لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېرسټر ګوهر: د تحریک انصاف حمايت يافته ازاد منتخب امېدواران به په سني اتحاد کونسل کې شامليږي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر علي خان اعلان وکړو، په انتخاباتو کې د تحریک انصاف حمايت يافته منتخب شوي امېدواران به په ‏قومي اسمبلۍ، خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ کې په سني اتحاد کونسل کې شاملیږي.‏

بېرسټر ګوهر علي خان په اسلام اباد کې د سني اتحاد کونسل ګوند د مشر صاحب زاده محمد حامد رضا او مجلس وحدت المسلين د مشر راجه ناصر ‏عباس سره په ګډه خبري غونډې ته وويل، "د انتخاباتو نه وروسته چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند څومره امېدواران منتخب شوي، زمونږ دعوه ده چې ‏د قومي اسمبلۍ په ‏‎180‎‏ زمونږ امېدواران کامياب شوي دي".‏

هغه وويل، "زمونږ چې کوم ازاد امېدواران وو، هغه د تحریک انصاف حمايت يافته وو، خو د تحریک انصاف ګوند نه د انتخابي نخښې اخستو وروسته ‏چې هغه ازاد ګرځول شوي وو، د هغو اعلاميې جاري شوي او په درېو ورځو کې به په کوم ګوند کې شاملیږي".‏

د بېرسټر ګوهر په وينا، "ازاد امېدواران به یې د خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبليانو او قومي اسمبلۍ، فېصله شوې چې په قومي اسمبلۍ، ‏خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبليانو کې په سني اتحاد کونسل کې د ګوند په توګه شامليږي".‏

هغه وويل، په سني اتحاد کونسل کې د شاملېدو علت یې د مخصوصو څوکيو خوندي کول دي.‏

په خبري غونډه کې د تحريک انصاف ګوند د وزيراعظم د څوکۍ امېدوار عمر ايوب خان وويل، په ملک کې يو والي غواړي، هغه وويل، د دوی څخه ‏څوکۍ اخستل شوي، او نوموړي هم دغه دعوه تکرار کړه چې په مرکز کې به پاکستان تحریک انصاف حکومت جوړوي.‏

په اتمه فرورۍ ملک کې د ترسره شوو عامو انتخاباتو وروسته په مرکز او صوبو کې د حکومتونو جوړولو خبرې روانې دي، تحريک انصاف ګوند د ‏حکومتونو جوړولو دعوې کوي خو بل لور ته د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند ترمنځ هم په مرکز کې د حکومت جوړولو دپاره ناستې دوام لري.‏

د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو غېر حتمي نتيجو ترمخه، د قومي اسمبلۍ په ‏‎266‎‏ کې په ‏‎265‎‏ ترسره شوو انتخاباتو کې ‏‎101‎‏ څوکۍ ازادو ‏امېدوارانو (چې زياتره یې د تحریک انصاف حمايت يافته دي)، 75 مسلم ليګ ن ګوند، 54 پاکستان پيپلز ګوند، 17 متحده قومي مومنټ، او پاتې بيا ‏نورو ګوندونو ګټلي دي.‏

الېکشن کمېشن د قومي او صوبايي اسمبليانو په څوکو د کامياب شوو زياترو امېدوارانو اعلاميې جاري کړي خو د ځينو تراوسه هم پاتې دي او په ځينو ‏په الېکشن کمېشن او عدالتونو کې قضيې روانې دي.‏

نن د اسلام اباد هايکورټ اسلام اباد کې د قومي اسمبلۍ په درې حلقو د الېکشن کمېشن لخوا کامياب ګرځول شوو امېدوارانو د کاميابۍ اعلاميې ‏معطل کړي دي.‏

په يادو درېو حلقو کې په دوو د مسلم ليګ ن او بله باندې ازاد امېدوار کامياب اعلان شوي وو او په يادو حلقو د پاکستان تحريک انصاف ګوند حمايت ‏يافته امېدوارانو د کامياب ګرځول شوو اعلامیې چېلنج کړې وې.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې بېلابيل سياسي ګوندونه نيوکې کوي او د درغلۍ تورونه لګوي، سياسي ګوندونو د درغليو د ‏تورونو په سر احتجاجونه او مظاهرې هم کوي.‏

پاکستان کې په انتخاباتو نه يواځې په ملک کې دننه سیاسي ګوندونه د درغلۍ تورونه لګوي او احتجاجونه کوي، بلکې امریکې، برتانيې او يورپي يونين ‏هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډي او تحفظاتو څرګندونه کړې او پلټنو غوښتنه یې کړې ده.‏

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ انتخاباتو ته منصفانه ويلي او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG