لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 څېړونکي: د پاکستان په ټاکنو کې ګټونکي به له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ وي


څېړونکي وايي، په پاکستان کې چې د فېبرورۍ په اتمه نېټه ټاکنو کې کوم سیاسي ګوند یا ایتلافي حکومت واک ته راځي نو له سختو اقتصادي ننګونو سره به مخ شي چې پکې به ګراني،‌ بې روزګاري او ورو اقتصادي وده شامله وي.

اقتصادی پوه ساجد امین وايي، د نوي حکومت لپاره به تر ټولو لوی چېلنج د ګرانۍ قابو کول وي ځکه چې د نړیوالې مالیاتي ادارې یا آی اېم اېف شرطونه او د اقتصادي اصلاحاتو له دوام سره به ګراني نوره هم زیاتېږي.

"دا وخت د پاکستان د اقتصادى بحالۍ هره يوه منصوبه د آی ايم ايف نه پرته ناممکنه ده٠ نوې حکومت به د کومې ايجنډې لاندې له آی ايم ايف سره لوظنامه کوي او د دي اصلاحاتو به چې کومې بدې اغيزې وي لکه ګراني نو له دي نه به عام وګړي څنګه بچ ساتي او دي لپاره چې کوم سياسى استحکام پکار دې هغه به څنګه ترلاسه کوي نو دا ټول به نوي حکومت تر ټولو غټ چيلنجونه وي٠"

د اقتصاد پوهانو او شنونکو په اند د نوي حکومت پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ به د اؽى ايم ايف تر پروګرام لاندې د اقتصادي اصلاحاتو دوام وي، ځکه یو کمزوری حکومت نه شي کولای دا ډول اصلاحات ترسره کړي.

ټولو سیاسي ګوندونو په خپلو منشورونو کې ادعا کړې چې که دوی واک ته ورسېدل نو ګرانى به راکموي او هېواد به له اقتصادي بحرانه وباسي.

خو ځينى څيړونکى ګڼي تر دي دمه د يو سياسى ګوند لخوا هم داسې څه تګ لاره نه ده وړاندي کړای شوې چې څنګه به هيواد له شته اقتصادى ستونزو نه راوباسي او ټولو پخپلو منشورونو او انتخابى غونډو کي زياتره سياسى نعرې وهلي دي.

خبریال او څېړونکی ذيشان حيدر په دې اړه ډیوې ته وویل،

"نوې حکومت به آيا وکړې شي چې د آی ايم ايف اصلاحات جارى وساتي؟ چې له وجې به ګراني نوره سيوا کيږى٠ټولو سياسى ګوندونو پخپلو منشورونو کي د اقتصادى مسلو حل لپاره څه تګ لاره نه ده ورکړې او زياتره پکي سياسى نعرې دي"٠

د ذيشان حيدر په وينا نوې حکومت ته د اقتصادى اصلاحاتو لکه د ټيکس نظام کي اصلاحات راوستل، د بجلۍ او ګيس بيو راکمول او شتمنو ډلو ته د ورکړل شویو اسانتياوو راکمول تر ټولو غټ چيلنجونه دي خو تر اوسه يو سياسى ګوند هم د دي د حل کولو لپاره څه تګ لاره نه ده وړاندي کړې٠

څيړونکى وایي په يقينى توګه د هر يو سياسي ګوند يا ايتلاف لپاره په هيواد حکمرانى کول به تر ټولو غټ چېلنج وي، کوم چې په اقتصادى توګه تباه او په سياسى توګه د تيرې يو لسيزې تجربو او غلطيانو نه سخت اغيزمن شوې دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG