د پاکستان نګرانې کابینې د ملک دننه د 146 دوایانو د قیمتونو د زیات والي منظوري ورکړې چې پکې زیات تره د ژوند بچ کوونکې دوایانې دي.
ځايي اوسیدونکي وايي د دوایانو بیعې له وړاندې څخه زیاتې دي او دا به نور بوج زیات کړي.
د دوایانو کاروباریان وايي په مارکیټ کې د زیاتو بیعو له وجې د ژوند بچ کوونکو دوایانو کمی راغلی خو د دوایانو کمپنۍ وايي خام مال ګران شوی او د دوایانو په تیارۍ خرڅونه زیات شوي.
تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې.