لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا منتخب وزيراعلا علي امين ګنډاپور: صوبې ته تر ټولو غټ چېلنج ترهګري ده


د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور منتخب شوی، او د وزيراعلا په حېث یې اسمبلۍ کې خپله لومړۍ وينا کې ويلي، صوبې ته تر ټولو ‏غټ چېلنج د ترهګرۍ ورپېښ دی، هغه د صوبې په وسايلو او اصلاحاتو هم خبرې کړي دي.‏

علي امين ګنډاپور په عامو انتخاباتو کې د تحریک انصاف حمايت يافته په ازاد حيثیت د ډېره اسماعيل خان نه کامیاب شوی وو.‏

په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې نن د وزیراعلا د انتخاب ټاکنه وشوه، علي امين ګنډاپور چې د تحریک انصاف حمایت يافته ازاد کامياب شوو غړو، چې ‏وروسته په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي حمایت ورته ترلاسه وو، ‏‎90‎‏ ووټونه یې اخستي او وزيراعلا منتخب شوی دی.‏

د هغه په مقابله کې د مسلم ليګ ن ګوند د وزیراعلا امېدوار عبادالله خان ‏‎16‎‏ ووټونه اخستي او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وزيراعلا د انتخاب په عمل ‏کې برخه نه ده اخستې.‏

علي امين ګنډاپور د وزيراعلا په حېث خپله لومړۍ وينا کې وويل، په صوبه کې چې د تحریک انصاف ګوند د غړو پرضد کومې مقدمې درج شوي او هغه ‏قانوني نه دي پوليس دې په يوه اوونۍ کې هغه مقدمې بيرته واخلي کنه پرضد به یې کارروایي کولی شي او سزا ته دې تیار شي.‏

هغه وویل، "خېبرپښتونخوا ته تر ټولو غټ چېلنج د ترهګرۍ ورپېښ دی، زما يقين او امېد دی چې خدای تعالا به په مونږ رحم وکړي مونږ چې کومې ‏قربانۍ ورکړي مونږ به د ترهګرۍ په خاتمه کې کامياب شو". ‏

صوبې ته د اقتصادي چېنلجونو په حواله یې وويل، "اقتصادي حالات څنګه چې د پاکستان دي دغه ډول د خېبرپښتونخوا دي، په قرضونو قومونه نه ‏جوړيږي مونږ به ټېکسونه سېوا کوو، په غټو خلکو چا چې لوټ مار کړی دی د هغو نه به ټېکس اخلو".‏

ګنډاپور وويل، "په صوبه کې به سېلګرۍ ته، معدنياتو ته وده ورکوو، امدن به ترې ترلاسه کوو".‏

هغه زياته کړه، "مونږ به د خپلو معدنياتو لوټ مار نه پرېږدو". هغه وويل، کرکيله به سېوا کوو چې د خوراک کمی ختم کړو لفټ کينال به جوړوو که حکومت ‏مو مرسته نه کوله په خپله به یې جوړوو، د خپلې بجلۍ د حق دپاره غږ پورته کوو.‏

د ګنډاپور په خبره، "ښځو ته به په وراثت کې حق ورکوو او ويړيا مرستې به یې کوو، خلکو ته به د روزګار موقعې برابروو. په صوبه کې به د ګېس او تېل په ‏ذخيرو کار کوو، د صحت کارډ به ورکوو او د روژې د پيل سره به هغه هم شورو شي". ‏

د خېبرپښتونخوا نوي منتخب وزيراعلا وويل، د ولس د مسلو د هوارولو دپاره قانون سازي کوو او اصلاحات به کوو.‏

علي امين ګنډا پور د خپلې پلارنۍ سيمې خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه د صوبايي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ په دواړو څوکو د تحریک انصاف پلوه ازاد امېدوار وو.

علي امين ګنډا پور د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د حلقې پي کی 113 او د قومي اسمبلۍ په څوکۍ اېن اې 44 دواړو کامياب شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG