د امریکا د فېدرالي پلټنو د ادارې یا اېف بي آی مشر کرېس رې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې ته وویل، د چین د حکومت هکرانو د امریکا دننه مهمې بنیادي اډانې په نخښه کړي.
دغه خبرداری په داسې وخت کې راغلی چې د بایډن اداره له چین سره کار کول د دواړو سیالانو ترمنځ د فشارونو د کمولو مهمه وسیله بولي.
د وایټ هاوس لپاره د امریکا د خبریالې پتسي وېدا کسواره راپور له مجاهد جواد څخه اورئ.