لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: پي ټي اېم د منظور پښتين او نورو بندي غړو د خوشي کولو دپاره ولسي غونډه کړې


پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د سختو خنډانونو وروسته د بنو پریس کلب مخې ته لویه ولسي غونډه کړې چې پکې د تنظیم مشر منظور په ګډون د نورو نیول شوو غړو او د بې درکه کسانو د خوشي کولو تر څنګ د علاقې په امنیت اندبښنې څرګندې کړی شوي او د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې ده.
په غونډه کې د پي ټي اېم د مشر منظور پښتین او نورو د خوشي کولو غوښته شوې ده، پښتين د پنجاب په جهلم ضلع کې بندي دی او چارواکي وايي چې هغه یې د عامه نظم د ګډ وډولو مخنیوي قانون ۳ ایم پي او لاندې نیولی دی.
‎پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ دغه غونډې ته په سلګونو شمیره کسان راغونډ شوي چې پکې د بې درکه کسانو خپل خپلوانو عکسونو پورته کړي وو او د بنو بیلا بیلو ښارونو تیریدو پرمهال یې د ترهګرۍ پرضد شعارونه ورکول.
پي ټي ایم د جلسې د پاره د جنورۍ په ۱۴مه د بنو ميلاد پارک ټاکلی وو خو د تنظیم د بنو رابطې کار ګرون وزیري وویل دوی چې پرون میلاد پارک ته ورغلل نو کلپان ورته لګېدلي وو بیا یې د بنو ډګري کالج مخې ته په خلاص میدان کې خیمه او کرسۍ ولګولې خو هغه ترې هم د شپې پولیسویوړې.
هغه تور پورې کړو چې سحر لسګونو ګاډي د امنیتي ځواکونو د غونډې ځای ته ورغلي چې په وسله، کوتکو او د اوښکو بهیونکي ګیسو سنبال وو او په احتجاج کونکو یې هوایي ډزې کړي دي.
‎هغه وویل د ښار په دوه ځایونو کې د جلسې اجازه ور نه کړل شوه چې وروسته مجبوره شول پریس کلب مخې ته لاړل او هلته یې غونډه وکړه.
‎پولیس وايي، انتظامیه د وړاندې نه په ضلعه کې د فسادو مخنوي ماده لګولې چې ترمخه یې په غونډو بندیز لګولی نو ځکه یې پي ټي اېم ته د جلسې اجازه ور نه کړه.
‎د بنو پولیس وویل پولیس د دوی په ساتنه مامور وو.
په بنو کې د جلسې وخت د سحر لس بجې ټاکل شوی وو خو د پولیسو لخوا خنډانونو وروسته دوه بجې بنو پریس کلب مخې ته پیل شوه او د وخت د کمې له امله یوازې څلور کسانو ورته ویناګانې وکړې.
جلسې ته د وینا پرمهال د پي ټي ایم مرکزي کمیټۍ غړي صمد خان وویل دا د پولیس مجبوري ده چې دوی غونډې کولو ته نه پریږدي خو دوی نه یوازې پښتون قام ته بلکې پولیس ته هم امن غواړي چې په خپله د ترهګرۍ ښکار دي او د ترهګرۍ په نوم وژل کیږي.
صمد خان په بنو کې په ورستیو کې ترسره شوو بریدونو یادونه وکړه او ویل یې چې په بنو کې د حکومت تر سورې لاندې ګوډ طالبان ساتل کیږي چې دغلته ناامني جوړه وي.
غونډې ته وینا پرمهال د بلو چستان سره تړاو لرونکي نور باچا وویل دې خاورې ته د جنګ نوې منصوبې راوړل شوي چې ترمخه به یې بیا پښتانه وژل کیږي
هغه وویل دوی چې څوک هم د جنګ برضد خبره کوي دوی نیول کیږي او په زندانو کې بندیوان کوي.
دا مهال د پي ټي ایم مشر منظورپښتين په ګډون د سیند صوبې مشر نوروالله ترین او د شمالي وزیرستان رابطه کار عید رحمان، زکیم مداخېل او ګیلمن پښتین په زندان کې بندیوان دي
نور باچا ویلي په دې هتکنډو دوی د خپلې پرشمنه مباریزې څخه نه شي په شاه کولۍیاو د پراکسي جنګونو د پاره د خاوره بل چاته نه پریږدي.
د پي ټي ایم فعال حنیف پښتن وي او ای ډیوه ته وویل د دوی په غوښتنو کې د منظور پښین په ګډون ټول نیول کسان خوشي کول،
ماورایې عدالت يا د عدالت لرې وژنې اودرول،
د پښتنو په خاوره او په ځانګړي ډول وزیرستان کې هدفي وژنو مخنيوی،
په وسایلو د ځايي خلک حق منل،
د ناامنۍ مخه نیول او د ګوډ او بیډ پالیسي ختمول شامل دي.
هغه وویل د دغه جلسې غرض خالص دا پیغام ریاست ته رسول دي . د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا ویلي، د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او د وسلوالو پرضد هدفي عملیات روان دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG