لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم لاره د ډریورانو د ویزو اؤ پاسپورټ په جنجال د تجارتي ګاډو لپاره تړل شوې ده


د مال وړونکو ګاډو ډرايورانو نه د پاسپورټ اؤ ویزې غوښتل کېدو په ستونزه د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ د تورخم ستره تجارتي لاره یوه وارې بیا تړل شوې ده.

څېړونکي وایي د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ د تجارت لپاره پراخه موقعې موجودې دي خو دا چې د دواړو هیوادونو مشران تر اوسه د تجارت مخې ته د پرتو خنډانو په لرې کولو نه دي توانېدلي اؤ پرله پسې یو بل ته لارې تړي، وایي دا د دواړو هیوادونو د حکومتونو په صلاحیت پوښتنې راولاړوي.

د تورخم دروازه د تجارتي ګاډو پرمخ په داسې حال کې تړل شوې ده چې د افغانستان په سفر تللي د پاکستان د جمعیت علماءاسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان اؤ د طالبانو د حکومت چارواکو یوازې یوه ورځ وړاندې د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ د تجارت په وده ټینګار کړی ؤ.

پاکستاني چارواکي وایي تورخم دروازه یوازې د هغو تجارتي ګاډو پرمخ تړل شوې ده چې ډریوران یې ویزه اؤ پاسپورټ نه لري اؤ نور په دروازه د پېدل خلکو په ويزه تګ راتګ روان دی.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلې چې تورخم دروازه د ګاډو چلوونکو د ويزې د نشتوالي له امله پاکستاني لوري د تېرې شپې راهيسې د ترانزیټ پرمخ تړلې ده. طالبانو ويلي چارواکي د مسلې د حل دپاره خبرې کوي.

په پوله موجود يو پاکستاني چارواکي هم وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې د پاکستان د حکومت لخوا تېره شپه يوه حکمنامه راغلې چې پکې ویل شوي د کوم ډرايور سره (هغه که د پاکستان وي او که د افغانستان )چې پاسپورټ اؤ ویزه نه وي هغه به په پوله نه شي اوښتی چې له هغې وروسته دروازه تړل شوې ده.

د افغانستان د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو اؤ کلتور رییس مولوي نور محمد حنیف ویلي د تورخم تجارتي لاره د پاکستان لخوا تړل شوې ده.

د افغانستان دولتي خبري شبکې باختر اژانس سره خبرو کې مولوي نور محمد حنیف ویلي پاکستان په پوله د تجارتي ګاډو د ډریوارنو نه ویزه اؤ پاسپورټ غواړي اؤ د افغانستان حکومت هم بیا د پاکستاني ډریوارانو لپاره پاسپورټ اؤ ویزه لازمي کړې ده.

هغه ویلي دا وخت په پوله دواړو غاړو ته د تجارتي ګاډو تګ راتګ بند دی.

د افغانستان اؤ پاکستان په اړیکو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي،په یوه میاشت کې دویم ځل دی چې دا تجارتي لاره د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د تورخم لاره چې نن بنده شوه دا ښیي چې دپاکستان اؤ افغانستان دواړه حکومتونه اؤ د تورخم دواړو غاړو ته چارواکي په دې کې ناکام دي چې د ډریورانو لپاره د پاسپورټ اؤ ویزې ستونزه هواره کړي.

هغه وایي تر دې وړاندې هم ډریورانو لپاره د پاسپورټ اؤ ویزې په ستونزه د تورخم لاره تړل شوې وه خو بیا د مذاکراتو په نتیجه کې دا لاره خلاصه شوه.

هغه وایي د لارو په تړلو سره تجارت ته زیان رسیږي ځکه چې پاکستان اؤ پاکستان دواړه د یو بل لپاره ښه مارکیټونه یا بازارونه دي .

د طاهر خان په خبره "پاکستان که مرکزي اسیا ته ځي نو هم باید چې د افغان لوري لخوا ورته کوم مشکل نه وي اؤ که افغانستان د جنوبي اسیا نورو هیوادونو ته تګ غواړي نو بیا د پاکستان لاره هغوي لپاره ډيره مهمه ده حتی که چین ته تلل غواړي د زمکې له لارې "

خبریال طاهر خان وایي دواړو غاړو ته که په نورو مسلو بې باوري شته خو تجارت باید د لانجو نه پاک وساتل شي .

هغه وایي پاکستاني اؤ افغان تجارانو تل دا ویلي چې باید تجارت د امنیتي اؤ سیاسي مسلو نه په ډډه وساتل شي اؤ د سوداګرو دا دریځ په ځای هم دی.

نوموړی وایي په پوله د ډریورانو لپاره د پاسورټ اؤ ویزې شرط یوه ستونزه ده چې تجارت ته زیان رسوي ؤ ددې ستونزې حل باید تر اوسه راویستل شوی ؤ "خو دا چې حل یې را ونه ویستل شو ، نو د دواړو غاړو د مشرانو په صلاحیت به هم خلک پوښتنې راولاړوي چې دوي ولې د ستونزو د حل لپاره یو قوي‌اؤ‌ موثره ګامونه نه اخلي؟"

اقتصاد پوهان وايي د تېر کال د ستمبر مياشت پورې د پاکستان او افغانستان د دوه اړخيزه تجارت کچه ۸۔۱ اربه ډالر ته رسېدلې وه چې په کې صادرات ۹۶۸ میلينه ډالره او افغانستان نه واردات ۸۹۳ ملينه ډالرو ته رسېدلي وو۔

خو داقتصاد پوهانو په وینا په پرله پسې ډول د پولو تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمينځ بې باوري زياته شوې او زيان يې سوداګرو ته رسيږي.

اقتصاد پوه زاهد الله شينواری په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال فرید شینواري ته ویلي څه وخت مخکې تر امریکې وروسته افغانستان د پاکستان د صادراتو (اېکسپورټ) د پاره تر ټولو دويم غټ هېواد و خو افغانستان اوس پينځم يا شپږم نمبر ته راغورځېدلی دی.

داقتصادي چارو پوهان او سوداګر وايي دپولې دواړو خواؤ ته واکمنو داسې ګامونه اوچت نه کړی شول چې هغې سره دوه اړخيزه تجارتي هلې ځلې مخ په وړاندې لاړې شي.

په کال ۲۰۲۳ کې څلو وارې يعني د دسمبر په پينځمه، د نومبر په ۲۱مه، د ستمبر په شپږمه او د فبرورۍ په ۱۹مه د تورخم لاره د ګاډو او پياده خلکو تګ راتګ د پاره تړل شوې وه .

افغانستان ته مالونه وړونکي سوداګر وايي د بېلابېلو ستونزو له امله افغان سوداګر اوس د پاکستان په ځائ نورو هېوادونو او لارو باندې مالونه راغواړي.

په کال ۲۰۲۳ کې څلو وارې يعني د دسمبر په پينځمه، د نومبر په ۲۱مه، د ستمبر په شپږمه او د فبرورۍ په ۱۹مه د تورخم لاره د ګاډو او پياده خلکو تګ راتګ د پاره تړل شوې وه .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG