لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو او امریکې پر پاکستان او ایران ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي له زیاتوالي باید ډډه وکړي


امریکا او ملګرو ملتونو په پاکستان او ايران باندې ټينګار کړی چې دواړه هېوادونه دې د يو بل پرضد د فضايي بريدونو وروسته په تاوتریخوالي کې له اضافې ډډه وکړي.

بلخوا د پاکستان او ايران ترمنځ د تاوتريخوالي راکمولو لپاره د دواړو هېوادونو په سرکاري کچه رابطې شوي دي چې څېړونکي یې د دواړو هيوادونو ترمنځ د تاؤ تریخوالي راکمولو په لور لومړۍ مثبت ګام بولي.

د پاکستان او ايران ترمنځ د روان تاوتریخوالي له کبله د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ سويټزرلېنډ ته خپله دوره رالنډه کړې ده.

د امریکا صدر جو باېډن ویلي د پاکستان او ايران ترمنځ د وروستي ټکر څخه ظاهره شوې ده چې په سيمه کې ايران څوک هم نه خوښوي او امريکا اوس د ځان پوهولو هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ صورتحال کوم اړخ ته په وړاندې ځي.

سپينه ماڼۍ کې د قامي سلامتيا وياند جان کربي ویلي چي امریکا حالات له نزدې څاري او د خپل اتحادي پاکستان سره رابطه کې دی خو امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالي کې اضافه ليدل نه غواړي.

د زيارت په ورځ د ايران په سيستان بلوچستان صوبه کې د مشکوکو وسله والو په پټنځايونو د پاکستاني ځواکونو په فضايي بريدونو کې لږ تر لږه د نهو کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

پاکستان دا بريدونه په خپله خاوره کې د جېش العدل نومې سخت دريځه سني وسله والې ډلې په پټنځايونو د ايراني ځواکونو د ډرون او ميزايلونو بریدونو په جواب کې کړي دي چې په کې دوه ماشومان وژل شوي او درې ملکي کسان ژوبل شوي وو.

ايران د پاکستان لخوا د زيارت د ورځې بريد غندلی دی.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د خپلو خلکو امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا سره کرښه بللې ده او ویلي یې دي چې د پاکستان نه تمه لري چې په خپله خاوره د ترهګرو د اډو جوړولو مخنیوی وکړي.

څيړونکي وايي پاکستان د ايران سره په تاوتريخوالي سېوا کولو کې بېخي خوښي نه لري.

د دفاعي چارو کار پوهه سيد محمد علي ډیوه سره خبرو کې ویلي:

"مونږ هيله لرو چې ايران او زموږ شريک ملګري هېوادونه به هم دا خبره تهران ته ورسوي چې په تاوتریخوالي کې نوره اضافه د ايران په خپلو مفادو کې نه ده او ددغه هيواد په ستونزو کې د اضافې سوب جوړېدای شي"

د ملګرو ملتونو عمومي سکرټري انتونيو ګوتيرش هم د ايران او پاکستان ترمنځ په پوځي کشيدګې اندېښنه څرګنده کړې ده او په دواړو هېوادونو ېې ټينګار کړی چې د زغم نه کار واخلي.

د نړیوالو چارو ماهرين وايي چې په ايران کې له انقلاب وړاندې او وروستۍ موده کې د پاکستان او ايران ترمنځ نېغ په نېغه په پوله هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.

د نړیوال چارو کار پوهه ډاکټر سيد قنديل عباس ډیوه ته وایي:

"خو د سيمه ايز او نړيوال حرکياتو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې زياتې متاثره شوي دي چې پکې په خصوصي توګه د پاکستان د عرب هېوادونو سره چې کوم تعلقات دي او ايران دغو ملکونو ته د دښمن په سترګه ګوري او داسې چې په نړيواله کچه وکتل شي نو د يورپ او امریکا سره د پاکستان اړیکې ښې پاتې شوي دي"

د هغه په وینا د ايران له انقلاب وړاندې د غربي هېوادونو سره پاکستان او ايران په يوه پاڼه پاتې شوي او "د ايراني انقلاب وروسته د پاکستان تعلقات خو له دغو هېوادونو سره پرځای پاتې شو ولې ايران د امریکا او غرب ضد پاليسي خپله کړه او هم ددې له کبله د ايران او پاکستان ترمنځ فاصلې پېدا شوې"

په تهران کې د پاکستان سفير مدثر ټيپو ویلي پاکستان تل په هر ډول صورتحال کې د ايران سره ولاړ پاتې شوی دی.

پاکستان ته راستون شوي سفير مدثر ټيپو په ایکس یا پخواني ټويټر پاڼه ليکلي چې په پيچلي علاقايي چاپیریال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او خپل مينځي باور د امن او ثبات لپاره مهم دی.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG