ټولو خلکو حقونه برابر دي.

د بشري حقونو د نړيوال تنظیم دا رپورټ په داسې وخت کې جاري شوی چې د جنورۍ په 4مه د امریکا د باندينيو چارو وزارت هم په خپل راپور کې پاکستان د خصوصي تشویش وړ هېوادونو په فهرست کې شامل کړی ؤ او ویلي یې وو چې په دغه هېواد کې د مذهبي ازادۍ سخته سرغړونه کېږي.

د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د امریکا دغه رپورټ د ځمکنیو حقیقتونو برعکس او له تعصب ډک بللی ؤ.

په پاکستان کې د مذهبي اقليتونو د حقونو د څار مبارزين وايي کال 2023م کې د مذهبي اقليتونو د جبري ودونو او د مذهب د بدلون پېښو کې اضافه ليدل شوې ده.د اقلیتونو لپاره د غږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمان سنټر فار سوشل جسٹس مشر پیټر جېکب ډیوه ته وایي، تر اوسه پورې د لږکيو د جبري ودونو او مذهب د بدلون نزدې 107 پېښې په مطبوعاتو کې رپورټ شوي دي .

هغه وایي" ښکاره چې داسې ټولې پېښې اکثر نه رپورټ کېږي نو ځکه مونږ ګڼو چې دا ستونزه سېوا کېږي او ددې د مخنیوي لپاره نه يوازې قانون جوړول پکار دي بلکې انتظامي ګامونو پورته کولو ته هم اړتیا ده"

تر دې وړاندې د پاکستان د بشري حقونو د څار خپلواکه کمېشن هم ویلي وو چې د پاکستان رياست دې د جبري لا درکيو ،په مطبوعاتو د بندېزونو، د بیان د ازادۍ خلاف د ګامونو او په زور د مذهب د بدلولو مخنيوي لپاره ګامونه واخلي.

د بشري حقونو د خپلواکه غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى فعالان وايي کال 2023م کې نه یوازې د بیان ازادي محدوده کړی شوې بلکې تېر کال د زياترو خلکو معاشي وضعیت هم تر اندېښمن کچه خراب شوی دی.

د ایچ ار سي پي مشر حارث خلیق وایي،کال 2023م کې د پاکستان دننه 90 فيصدي ولس د سختو معاشي ستونزو ښکار شوي دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي، 40 فيصدى خلک خو له وړاندې څخه د غربت د کرښې لاندې وو او داسې ليدل شوي چې تېر کال د خلکو د اقتصادي حقونو په سرغړونو کې اضافه شوې ده .اقتصاد پوهان وايي تېر کال د پاکستان اقتصاد هم له هر اړخه د ګواښونو سره مخ پاتې شوی دی ،ګراني خپل اوج ته رسېدلې ده او غربت کې هم بې کچه اضافه راغلې وه.

د اقتصاد پوهه او خبريال طاهر امین په وینا "دغه شان که مونږ د غربت کچې ته وګورو نو د نړیوال بېنک ترمخه دا شرحه کال 2022ن کې 34.2 فيصدي وه نو هغه شرحع کال 2023م کې 39.5 فيصدي ته رسېدلې ده يعني 12.5 ميليونه نور خلک د غربت له کرښې لاندې تللي دي"

د هيومن رایټس واچ په رپورټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې د ښځو او جينکو خلاف د تشدد پېښې هم شوي دي چې پکې په ښځو جنسي تیری کول، په هغوى تېزاب شيندل، د تعلیم څخه بې برخې ساتل او د جينکو جبري ودونه شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG